1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشریزو ټاکنو ته د نوم لیکنې پروسه بشپړه شوه

اسماعیل شاکر/ کابل۱۳۹۲ مهر ۱۴, یکشنبه

د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر پای ته ورسید. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر ډاکټر یوسف نورستاني وویل چې نن ۴ بجې په رسمي توګه دغه بهیر پای ته رسیدلی دی.

https://p.dw.com/p/19uRv
انځور: DW/H. Sirat

د ولسمشریزو ټاکنو د نوم لیکنې په ورستۍ ورځ، تر اوسه ډاکتر زلمي رسول، قیوم کرزي، داود سلطان زوی، ډاکټر اشرف غني احمدزي، حمیدالله قادري، محمد نادر نعیم، سرور احمدزي او گل آغا شیرزي ځانونه کاندید کړل.

تر دې د مخه نهو تنو خپل نومونه د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو له پاره د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون سره ثبت کړي دي. د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۳م کال د اکتوبر شپږمه) تر اوسه اتو تنو خپل نومونه ثبت کړل او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په رسمي توگه د نوم لیکنې پروسې د پای ته رسیدو اعلان وکړ.

ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې د یکشبنې د ورځې وروسته هیڅ کاندید حق نه لري چې د کاندیدو په موخه کمېسیون ته مراجعه وکړي. ده وویل هغو کسانو چې وړاندې یې له کمېسیون سره خپل نومونه لیکلي دي د شپې تر ناوخته به په خپل وار سره نوم لیکنه وکړي. نورستاني وویل چې په ولایتونو کې هم د ولایتي شوراګانو د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر په بریالۍ توګه پای ته رسیدلی دی.

د افغان ولسمشر حامد کرزي ورور قیوم کرزي وحید الله شهراني د لومړي مرستیال او ابراهیم قاسمي د دوهم مرستیال په توګه ټاکلي دي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډاکټرزلمي رسول احمدضیا مسعود د خپل لومړي مرستیال او د بامیان ولایت پخوانۍ ښځینه والي حبیبه سرابي د خپل دوهمې مرستیالې په توګه ټاکلي دي.

دغه راز، د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې ډاکتر اشرف غني احمدزي، حمیدالله قادري او سرور احمدزي هم د یکشنبې په ورځ د افغانستان راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته ځانونه کاندید کړل.

اشرف غني احمدزي، عبدالرشید دوستم د لومړي او سرور دانش د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړي دي. ټاکنو کمېسیون ته د اشرف غني احمدزي د ورتګ پر مهال د ولسي جرګې ځینې غړو او د کابینې ځینې پخوانيو وزیرانو هم د نوموړي ملتیا کوله.

دغه راز سرور احمدزی چې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ولسمشرۍ ته ولاړ وو د یکشنبې په ورځ بیا هم د ټاکنو کمیسیون ته د نوم لیکنې په موخه ورغلی وو. نوموړي ډاکټر عبدالرحمن د لومړي او کبیر قریشي د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړي دي.

د ترانسپورت پخواني وزیر حمیدالله قادري هم د ولسمشرۍ ټاکنوته خپل نوم ولیکه. ښاغلي قادري ډاکتر محمد عارف برکي او حمیرا حقمل د خپلو مرستیالانو په توګه غوره کړي دي.

سردار محمد نادر نعیم نادر هم نن غرمه د ټاکنو خپواک کمیسیون کې د ټاکنیزو سیالیو په موخه خپل نوم ولیکه. ښاغلي نعیم، تاج محمد اکبر او عزیزالله قویا د خپلو مرستیالانو په توګه غوره کړي دي.

گل آغا شیرزي هم د ولسمشرۍ ټاکنو ته ځان نومولی دی. هغه سید حسین عالمي بلخي د لومړي مرستیال او محمد هاشم زارع د دوهم مرستیال په توگه غوره کړي دي.

داود سلطان زوی هم ځان د یکشنبې په ورځ د ولسمشرۍ څوکۍ ته کاندید کړ. هغه احمد سعیدي د لومړي مرستیال او کاظمه محقق د دوهمې مرستیالې په توگه ټاکلې ده.

د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته نن په داسې حال کې نوم ليکنه کیږي چې د شنبې په ورځ حشمت غني احمدزی لومړې کس وو چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د نوم لیکنې په موخه ورغی. حشمت غني احمد زي ډاکترعبدالله برومند د لومړي مرستیال او حاجي عابد نظر د دوهم مرستیال په توګه غوره کړي دي.

په همدې حال کې د ګلبدین حکمتیار مخکني مرستیال قطب الدین هلال هم د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان کاندید کړ. ښاغلي هلال قاضي عنایت الله عنایت د لومړي مرستیال او محمد علي نبي زاده د دوهم مرستیال په توګه غوره کړي دي.

همداراز د دفاع پخواني وزیر جنرال عبدالرحیم وردګ هم د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان کاندید کړ. ښاغلي وردګ عبدالاحد افضلي د لومړي مرستیال او سید حسین انوري د دوهم مرستیال په توګه معرفي کړي دي.

همدا ډول دل آغا کوهدامني هم د ولسمشرۍ سیالو ته رامخ ته شوی دی. ده زلمی همراز او تورپیکۍ عزیز د خپلو مرستیالانو په توګه غوره کړل.

سیداسحاق ګیلاني د پرون ورځې وروستی او پنځم کاندید وو چې خپل نوم یې د ولسمشرۍ سیالیو ته ولیکه. ښاغلي ګیلاني بیا ذکریا نورزی او سیمین عصمتي خپلو مرستیالان په توگه معرفي کړل.

بسم الله شیر، ډاکتر عبدالله عبدالله، فضل کریم نجیمي او پوهاند عبدالرب رسول سیاف لا پخوا ځانونه ولسمشرۍ ته کاندید کړي دي.

ټاکل شوې ده چې د ولسمشری راتلونکې ټاکنې به د ۱۳۹۳ لمریز کال د وري پر ۱۶مه نېټه ترسره شي.