1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر کرزي د ټاکنو د کمیسیون درې نوي کمیشنران وټاکل

۱۳۹۰ دی ۶, سه‌شنبه

د افغانستان ولسمشر، حامد کرزي، د دغه هیواد د ټاکنو د خپلواک کمیسیون درې نوي کمیشنران وټاکل. دغه کمیسیون په تیرو ټاکنو کې د درغلیو په مخنیوۍ کې په پاتې راتلو تورن دی، او له دې کبله ورباندې سختې نیوکې شوي دي.

https://p.dw.com/p/13Zdv
د کرزي سیاسي مخالفین وایي چې هغه غواړي د دریم ځل لپاره ځان ونوموي خو کرزي دغه تورونه رد کړي دي
د کرزي سیاسي مخالفین وایي چې هغه غواړي د دریم ځل لپاره ځان ونوموي خو کرزي دغه تورونه رد کړي ديانځور: dapd

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د نړیوالې ټولنې لخوا تمویلیږي. دغه کمیسیون د ۲۰۱۰ کال د پارلماني ټاکنو وروسته د افغانستان د پارلمان او د دغه هیواد د حکومت تر منځ د لانجو اصلي محور پاتې شوی دی. د څيړنو په پایله کې د ۲۰۱۰ کال د پارلماني ټاکنو د رایو څلورمه برخه د درغلیو او نورو ستونزو له کبله باطلې اعلانې شوې.

د ټاکنو په خپلواک کمیسیون کې دوه نوي ټاکل شوي کمیشنران، د پروان د ولایت څخه ریدا عظیمي او د ننګرهار څخه هاشم فولاد د افغانستان د پارلمان پخواني غړي دي. دریم کمیشنر غلام دستګیر آزاد نومیږي چې تر دې مخکې یې د ارزګان د ولایت د والي په توګه دنده تر سره کوله.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ویاند ویلي دي چې نوي درې کمیشنران د پخوانیو کمیشنرانو د کاري مودې د پوره کیدو وروسته دغه کمیسیون ته پیژندل شوي دي. هغه زیاته کړې چې د کمیسیون د نورو کمیشنرانو کاري دوره لا تر اوسه نه ده ختمه شوې.

د قانون له مخې افغان ولسمشر، حامد کرزی، نه شې کولای چې د دریم ځل لپاره خپل ځان د افغانستان ولسمشرۍ ته کاندید کړي. د کرزي سیاسي مخالفین پر هغه تور لګوي چې کرزی د قانون د بعدیل په هڅه کې دی ترڅو د دریم ځل لپاره د ځان د کاندیدولو ته لاره هواره کړي، خو کرزي بیا په وار وار دغه تورونه په کلکه رد کړي دي.

د بن له کنفرانس څخه وروسته کرزي د آلمان له یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې هغه به د افغانستان لومړۍ ولسمشر وي چې په سوله ایزه توګه به د دغه هیواد قدرت نوي ټاکل شوي ولسمشر ته وسپاري.

د ولسمشر کرزي منتقدین خو آن د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون هم آزاد نه ګڼي ځکه چې د هغوی په وینا د دغه کمیسیون ټول غړي د ولسمشر کرزي لخوا ټاکل کیږي.

د افغانستان ورستي پارلماني ټاکنې د دې لامل شوي چې د دغه هیواد دولتې ارګانونه د یو بل په وړاندې ودریږي. کارپوهان باور لري چې دغو ټاکنو خو آن سیاسي بڼه غوره کړه.

د ټاکنو په اړه د ډیرو شخړو وروسته د ولسمشر د فرمان پر اساس د ټاکنو یوه ځانګړې محکمه جوړه شوه او د ټاکنو کمیسیون د دغې محکمې د حکم له مخې د پارلمان د نهو غړو څخه د هغوۍ څوکې واخیستې. دا په داسې حال کې وه چې تر هغې وړاندې د ټاکنو کمیسیون د ځانګړې محکمي جوړیدل د افغانستان د قوانینو خلاف ګڼل.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم