اعلان
د زلمي خلیلزاد پخواني سفرونه که څه هم په جلا جلا توګه له سیاسیونو او حکومتي چارواکو سره تر سره کېدل چې بې باورۍ یې رامنځته کولې خو دا ځل هڅه کیږي چې د حکومت او اپوزیسیون سره په ګډه پر سوله نظریات راټول کړي.
خلیلزاد د چهار شنبې په ورځ د افغانستان په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو جهادي او سیاسي مشرانو سره ولیدل. ارګ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د دې ناستې پخلی کړی او ویلي یې دي چې ورته ناستې به دوام وکړي.