1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د کندهاريانو ستونزي واورېدې

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ خرداد ۱۹, سه‌شنبه

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني نن د کابينې د يو شمېر وزيرانو او نورو لويو چارواکو سره کندهار ته سفر وکړ او هلته ئې د کندهاريانو ستونزي واروېدلې. په کندهار کي پر اداري فساد سربيره لويه ستونزه د برېښنا نه شتون ده.

https://p.dw.com/p/1Fe58
انځور: DW/H. Hashimi

ولسمشر غني په داسي حال کي کندهار ته سفر کوي چي د دغه ولايت اوسېدونکي پر اداري فساد سربيره د برېښنا له ستونزي سره لاس او گريوان دي. په کندهار کي ډېري کورنۍ د څښاک اوبو ته لاس رسئ نه لري.

د کندهار اوسېدونکو نن ولسمشر اشرف غني ته په دغه ولایت کي د برېښنا ادارې، فساد، د مځکو غصب او د زورواکانو څخه شکایتونه وکړل. د کندهاریانو په استازیتوب په مشرانو جرګه کي د کندهار مخکني استازي بسم الله افغانمل د ورستیو لاسته راړونو پرڅنګ د برېښنا د اوږدې ستونزي، د مځکو غصب، په عدلي او قضايي څانګو کي درغلي، په محبس کی د بندیانو ناوړه حالت او د ځینو ادارو د رئیسانو خپلسري هغه څه یاده کړه، چي دامهال کندهاریان ورسره لاس او ګریوان دي.

همدا ډول کندهاریانو د سولي په بهیر کي له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل، چي د پاکستان مخکنیو چلبازیو ته متوجه اوسي او داسي سوله وکړي، چي د ټولو هیوادوالو ترڅنګ د سیمي او نړیوالو خیر پکښي نغښتی وي.

ولسمشر اشرف غنی د خلکو خبري پرځای وګڼلي او زیاته يې کړه، چي د هیوادوالو ستونزي به قسط واره حلوي او دا ګړی يې د کندهار د بریښنا د ستونزي له پاره ۱۰ میليون ډالر بیل کړي، چي د کندهار له پاره لمريزه (سولر) بریښنا برابره کړي.

د غني په خبره په کندهار کي یو حکومت دی اوبل حکومت او زورواکي ورته د منلو وړ نه ده. ولسمشر همدارارز د سولي په اړه وویل، سوله به د افغانانو په ګټه وي او په دې لار کي هیڅ پټه معامله نه کیږي.

د غني په قول دا بهیر ښه روان دی او په پاکسان يې منلې ده چي دواړه دولتونه به یو له بل سره د دولتونو په کچه خبري او متقابل احترام لري.

ولسمشر زياته کړه د سولي په بهیر کي د ډیورنډ کرښي په اړه یوه کلمه خبره هم نه ده سوې او په دې اړه لوی صلاحیت ولس لري: «سوله به په هغه شرایطو کوو، چي ما په خپل لیک کي لیکلي دي.»

دا لومړی وار دی چي اشرف غني له ولسمشر کیدو څخه وروسته کندهار ته سفر کوي او هلته له قومي مشرانو، سپین ږیرو، مخورو، او دینی عالمانو په یوه پراخه غونډه کي ګډون کوي.