1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولسمشر غني د اشورا په مناسبت وینه ورکړه

رضا شیر محمدي/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۱۲, دوشنبه

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، د محرم میاشتې پر لسمه نیټه د کابل د وینې مرکزي بانک ته د خپلې وینې په ورکولو سره له خپلو هیوادوالو وغوښتل چې هڅه وکړي د عاشورا پر ورځ د وینې د ورکولو کلتور په یوه سراسري کمپاین واړوي.

https://p.dw.com/p/1DgDp
انځور: ARG

د عاشورا په ورځ د وینې د ورکولو غوښتنه څو کاله مخکې د پخواني ولسمشر مرستیال کریم خلیلي، وکړه او له هغې وروسته په کرار کرار د محرم په میاشت کې د عزاردارۍ د مراسمو پر یوې اصلي برخې اوښتې ده. د نړۍ په کچه مسلمانان د محرم میاشت د عزادارۍ په مراسمو لمانځي.

په دې ترتیب هغوی د یزید له لښکر سره په مقابله کې د اسلام د پیغمبر د لمسې حسین او د هغې د یارانو د وژل کیدو یادون کوي. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال دغه مراسم یوازې تر جوماتونو او تکیه خانو محدود کړای شوی وو خو اوس د افغانستان شیعیان د محرم په میاشت کې په پراخه کچه د عزادارۍ مراسم تر سره کوي.

په ځینو ځایونو کې عزادارن خپل ځانونه په تیغونو وهي چې یو شمیر شیعیه علماو او افغانانو د دې کار د دریدو غوښتنه کړې ده. د محمد حسین په نوم یو تن ماتم کوونکی وایي چې سږ کال د تیر کال په پرتله «د تیغ وهنې مراسم» کم تر سترگو کیږي: «دا سمه کار نه دی. دغه کار منع شوی دی او علما د دې کار د تر سره کولو اجازه نه ورکوي. اوس د دې پر ځای خلک خپله وینه اهدا کوي.»

اوس ډیر شمیر ویر کوونکي خپله وینه د وینې بانکونو ته اهدا کوي ترڅو دغه وینه اړو ناروغانو ته ورسیږي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دغو کسانو سره یو ځای شو. هغه د وینې د ورکولو پر مهال وویل: «د وینې د اهدا کولو د غوښتنې وروسته، په ډیر افتخار سره د ملي اردو، ملي پولیسو، ملي امنیت ځواکوانو او نورو ټولو هغو خویندو او ورونو ته چې وینې ته اړتیا لري خپله وینه اهدا کوم.»

تر دې مخکې افغان ولسمشر له شیعه او سني عالمانو سره د یوې لیدنې کتنې پر وخت پر دې خبره ټینگار کړی وو چې علما او خلک باید زیار وباسي چې د عاشورا ورځ د وینې ورکولو په یو عمومي کلتور واوړي.

محمد نادر د هرات ولایت یو اوسیدونکی دی چې د عاشورا په ورځ یې ۵۰۰ سي سي وینه اهدا کړې ده. هغه وایي چې د حسین په نوم پر ځمکه د وینې تویول د چا درد نه لیرې کوي، خو هغه وینه چې اهدا کیږي کولای شي د یوه انسان ژوند وغوري: «ما د امام حسین، د ناروغانو د ژغورنې او د خپلې سلامتۍ له پاره وینه ورکړه. ځان پر تیغ وهل او د وینې بهول سم کار نه دی. خو د وینې ورکول سم کار دی او ثواب هم لري.»

په ځانگړې توگه افغان امنیتي ځواکونه چې د تیر کال په پرتله یې د ټپیانو شمیر زیات دی، وینې ته اړتیا لري. څو ورځې تر مخه د افغانستان یوه نامتو سندرغاړي فرهاد دریا، افغان امنیتي ځواکونو ته د وینې د ورکولو کمپاین پیل کړ.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب