1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وطندار پروګرام ـ د باميان څخه د ۱۶ ولايتونو د ځوانانو ليدنه

۱۳۹۸ تیر ۱, شنبه

د افغانستان د ۱۶ ولايتونو پنځوس تنه ځوانانو د «وطندار» په نوم يوه فرهنګي پروګرام په چوکات کې بامیان ولایت ته سفر کړی دی. دوی به په دې سفر کې له تاريخي ځايونو څخه ليدنه، فرهنګي مجلسونه او له يو بل سره د دودونو تبادله کوي.

https://p.dw.com/p/3KsWh
Afghanistan Versammlung für Toleranz und Frieden
انځور: DW/A. Akrami

دغه پروګرام د سیميزو ارګانونو ادارې او د باميان ولايت سيميزې ادارې په همکارۍ په لاره اچول شوی دی. په وطندار پروګرام کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۵۰ تنه ځوانانو ګډون کړی دی. دوی د خپل درې ورځني سفر په ترڅ کې د باميان د مهمو تاريخي سيمو او آثارو؛ لکه: د صلصال او شهمامه بتان، د بندر امير پارک او د ضحاک او غلغلې تاريخي ښارونو څخه ليدنه کړې ده.

د دغه پروګرام تنظيمونکی نادر عمري وايي چې دغه سفري پروګرام په ۱۳۹۷ کال د بلخ ولايت څخه پيل شو چې سږکال ننګرهار او باميان ولايتونو ته هم ترسره شوی دی. عمري وويل په راتلونکي کال کې به د وطندار پروګرام، هرات، کابل او بدخشان ولایتونو ته هم سفرونه ولري.

هغه د دغه پروګرام اصلي موخه د ځوانانو ترمنځ تعامل، د هيواد د مختلفو سيمو له دودونو سره اشنايي، سيميزو غذاګانو معرفي او فرهنګي تبادله وښوده. عمري وايي دغه ډول پروګرامونه د افغانستان د قومونو تر منځ د پيوستون او اتحاد لامل هم ګرځيدلی شي.

په افغانستان کې څلور لسيزو جګړو، د مادي زيانونو اړولو علاوه، افغانستان ته معنوي زيانونه هم اړولي دي چې سمتي او ژبني اختلافات يې هم يوه بيلګه ده. نه يوازې جګړو بلکې په ورستيو کلونو کې راولاړ شوي سياسي جنجالونه هم د دغه ډول اختلافاتو په ډيريدو کې رول لرلی دی. خو د وطندار ګډونوال وايي چې دغه ډول سفرونه کولای شي د افغانانو ترمنځ مينه او محبت ډير کړي.

عصمت الله همت چې له خوست څخه باميان ته راغلی وايي چې باميان د «افغانستان جنت» دی. د هغه له پاره دا ډيره په زړه پورې ده چې په دغه ولایت کې ښځې هم د نارينه و په څير په فرهنګي او هنري پروګرامونو کې ګډون کوي او فعاله برخه په کې اخلي. هغه وايي: «زما پيغام نورو کورنيو ته دا دی چې په کال کې يو ځل باميان ته راشي او د دغه ولايت د ښکلو طبيعي منظرو، آب و هوا او امنيت څخه خوند واخلي.»

Afghanistan Versammlung für Toleranz und Frieden
په »وطندار» پروګرام کې ګډونوال ځوانانانځور: DW/A. Akrami

د باميان امنيت، سوله، د يوبل منل او کوربه توب، د وطندار د ګډونوالو پام ځان ته راړولی دی. رحمت الله صافی چې له ناامنه ولایت کندز څخه تللی وايي چې باميان د تمدن، فرهنګ او هنر سمبول دی. هغه زياته کړه: «ما له پاره د وياړ ځای دی چې باميان ته راغلی یم. د يووالي او هڅو څخه مې ډير څه زده کړل. زه ډير خوښ يم چې د افغانستان په دغې سيمه کې امن دی او اوسيدونکي يې د سولې او صميميت په فضا کې ژوند کوي.»

په  وطندار پروګرام کې د تياتر نندارې، موسيقي او د نڅا او اتڼونو په څير فرهنګي او هنري پروګرامونه شامل دي. د لرغونو او تاريخي ځايونو څخه ليدنه هم د دغو پروګرامونو يوه برخه ده. پرون جمعه د دغه پروګرام ګډونوال د باميان ولايت په زنانه باغ کې سره راټول شول او خپل پروګرامونه يې مخته يووړل.

له دايکندي ولایت څخه باميان ته راغلې نيک بخت دادفر وايي: «ډیر خوښ يم چې د خپلو پښتنو، تاجکو، هزاره او ازبيک وروڼو سره ګډ سفر کوم. زه د افغانستان د ښکلو او ليدونکو ځايونو له ليدلو خوند اخلم. هغې وويل کاش چې د افغانستان ټولې سيمې امن وي تر څو کورنۍ وشي کړای د چکر او ميلو له پاره هر ځای ته سفرونه وکړي.

باميان ته له ۱۶ ولايتونو څخه راغليو ځوانانو د خپل پروګرام په پای کې يو مطبوعاتي کنفرانس هم درلود. دوي په دغه کنفرانس کې د بندر امير د ۱۷ کيلومتره سړک او د شيبر تو هوايي ډګر د قيرولو، همدا ډول د لرغونو او تاريخي سيمو د حفاظت او بيارغونې او د کابل باميان په شمول د افغانستان د ټولو لويو لارو د امنيت د ټينګښت غوښتونکي شول.

یادو ځوانانو د افغانستان خلکو ته په خطاب کې وويل چې جګړو، ناامنيو، بدبختيو او تاوتريخوالو ته بس ووايي تر څو يوه ورځ د افغانستان ټولې سیمې د باميان په څير امن او سوليزې وي.