1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

وسلوالو په کابل کې د استخباراتو پر یوه روزنیز مرکز برید کړی

۱۳۹۷ مرداد ۲۵, پنجشنبه

د پنجشنبې په ورځ وسلوالو کسانو په کابل کې د استخباراتو پر یوه روزنیز مرکز برید کړی او د چارواکو په وینا په سیمه کې د ډزې لا هم روانې دي. تر دغه برید یوه ورځ وړاندې په کابل کې په یوه ځانمرګي برید کې ۳۴ کسان وژل شوي وو.

https://p.dw.com/p/33F3l
Afghanistan Selbstmord-Anschlag Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د برید په هکله وویل: «جګړه لا هم ادامه لري او سیمه د امنیتي ځواکونو له لوري کلابنده شوې ده.» د فرانس پرس خبر آژانس د خبر له مخي یوه بل افغان چارواکي چې غوښتل یې هویت یې پټ وساتل شي، د دې برید پخلی کړی.

د چارواکو په حواله یو شمیر وسلوالو کسانو د ملي امنیت روزنیز مرکز ته څیرمه د رغیدو په حال کې د یوې ودانۍ له داخل څخه د استخباراتو پر روزنیز مرکز ډزې پیل کړي دي. تر اوسه پورې د دې برید د مسوولیت په هکله د کومې وسلوالې ډلې لخوا څه نه دي ویل شوي.

په عین وخت کې د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې ځانګړي قطعات د پیښې سیمې ته رسیدلي.