1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

وسلوالو څلور ايراني ساتونکي وژلي دي

۱۴۰۰ مرداد ۲, شنبه

وسلوالو کسانو د ایران په سويل کې د دغه هیواد د انقلابي ځواکونو سره جګړه کړې او د هغوی څلور غړي يې وژلي دي. د ایران حکومتي خبري آژانس دغه پيښه تائيد کړې ده.

https://p.dw.com/p/3xz7N
Camp Ashraf
د آرشیف انځورانځور: STR/AFP/Getty Images

د اسوشتید پریس خبري آژانس د شنبې په ورځ د ایران حکومتي خبري آژانس ایرنا له قوله خبر ورکړ چې د وسلوالو یاغیانو او ایراني ساتونکو تر منځ دغه نښته د جمعې په شپه د سیستان او بلوچیستان ایالت په ګونيک ولسوالۍ کې شوې ده.

د پيښې ځای د ایران پلازمينه تهران ښار سويل لويديځ لور ته په ۱۲۵۰ کیلومترۍ فاصله کې پروت دی. دغه سیمه وخت ناوخت د ایراني ځواکونو او بلوچ اورپکو تر منځ د جګړو شاهده پاتې شوې ده.

دغه سیمه چې له افغانستان څخه د اپینو او هیرویینو د قاچاق یوه مهمه لاره ګڼل کيږي، د ایران امنيتي ځواکونه په کې د قاچاق وړنکو پر ضد مبارزه باندې هم بوخت دي.

ایراني ساتونکو په اپریل میاشت کې درې وسلوال په ډزو ووژل او په یاد ولایت کې يې د هغوی هستوګنځایونه هم له منځه ېوړل.