1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

«وسله والو طالبانو ۱۳ افغان امنیتي ځواکونه وژلي دي»

۱۳۹۷ مهر ۱۶, دوشنبه

افغان چارواکو ويلي دي چې په جوزجان کې د طالبانو په يوه برید کې ۱۳ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. طالبانو د برید مسئولیت منلی دی.

https://p.dw.com/p/369vm
Karte Afghanistan Provinz Jowzjan Englisch
انځور: DW

د آلمان خبري آژانس د جوزجان د ولایتي شورا مشر عبدالحئ حیات، له قوله لیکلي دي چې تیره شپه په دغه ولایت کې پر امنیتي پوستو باندې د دغه بريد په پایله کې۲۰ نور کسان هم وژل شوي دي.

د حیات، په خبره یاغیان له ګاونډیو ولایتونو فاریاب او سر پل څخه ورغلي ول. د طالبانو ویاند د ټویټر په یوه پیغام کې دغه برید منلی دی.

د یکشنبې په ورځ هم په فاریاب او میدان وردگ ولایتونو کې پر امنیتي پوستونو باندې د وسله والو طالبانو په بریدونو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

په افغانستان کې د پارلماني ټاکنو په درشل کې طالبانو پر افغان امنیتي ځواکونو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.