وسله والو طالبانو پر فراه يرغل کړی دی
۱۳۹۸ شهریور ۱۵, جمعهد فراه والي محمد شعيب ثابت ويلي دي چي د جمعې په ورځ سهار په دې يرغل کي تر اوسه پوري د تلفاتو په اړه معلومات نه سته او پر ياغيانو هوايي بريدونه سوي دي.
يوه ځايي اوسېدونکي شمس نورزي ويلي دي چي وسله والو طالبانو د فراه ولايت د پوليسو مرکز ته نژدې د پوځ د استخدام مرکز نيولي او اور يې ور اچولی دی.
هغه ويلي دي چي ټول دوکانونه تړل سوي دي او ځيني خلک د تېښتي په حال کي دي.
دا په يوه اوونۍ کي پر دريم ښار باندي د وسله والو طالبان يرغل وو. تيره اوونۍ پر کندز او بغلان باندي يرغلونه سوي ول.
وسله والو طالبانو په داسي حال کي د ځينو ولايتونو پر مرکزونو او په کابل کي چاودنو ته زور ورکړی دی چي د افغانستان د سولي له پاره د امريکا متحده ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد څه ورځي مخکي وويل چي دوی له وسله والو طالبانو سره د افغانستان د سولي له پاره په »اصولو کي« موافقې ته رسېدلي دي.
(N.Z/S.R(AP