په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین
۱۳۹۸ فروردین ۱۲, دوشنبهد واکسین په اوسني پروګرام کې بامیان، دایکندي او غور ولایتونه د یخنۍ له کبله نه دي شامل کړل شوي. د افغانستان د عامې روغتیا وزیر ویلي دي چې تیر کال کور په کور د واکسین د تطبیق کمپاین د دولت د مخالفنیو له لوري ودرول شو چې په پایله کې یې د کندهار، هلمند، روزګان او زابل په ۲۲ ولسوالیو کې ماشومان د ګوزڼ له واکسینه محرومه شول.
د فیروز په خبره شا او ۹۰۰ زره ماشومان په دغو ولایتونو کې نه دي واکسین شوي. د هغه په خبره په همدې وجه يې تیرکال په افغانستان کې د ګوزڼ ۱۲ پيښې ثبت کړي دي.
خو د عامې روغتیا وزیر وویل چې د نړیوالې ټولنې، علماوو او روغتیا وزارت په هڅو اوس یاد وزارت له طالبانو سره توافق ته رسیدلی دی. د دغه توافق پر اساس سږکال به د پولیو واکسین کور په کور نه، بلکې کلي په کلي به تطبیق شي او طالبانو له دې ډول سره موافقه کړې ده.
د فیروز په خبره د هغو ماشومانو شمیر چې د ګوزڼ له واکسینه بې برخې پاتې دي له ۹۰۰ زرو څخه به۲۰۰ زرو ته راټیټ شي. هغه زیاته کړه چې د دغه توافق په پایله کې به هغه ۷۰۰ زره ماشومان چې تیرکال له واکسینه پاتې ول، سږکال به واکسین شي. د عامې روغتیا وزیر دا هم وویل چې د روانې میاشتې تر پايه پورې به دغه ۲۰۰ زره ماشومان هم واکسین شي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ارقامو له مخې ۶۰ زره ماشومان په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې د ګوزڼ له واکسینه محرومه دي. د عامې روغتیا وزیر وویل چې دغه ماشومان له واکسینه محرومه دي او د دولت مخالفین «اصلا» د لاس رسي او واکسین اجازه نه ورکوي. هغه د مخالفینو په مخاطب کولو سره وویل: «د عامې روغتيا وزارت یو غیر سیاسي سکتوري وزارت دی چې ټولو باید صحي خدمات وړاندې کړي.»
ښاغلي فیروز وویل چې کابو په ټوله نړۍ کې پولیو یا د ګوزڼ پيښې له منځه تللي دي او یوازې افغانستان او پاکستان د دغې ناروغۍ د پيښو شاهدان دي. هغه وویل چې په روان کال کې تر اوسه د ګوزڼ درې پيښې (دوې په کندهار او یوه په روزګان کې) ثبت شوي دي.
زموږ له آرشیف څخه: