ورکه شوې آلمانۍ څرنکه د سیند پر ځای په خپل کور کې وموندل شوه
۱۳۹۸ مرداد ۲۱, دوشنبههر څه هغه وخته پیل شول چې یوې نجلې د جمعې په ورځ د خپل ګرځنده تلیفون د موندلو له پاره ځان د «دنوبي سیند» ته وغورځاوه. په سیمه کې حاضرو خلکو هغه تر دې وروسته و نه لیده او په دې فکر شول چې دغه ۳۱ کلنه نجلۍ ډوبه شوې. دې کسانو پولیسو ته تلیفون وکړ چې پولیسو هم سیمې ته تر رسیدو وروسته د دې نجلۍ د موندلو پراخ عملیات پیل کړل.
ژغورونکو ډلو په ساعتونو د بایرن د «نوی اولم» ښار ته نزدې د «دنوبي سیند» بیلابیلې برخې ولټولې. د هغې د موندلو له پاره له څرخي الوتکو، سونار کښتیو او غوټه وهونکو لامبوبازانو څخه کار واخیستل شو. چارواکي د یکشنبې ورځې تر سهاره پورې په اوبو کې د نجلۍ په موندلو ونه توانیدل.
خو بیا وروسته نجلۍ روغ رمټه وموندل شوه: په سیند کې نه، بلکي په خپل کور کې. د پولیسو په حواله کله چې نجلۍ ځان اوبو ته غورځولی وو، نو بیا پخپله توانیدلې وه چې ځان د سیند څنډې ته ورسوي او له هغه ځايه بیا خپل کور ته تللې وه. له دې کبله چې د هغې تلیفون لا وختي په اوبو کې غورځیدلی وو، نو څوک نه وو توانیدلي چې هغه د تیلفون له لارې و مومي.
پولیسو ویلي دي چې ښايي دغه نجلۍ له سزا سره مخامخ شي، ځکه له اوبو څخه تر وتلو وروسته یې پولیس نه وو خبر کړي. که څه هم پولیسو د نجلۍ د موندلو له پاره پراخ عملیات پیل کړي وو، خو بیا هم د هغې تلیفون له اوبو نه دی را ایستل شوی او پولیس وایي چې هغه لا هم د «دنوبي سیند» په کومه برخه کې تر اوبو لاندې پروت دی.
(ms/nz (Chase Winter