1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

وروستۍ نظر پوښتنه کلنتن مخکي ښيي

۱۳۹۵ آبان ۱۸, سه‌شنبه

په امریکا کې وروستۍ نظر پوښتنې ښيي چې هیلري کلنتن تر دونالد ترمپ یو څه مخکې ده. دواړو کاندیدانو د ټاکنیز کمپاین په وروستۍ ورځ په غونډو کې گډون وکړ. تر ټاکنو مخکي لا تر۴۰ میلیونو زیاتو کسانو خپله رای ورکړې ده.

https://p.dw.com/p/2SJjP
Bildkombo Hillary Clinton und Donald Trump
انځور: Reuters/R. Cook/C. Keane

د امریکا متحدو ایالاتو د نیو همپشایر په ډیکسویل نوچ کې، له معمول سره سم د شپې په نيمايي يعني د منځنۍ اروپا پر وخت د سهار پر ۶ بجو ټاکني پېل شوې. په پام کې ده چې په ټول امریکا متحدو ايالاتو کې به نن د سه شنبې په ورځ د سهار له شپږو او اوو بجو څخه د رای ورکولو مرکزونه پرانیستل شي.

په امریکا متحدو ايالاتو کې د سه شنبې په ورځ د رای ورکولو د لومړني مرکز تر پرانیستل کیدو دمخه تر سره شوې نظر پوښتنه ښي چې هیلري کلنتن له خپل سیال دونالد ترمپ څخه لږ مخکې ده. دواړو کاندیدانو د دغه هیواد د بېلابېلو ایالاتونو په غونډو کې گډون وکړ چې د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.

د «ریئل کلیر پولېټکس» له لوري په ټول هیواد کې د تر سره شوي نظر پوښتني اوسط ښيي چې کلنتن تر دونالد ترمپ په ډیر کم توپیر یعنې ۳،۵ سلنه مخکې ده. په دغو ټاکنو کې د کلنتن او ترمپ تر څنگ د لیبرترین کاندید گیري جانسن او د زرغون گوند جیل ستاین هم برخه لري.

د اکانومېسټ – یو گو، سروې چې له ۳۰۰۰ احتمالي رای ورکوونکو څخه پکښې پوښتنې شوي ښيي چې کلنتن ۴۵ سلنه او ترمپ ۴۱ سلنه د ټاکنو گټلو چانس لري، خو له دغې سروې سره البته د ۱،۷ سلنه د تیروتنې، مثبت او یا منفي امکان په نظر کې نیول شوی دی.

هیلري کلنتن د پېنسلوانیا ایالت په فیلادیلپیا کې تیره شپه په یوې ستري غونډي کې گډون وکړ چې د ښاري اطفایې د څانگې په وینا ۳۳۰۰۰ کسانو پکښې گډون کړی وو. د کلنتن تر څنگ په دغه غونډه کې د هغې خاوند بېل کلنتن (د متحدو ایالاتو پخوانی ولسمشر) همداشان د متحدو ایالاتو اوسني ولسمشر بارک اوباما او لومړۍ مېرمنې میشایل اوباما هم گډون درلود.

ترمپ هم په اصطلاح په وروستۍ دقیقه کې د خپل ملاتړ له پاره د دوشنبې په ورځ په چټکۍ سره له فلوریډا څخه د شمالي کارولینا، نیو همپشایر، پېنسلوانیا او میشگن پر سیمو ته راوگرځید.

تر ټاکنو مخکې په بې سارې توگه رايي

سږ کال په بې سارې توگه ځينو امریکايانو هغه که په هیواد کې، که تر هيواد دباندي او یا آن په فضا کې دي مخکې له مخکې د خپلې رای ورکولو له اقداماتو څخه گټه اخيستې ده.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د معلوماتو له مخې ۴۳.۲ میلیونه کسانو د پوستې او یا هم د سه شنبې د ورځې د ټاکنو تر مخه د رای ورکولو په مرکزونو کې خپلې رای کارولي دي. زیاته شوې ده چې ښایي دغه شمیر آن تر۵۰ میلیونو پورې ورسیږي. دغه بې ساری گام په ۲۳ ایالتونو او د کولمبیا په ولسوالۍ کې رپوټ شوی دی.

ناسا یا د امریکا متحدو ایالاتو د فضايي څیړونو ادارې ویلي دي چې امریکایي فضا نورد اس کیمبرو، له نړیوال فضایي مرکز څخه خپله رای کارولې ده. خو په دې هکله هیڅ څه نه دي ویل شوي چې هغه خپله رای چاته ورکړه. له ۱۹۹۷م کال راهیسې امریکایي هوا نوردان کولای شي چې خپلې رایې وکاروي.

په پام کې ده چې د امريکا متحدو ایالاتو په ختیځ ساحل کې به د رای ورکولو مرکزونه د ماښام پر اووه بجو چې د منځنۍ اروپا په وخت د شپې ۱۱ بجې کیږي وتړل شي.

اړوند مطالب: