1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشير: په ټوله ولسوالي کي يو کلينيک نه لرو

۱۳۹۰ تیر ۱۳, دوشنبه

د هلمند ولايت د واشير ولسوالي چي شاوخوا څلوركاله ددولت له وسلوالو مخاليفينوسره وه، يوه مياشت مخکي افغان امنتي ځواكونو د يولړعملياتو پرمهال بيرته له طالبانوڅخه ونيوله.

https://p.dw.com/p/11oQO
واشير په روغتيايي برخه کي د هلمند تر ټولو شا ته پاته ولسوالي ده
واشير په روغتيايي برخه کي د هلمند تر ټولو شا ته پاته ولسوالي دهانځور: Karlos Zurutuza

ددې ولسوالۍ اوسيدونكي په خپله سيمه كي د امنيت ټينګولو ترڅنګ د بيارغوني كارونو غوښتنه كوي او وايي چي، له دولت سره هرډول مرستي ته تياردي.

د حيدالله په نوم يوتن ځوان وايي چي په سيمه كي د روغتيايي مركزونو ترڅنګ د ژوندانه هيڅ ډول اسانتياوي نه لري.

دده په وينا، لښكرګاه ته دلاري پرسر ماينونه ځاى پرځاى سوی او د ناروغانو د انتقال پر مهال له سختو ستونزو سره مخامخ وي او ډیری داسي سوي چي ناروغ يې په ولسوالۍ کي ساه ورکړې وي.

د حاجي نورمحمد په نوم يوبل سپين ږري په سيمه كي دويچه ويله ته وويل چي، ټوله كاريزونه يي بنددي، اوبه نسته د كرهڼي برخه يې د 15 كلونو راهسي زيانمنه سوې، د څښاك اوبه نه لري چي له همدي امله يي د خلكو ژوند نيمګړى دی.

دی وايي چي د واشيرولسوالۍ د اوبو لګولو ټول سيستم څاګاني دی، نوځكه د واشير اوسيدونكي په څاګانو كي د اوبو غوښتنه كوي.

د نورمحمد په وينا، د دولت په وړاندي هيڅ ډول ستونزي نسته طالبان ددوى له سيمي څخه تللي دي. دولت ته پكار ده چي له موقع څخه په استفاده كار وكړي.

واشير ولسوالۍ ته ټاكل سوی نوی ولسوال محمد داود نورزی وايي چي، له هغه ورځي چي دا ولسوالي ددولت له مخاليفينو څخه نيول سوې له ځايي قومي مشرانو سره يې په بېلابېلو كليو كي شوراگاني جوړكړي دي.

د هغه په خبره ددې شوراگانو له لاري يې د هغوى غوښتني اوريدلي او ډير ژر به د نورو ولسواليو په شان په واشير كي هم كارونه پيل كړي.

ولسوال محمد داود نورزی وايي چي، له ځايي اوسيدونكو سره يې د كاريزونو، ښونځيو او كيلينيكونو د جوړلو په پلانونو بوخت دي چي په نږدې وختوكي به يي كارونه پيل سي او د سيمي ټولو بيكاره ځوانانو ته به د كار زمينه برابره سي.

د ولسوال په وينا، اوسمهال يي د ولسوالۍ شاخوا ۳۲ كيلومتره سيمه چي ۱۳ كاريزونه پكښي سته، د دولت له مخاليفينو څخه پاكي كړي دي او نورو سيمو ته به هم له جوړ سوي پلان سره سم عمليات وغځوي.

د وا شير ولسوالي د هلمند له مرکز لښكرګاه په شمال لوديځ شاخوا ۸۰ كيلومترۍ كي موقعت لري.

مختبي محمدي/ لښکرگاه

کتونکی: نجيب الله زيارمل