1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګټن: ايرانۍ کښتۍ «ګريس ۱» دې نه آزادیږي

۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبه

ايرانۍ تېل وړونکې کښتۍ «ګرېس ۱» لا تر اوسه په جبل طارق کي ده. خو د هغه ځای چارواکو د کښتۍ د پرېښودلو امر وکړ چي واشنګټن يې په غوسه کړی دی.

https://p.dw.com/p/3O3J7
Supertanker «Grace 1» liegt vor Gibraltar
انځور: AFP/J. Guerrero

د جبل طارق چارواکو د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۷مه) د ايران د تېل وړونکي کښتۍ »ګريس ۱« د خوشي کولو امر وکړ. واشنګټن له دغې پرېکړي ناخوښه دی او د دغې کښتۍ د ضبطولو غوښتنه يې کړې ده.

د ستري تېل وړونکي کښتۍ د ضبطولو غوښتنه په واشنګټن کي يوې فدرالي محکمې کړې ده. د دغې غوښتنې په استدلال کي تور لګول سوی چي ګواکي دغې ايرانۍ کښتۍ د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د لګول سوو بنديزونو، د تورو پيسو د سپينولو د اصولو او د ترهګرۍ ضد قواعدو په ضد يې عمل کړی دی. دا لا نه ده روښانه چي د امريکايي محکمې دغه غوښتنه به پر ايرانۍ کښتۍ »ګرېس ۱« څه اغيز ولري.

جبل طارق له بريتانيې څخه دباندي د هسپانيې پر ساحل واقع هغه سيمه ده، چي د بريتانيې ملکيت ده او پکښي د بريتانيې د سمندري پوځ لوی واحدونه مستقر دي. په جبل طارق يا ګبرالتار کي د بريتانيې تر ټولو لويي محکمې د پنجشنبې په ورځ د دې پخلی کړی وو چي د ايران تېل وړونکې کښتۍ دي خوشي کړل سي. د بريتانيې د بهرنيو چارو وزارت پر دې ټينګار کړی وو چي البته ايران بايد پر خپل تضمين ټينګ پاته سي او دغه کښتۍ او پکښي بار تېل دي سوريې ته نه وړي. د بريتانوي وزارت په وينا که ايران داسي وکړي نو دا به د اروپايي اتحاديې د بنديزونو څخه سرغړونه وي.

نامکمله عمله

د »مارين ترېفيک« په نوم انټرنټي پاڼي د معلوماتو له مخي د »ګرېس ۱« کښتۍ لا تر اوسه پوري د جبل طارق ساحل ته نژدې موجوده ده. د جبل طارق يوې ورځپاڼې بيا په خپل يو رپوټ کي ليکلي چي دغه کښتۍ د يو نوي کپتان او عملې د رارسېدو په انتظار ده. ورځپاڼې د دغې کښتۍ د کپتان د وکيل له وينا ليکلي دي چي دغه کپتان غوښتنه کړې چي دنده يې بل کپتان ته وسپارله سي.

د جبل طارق چارواکو او د بريتانيې بحري ځواکونو دغه کښتۍ چي ورباندي د پاناما هيواد بيرغ رپېدلی، د روان مېلادي کال د جولای په مياشت کي ونيوله. بريتانوي چارواکو د دغې کښتۍ د نيونې په استدلال کي ويلي ول چي پر دغه تېل وړونکي کښتۍ شک دی چي په غيرقانوني توګه يې سوريې ته تېل وړل. دې اقدام د ايران او لوېديځو هيوادونو تر منځ اړيکي لا زښتي تر فشار لاندي راوستلې او ايران په جواب کي د »ستېنا ايمپېرو« په نوم يو کښتۍ د فارس په خليج کي ونيوله.

د سپاه پاسداران انقلاب عمليات

د واشنګټن کومې محکمې چي د »ګرېس ۱« او پکښي بار نفتو د ضبطولو غوښتنه کړې ده، د هغې «پوست بکسي» شرکت د نژدې يو مليون سرمايې د ضبطولو غوښتنه هم کړې ده چي د يادي کښتۍ سره په اړيکو لرلو تورن سوی دی. په واشنګټن کي څارنوال يادي محکمې ته ويلي چي »ګرېس ۱« د ايران د سپاه پاسداران انقلاب د هغه پلان برخه ده، چي له مخي يې ايران سوريې ته ممنوعه اکمالات رسوي. د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر دونلد ترمپ، د روان مېلادي کال په اپريل مياشت کي د سپاه پاسداران انقلاب ايرانۍ وسله واله ډله د ترهګرو په ليسټ کي شامله کړې وه.

د دې تر څنګ د امریکا متحده ايالاتو د ايران پر ضد سخت بنديزونه لګولي دي، چي په ترڅ کي يې په زياته اندازه د ايران د تيلو سکتور دی. دا هغه سکتور دی چي د ايران د اقتصاد له پاره تر ټولو مهم بلل کيږي.

aa/ms (afp, dpa, rtr)