1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واشنګتن او ماسکو د ستراتيژيکي وسلو د کمولو لپاره موافقي ته ورسيدل

۱۳۸۹ فروردین ۷, شنبه

په نړي کې تقريبا 90 په سلو کې اتومي وسلې په امريکا متحده ايالتونو او روسيه کي دي.

https://p.dw.com/p/Mfg4
د امريکي متحده ايالتونو او روسيي ولسمشران
د امريکي متحده ايالتونو او روسيي ولسمشرانانځور: AP

د يوې ټليفوني اړيکي د لارې د متحده ايالتونو ولسمشر بارک اوباما او د هغه روسي همتا دميتري مدوېديف د جمعې په سهار د تړون په سر وروستي جزييات روښانه کړل او موافقه يې پرې وکړه. دغه د بې وسلې کولو تړون به د اپريل په ۸مه نېټه په پراګ کې لاسليکيږي، يعنې څه د پاسه يو کال وروسته له هغې چې اوباما د چک جمهوريت په پلازمېنه کې له اتومي وسلو د يوې پاکې نړۍ انځور تشريح کړي و.

اوباما په دې ډول له تقريبا دوو لسيزو راهيسې تر ټولو هر اړخيز د بې وسلې کولو د يو تړون د رامنځته کېدو دعوه کولاي شي چې دي پخپله په دې اړه وايي: «ډېره حوصله او ډېر زغم يې وغوښت، خو موږ هيڅکله د هغه امکان نه و رد کړي»

په مشخص ډول روسيې او د امريکا متحدو ايالتونو موافقه کړې ده چې استعمال ته چمتو د وړونکو سيستمونو شمېر، يعنې د توغنديو، بمونو او اوبتلو تعداد به هر يو 700 ته راکموي. سربېره پر دې د اتومي خوليو شمېرهم تر1550 پورې محدودویږي.

په نړي کې تقريبا 90 په سلو کې اتومي وسلې له دغو دواړو هېوادونو سره دي.

د متحده آيالتونو د بهرنيو چارو وزيره هيلري کلينټن وايي چې له سړې جګړې وروسته ورته نور هيڅ اړتيا نه ليدل کيږي:

« موږ داسې پراخو مهماتو ته اړتيا نه لرو د دې لپاره چې خپل ځان او زموږ ملګري زموږ د وخت له تر ټولو سترو خطرونو څخه وژغورو، هغه اتومي وسلې جوړول او تروريزم دي».

سربېره پر دې د اتومي خوليو شمېرهم تر1550 پورې محدودویږي
سربېره پر دې د اتومي خوليو شمېرهم تر1550 پورې محدودویږيانځور: AP

په دوو مهمو ټکو کې ښايي چې امريکايانو خپل دريځ په روسانو باندې منلي وي: لکه څنګه چې د متحده ايالتونو د دفاع وزير رابرت ګيټس وويل، په دغه تړون کي به په اروپا کې د امريکايانو د توغنديو دفاعي سيستم پورې غرض ونه لري. خو په يو اضافي سند کې روسانو خبرداري ورکړي چې دې تړون ته به شا اړوي که جوته شي، چې د امريکې د توغنديو پلانونه د هغوي امنيت ته ګواښ پېښوي. تر پايه پورې په دې مسالو باندې توند بحثونه وشول. سربېره پر دې امريکايانو دا شرط هم درلود چې دواړه لوري دې يو بل ته د توغنديو د ازموينو په اړه خبر هم ورکوي.

د دغه تړون په واسطه متحده ايالتونه او روسيه يو څرګند پيغام لري، چې په اړه يې ولسمشر اوباما وايي: «يوه اغېزمنه همکاري هم د امريکا د متحده ايالتونو او روسيې او هم د نړۍ د امنيت او همدا راز دسمسورتيا په ګټه ده.»

تقريبا د يو کال په اوږدو کې د ستارت د ورپسې تړون په هکله خبرې اترې شوې وي. د ستارت تړون د تېر کال په دسامبر کې حتي زوړ شوي و، پرته له دې چې دواړه لوري په جزياتو کې سره جوړ راشي.

نوي تړون اوس لس کاله چليږي. د بارک اوباما لپاره دا تړون د بهرني سياست په برخه کي تر ټولو مهم برياليتوب دي. خو له لاسليک کېدو وروسته بايد د دواړو هېوادونو پارلمانونه هم تړون تصويب کړي. دا خبره به ښايي چې د امريکې له اړخه يو څه وخت ونيسي. ځکه چې ډېر احتمالي نه بلل کيږي چې په واشنګټن کې به سنا په نومبر کې د کانګرس له ټاکنو وړاندې پرې سر وګروي.

مارک والد نيکوله/ نسيم صابر

کتونکي: عبدالباري حکيم