1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

واروفاکيس د اکثريت «نه» رايو باوجوده استعفا وکړه

احمدولي اڅکزی / آژانسونه۱۳۹۴ تیر ۱۵, دوشنبه

د يونان ولس د قرضه ورکونکو د شرايطو او غوښتنو پر ضد اکثريت رايه ورکړه خو د مالي چارو وزير يې بيا هم استعفا وکړه د يورو ساحې او اروپايي اتحاديې مشران په سلامشورو بوخت دي.

https://p.dw.com/p/1FtCt
انځور: Reuters/A. Konstantinidis

د کيڼ اړخه ګوند سيريڅا په مشرۍ د يونان ائتلافي حکومت پر يوناني ولس ږغ کړی ؤ چي د قرضه ورکونکو غوښتنو ته دي د «نه» رايه ورکړي.

د يکشنبې د ورځي (د ۲۰۱۵م کال د جولای ۵مه نېټه) په ولسپوښتنه يا رېفرانډم کي د رايه اچونکو ۶۲ فيصدو د «نه» او ۳۹ فيصدو يې د «هو» رايي واچولې. په دې توګه سره د يونان اکثريت رايه اچونکو د لومړي وزير الېکسيس څيپراس او د مالي چارو د وزير يانيس واروفاکيس سپارښتني ته مثبت جواب ووايه.

اروپايي اتحاديه، اروپايي مرکزي بانک او نړۍ وال وجهي صندوق هغه درې قرضه ورکونکي دي چي تر مخه يې لا د يونان سره د مالي مرستو دوه پروګرامونه جوړ کړي ول. دغو قرضه ورکونکو و يونان ته د نوو قرضو ورکولو له پاره يو شمېر غوښتني او شرايط وړاندي کړي ول.

«د ډيموکراسۍ بريا»

خو د يونان د حکومت سره پر دغو شرايطو توافق رامنځ ته نه سو او د مالي مرستو دويم پروګرام د جون مياشتي په دېرشمه نېټه بېله دې چي تمديد سي پای ته ورسېد. دا په داسي حال کي چي په دغه نېټه يونان بايد چي نړۍ وال وجهي صندوق ته د قرضو د بېرته ادا کولو د قسط په توګه ۱،۶ مليٍارده ډالره ورکړي وای. خو يونان دغه قسط ادا نه کړ او لومړي وزير الېکسيس څيپراس اعلان وکړ چي د قرضه ورکونکو د غوښتنو په تړاو به ولسپوښتنه تر سره کړي.

لومړي وزير الېکسيس څيپراس د ولسپوښتني د نتايجو د معلومېدو وروسته په خپله ټويټر وېبپاڼه کي وليکل: «موږ نن د ډيموکراسۍ د بريا لمانځنه کوو. سبا به موږ و يو تړون ته د رسېدو له پاره خپلو ملي هلو ځلو ته ادامه ورکړو.»

Griechenland Referendum Freude in Athen OXI
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

د مالي چارو وزیر يانيس واروفاکيس پر انټرنټ خپل يو پيغام خپور کړ چي د يونان د ولسپوښتني نتايج د يوې داسي يورو ساحې د مفکورې پلوي کوي، چيري چي ټولنيز عدالت او سوکالي د ټولو اروپايانو تر منځ مشترکه وي. خو واروفاکيس وروسته خپله استعفا هم اعلان کړه. دا د هغه باوجوده چي د ولسپوښتني نتايج د ده د هيلو او سپارښتنو سره سم ول.

«يوه بې سارې ورځ»

واروفاکيس پر خپله ټويټر وېبپاڼه وليکل چي « د جولای ۵مه به په تاريخ کي د يوې بې ساري ورځ په توګه پاته سي. دا هغه ورځ ده چي يو کوچنی اروپايي ولس د قرضو د زنځيرونو پر ضد راپورته سو.» هغه د خپلې استعفا په توجيه کي ليکلي چي د لومړي وزير په آند يو «ګټور کار» به وي.

نوموړي زياته کړې: «زموږ کيڼ اړخه زده دي چي په اجتماعي توګه فعاليت وکړو او د چوکۍ د امتيازاتو فکر ونه کړو.» واروفاکيس ويلي چي د دې وروسته به هم د لومړي وزير او د مالي چارو د نوي وزير څخه خپله همکاري ونه سپموي.

اروپايي مرکزي بانک د دوشنبې په ورځ غونډه لري چي د يوناني بانکونو سره د روانو مرستو په تړاو غور و فکر وکړي. د دغه بانک د مرستو له کبله يوناني بانکونه په دې وتوانېدل چي د يونانيانو له خوا د زياتو پيسو د ايستلو باوجوده فعاله پاته سي.

د آلمان لومړي وزيري انګېلا مېرکل د يکشنبې په ورځ لا د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند سره د يونان د ولسپوښتني د نتايجو په تړاو تليفوني خبري وکړې. ياد دواړه مشران غواړي چي د دوشنبې په ورځ پر دې موضوع په پاريس کي خبري وکړي.

«د پښېمانۍ ډک عواقب»

د يورو ساحې رئيس ږيرون ديسلبليوم ويلي چي د يونان د ولسپوښتني نتايج به د دغه هيواد له پاره «د پښېمانۍ څخه ډک عواقب ولري.» د اروپايي کميسيون رئيس ژان کلاوډې يُنکر ويلي چي د دغي ولسپوښتني په نتايجو يې ځان خبر کړی او دا چي ورته احترام لري.

نوموړي زياته کړې چي دی به «د اروپايي اتحاديې د نورو ۱۸ غړو هيوادونو د په ډيموکراټيکه توګه ټاکل سوو مشرانو او د اروپايي اتحاديې د مشرانو سره مشورې وکړي.»

د يورو پولي واحد د ساحې مشرانو د سه شنبې د ورځي له پاره غونډه رابللې ده چي پکښي د يونان د ولسپوښتني د نتيجې په هکله به سلامشورې وسي.