1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

هندوستان کې جعلي ډاکټر لسګونه کسان په ايچ آی وي اخته کړي

۱۳۹۶ بهمن ۱۹, پنجشنبه

د هندوستان په شمال کې پولیسو په ایچ آی وي ويروس باندې د لسګونو کسانو د اخته کولو په تور یو جعلي ډاکټر نیولی دی. دغه څه په هندوستان کې د روغتیا د فلج شوي سیستم د بربنډولو تر ټولو تازه پیښه ده.

https://p.dw.com/p/2sJQa
Symbolbild - Doping
انځور: picture-alliance/dpa

د هندوستان په شمال د اترپردیش په ایالت کې یوه ناثبت شوي ډاکټر باندې تور پورې شوی چې هغه ۴۶ کسان په ایچ آی وي ویروس اخته کړي. دا هغه ويروس دی چي ورڅخه د ايډز وژونکې او ساري ناروغي رامنځ ته کيږي. پر نوموړي تور دی چې یوازې یوه پیچکارۍ یې د کابو یوه کال له پاره کارولې ده.

د ايچ آی وي ويروس له کبله ايډز رامنځ ته کيږي چي تر اوسه يې هيڅ علاج نشته او دغه ناروغي وژونکې ده. دغه ويروس د طبي سامان آلاتو لکه پيچکارۍ، د غاښو د ډاکټرۍ د سامان او په همدې راز د پاکي چاړو د بيا بيا استعمال له کبله له يو انسان څخه و بل انسان ته سرايت کوي. ياد ويروس د غېر محفوظو جنسي اړيکو نيولو له لاري هم له يو انسان څخه بل انسان ته انتقاليږي.

د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ ۷مه نېټه) پولیسو د راجندرا کومار یادف په نامه یو کس نیولی. دغه کس د اترپردیش ایالت په اناو ولسوالۍ کې بې وزله کلیوالو ته کور په کور ارزانه روغتیايي خدمات وړاندې کول. د دغه نیول شوي کس پر وړاندې په محکمه کې شکایت هم ثبت شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې په هندوستان کې غیرمسلکي ډاکټران د مسلکي ډاکټرانو د نه شتون او د درملنې د لوړو بیو له امله رشد کوي. د هندوستان د روغتیا ټولنه وړاندوینه کوي چې په دې هیواد کې کابو نیمايي هغه کسان چې روغتیايي خدمات وړاندې کوي، دوی رسمي مسلکي روزنه نه ده لیدلې.

د اناو د سیمې د روغتیا د ادارې مشر اس پي چودري په دې هکله ویلي چې: «ټول دغه ۴۶ پیښې زموږ د ولسوالۍ د یوې خاصې سیمې دي. له دې امله موږ پریکړه وکړه چې دغه موضوع لا پسې وپلټو.» چودري همدا راز زیاته کړې: «کله مو له دې ناروغانو وپوښتل چې آیا کله مو مشترکه پیچکارۍ کارولې، نو له دوی څخه ځینو موږ ته د یوه ډاکټر په هکله معلومات راکړل چې د خپلو ټولو ناروغانو له پاره یوازې یوه پیچکارۍ کاروي.»

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۴م کال کې هندوستان د شاوخوا ۱،۲ میلیارده نفوس په لرلو سره د خپل داخلي خالص عوایدو یوازې ۱،۴ سلنه په روغتیايي سکتور مصرف کړی کوم چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو کمې پیسې دي. د هندوستان په پرتله چین چې خورا ډیر داخلي خالص عواید لري، بیا د روغتیا په سکتور کې ۳،۱ سلنه پانګونه کړې.

نړۍ د ایډز په منګولو کې، انځوریز رپوټ زموږ له ارشیف څخه: