1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان پر پاکستان خپلې اوبه بندوي

۱۳۹۷ اسفند ۳, جمعه

هندوستان وايي چې د تیرې اونۍ په ترڅ کې د هند پر نیمه پوځيانو باندې د مرګوني برید د مجازات له پاره د پاکستان تر ولکې لاندې کمشیر باندې د خپلې برخې د اوبو مخه نیسي. په هندي کشمیر کې یوه ځانمرګي برید ۴۰ هندي سرتیري ووژل.

https://p.dw.com/p/3Dptb
Indien Pakistan Kashmir trockener Indus River
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/PPI

څو ورځي وړاندي د هند تر ولکې لاندې کشمیر کې یوه ځانمرګي برید د هندوستان د نیمه پوځيانو۴۰ سرتیري ووژل او یو شمیر نور یې ټپیان کړل. د دغه برید مسئولیت پاکستان میشتې جیش محمد ترهګري ډلې پرغاړه واخیست.

هندوستان تر دغه خونړي ځانمرګي برید وروسته توند غبرګون وښود او ژمنه یې وکړه چې د پاکستان د انزوا له پاره به له ټولو دپلوماتیکو لارو کار واخلي.

تر دغه برید څو ورځې وروسته اوس هندوستان ویلي دي چې د پاکستان تر ولکې لاندي کشمیر باندي د خپلو اوبو د بهیدو مخنیوی کوي.

هندوستان ویلي دي چې د دوی پر نيمه پوځيانو باندې تر برید وروسته د پاکستان د مجازات په موخه پر یوه داسې سیند د اوبو بند جوړوي چې اوبه یې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته بهیږي.

د هندوستان د اوبو د منابعو وزیر نیتین ګادکاري وايي چې هيواد به يې پر درو سیندونو باندې د خپلې حصې نه استفاده کیدونکو اوبو کنترول پیل کړي، څو د هندوستان له ایالتونو سره مرسته وشي.

پاکستان چې تر۲۰۰ میلیونو ډیر نفوس لري، ډیر وګړي یې په زراعت بوخت دي. پاکستان ویره لري چې ګاونډی رقیب هیواد هندوستان به يې په۱۹۶۰م کال کې د ملګرو ملتونو په منځګړتوب د اندس د اوبو پر سره شوی تړون په خطر کې واچوي.

Karte Indus Wassersystem englisch

په دغه تړون کې پاکستان ته د هندوستان د درو سیندونو د اوبو د بهیدو پر نه مخنیوي باندې هوکړه شوې وه. دغه اوبه له هندوستان څخه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر ته او بیا وروسته د پاکستان نورو سیمو ته بهیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په اټومي وسلو سمبال د دواړو هیوادونو ترمنځ له ۱۹۴۷م کال راهیسې پر درو جګړو سربیره، دغه تړون بیا هم پر خپل ځای پاته دی او عملي کیږي.