1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان خپل غريب وگړي مړوي

هما ناصري (دويچه ويله)۱۳۹۲ شهریور ۵, سه‌شنبه

د هندوستان پارلمان د خپلو غریبو وګړو له پاره د ۱۳.۸ميليارده يورو طرحه تصويب کړه. دغه لايحه د دې له پاره تائید سوې ده چي وکولا سي په ټولنه کي د فقر او بې وزلۍ کچه را کښته کړي.

https://p.dw.com/p/19XW8
Indian children stand to receive a free midday meal at a government school in Hyderabad, India, Thursday, Feb. 28, 2013. Finance Minister Palaniappan Chidambaram has unveiled the national budget with a promise to set Asia’s third largest economy back on a path of high growth and to check runaway inflation and the fiscal deficit. With the country headed for general elections in 2014, government spending on costly social programs was projected to go up substantially. The budget has assigned 100 billion rupees for an ambitious food security program, which will provide subsidized food to the poor. (AP Photo/Mahesh Kumar A.)
Indien Essen Verteilgung an Arme in Hyderabadانځور: picture-alliance/AP

د هندوستان پارلمان د دوشنبې په ورځ تر يوه اوږده بحث وروسته یوه داسي لایحه تصويب کړه چي له مخي يې د دغه هيواد د ۱،۲ ميليارد نفوس دوې پر دريمي برخي ته ارزانه خوراکي مواد ورکړي.

هندوستان يو له هغو هیوانو څخه دی چی ډیر خوارکي مواد تولیدوي او اقتصاد يې هم مخ پر وده روان دی خو بیا هم د نړۍ ۱۵سلنه وږي وگړي په دغه هيواد کي دي. د ملګروملتونو د یو رپوټ پر اساس په هندوستان کښي۴۰ سلنه ماشومان په خوار ځواکۍ اخته دي.

د دغي لایحې له مخي به هغه ۷۵ سلنه کلیوالي او۵۰ سله ښاري اړمني کورنۍ وکولای سي چي هره میاشت ۵ کيلو گرامه خوراکي مواد، لکه ورجي او غنم يو کيلو يوازي په ۳ هندۍ روپۍ (0,05) ډالره رانيسي. دغه لایحه د روان کال په جولای میاشت کي جوړه سوې وه چي اوس بايد د مشرانو جرګه له خوا تصویب او د لاسليکولو له پاره د دغه هيواد جمهور رئيس ته وړاندي شي.

ملی شرم

دغه طرحه د واکمن گوند له برنامو څخه ده چي په ۲۰۰۹ کال کښي ورباندي خبري سوي وې خو تر ډيرو بحثو ورسته اوس يې یوه قانوني بڼه واخیسته.

د گانگرس گوند مشري سونيا گاندي پارلمان ته په یوه وینا کي وویل: «هندوستان غوښتل چي د خوارځواکو له پاره جوړه سوې طرحه له منځ یوسي که داسي سوي وای نو دا به زموږ له پاره یو ملی شرم وای.» هغې زیاده کړه چي «د غریبۍ او خوارڅواکۍ په اړه زموږ پیغام نړۍ ته دا دی چي هندوستان هڅه کوي چي د خپلو وګړو له پاره خوراکي مواد برابر کړي او خپله ټولنه له غربت څخه خلاصه کړي.»

د هندوستان د دولت د اپوزيسيون ګوند بهارتیا جنتا، په پیل کي له دغي طرحي سره مخالفت وښود خو اوس هغوی هم د دغي لایحې د تصویبو ولو له پاره مثبته رایه ورکړه. د دې ګوند یو استازی سوشما سوراج، وايي«موږ دا لایحه تصویب کړه خو موږ پر دې باندي کار کاوه چي تر دې نوره هم ښه لايحه تصويب کړو.»

تر دغه اوږده پارلماني بحث وروسته د واکمن ګوند مشره سونیا ګاندي چي ناروغه وه، په روغتون کي بستري سوې ده. د ګانګرس مشر د سونیا ګاندي په هکله له «Zee News» تلويزيوني چينل سره په خبرو کي وويل چي «۶۶ کلنه ګاندي ډیر سخت کار کوي شايد د ‌ډیر کار کولو له کبله ناروغه سوې وي.»