1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند کشمير ته په زرونو نور عسکر استولي

۱۴۰۰ آبان ۲۰, پنجشنبه

د چارواکو په حواله هند د دغه هيواد تر ولکې لاندې کشمير ته په زرونو نيمه ملیشه يي ځواک استولی دی. دا ګام په دې وروستيو اوونيو کې په کشمير کې د شکمنو ياغيانو له خوا د هدفي وژنو تر لړۍ وروسته پورته شوی دی.

https://p.dw.com/p/42svX
Pakistanische Soldaten im Grenzgebiet zwischen Pakistan und Indien
انځور: Arif Ali/AFP/Getty Images

د نوي ډهلي حکومت له لسیزو راهيسې د هماليا په ويشل شوې سيمه کشمیر کې چې پاکستان یې هم د ملکيت دعوه کوي، تر۵۰۰ زرو ډېر پوځيان مستقر کړي دي. دغه سيمه لا دمخه هم د نړۍ له هغو سيمه څخه يوه ده چې ډېر پوځیان پکې پراته دي.

د هند د نيمه ملیشو مرکزي ذخيروي پوليسو ځواک «سي آر پي اف» يوه ویاند  ابهيرام پنکج د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «کابو ۲۵۰۰ عسکر سيمې ته رسېدلي دي او د کشمير درې په ځينو سيمو کې ځای پر ځای شوي دي.» خو هغه زياته کړه چې نور پوځيان لا دغه ناآرامه سيمې ته پر لاره دي.

د پوليسو يوه مشر چې د نوم نه بربنډولو په شرط یې له فرانسې خبري آژانس سره خبرې کولې، وويل چې څه نا څه ۵۰۰۰ اضافي نيمه مليشه يي ځواک چې د هند د سرحدي ځواک غړي به پکې هم شامل وي، روانه اوونۍ په ټوله سيمه کې ځای پر ځای شي.

ځيني دغه عسکر په عامه ځایونو او سالونو کې ميشت شوي دي چې د ريګو په کڅوړو سره خوندي کړل شوي او د ۱۹۹۰مې لسیزې یاد تازه کوي کله چې په کشمیر کې د هند د واکمنۍ پر ضد ياغيبوت خپل اوج ته رسېدلی وو.

خو دا ياغيتوب په دې وروستيو کلونو کې د زرونو انسانانو د ژوند تر اخيستو وروسته چې زياتره یې ملکيان ول، يو څه کمرنګه شوی دی.

Indien Kaschmir Srinagar Sicherheitskräfte
انځور: Mukhtar Khan/AP Photo/picture alliance

په دې وروستيو اوونيو کې يو شمير کسان په هدفي بريدونو کې په مرمیو ويشتل شوي دي. په دوی کې پوليس، د هند د شمالي ايالتونو څخه مهاجر کارکونکي او د سیمې هندوان او سیکان شامل دي.

ياغي ډلې چې له ۱۹۸۹م کال راهيسې د کشمیر د آزادۍ او له پاکستان سره د الحاق له پاره وسله واله مبارزه کوي، د دې بريدونو مسئولې بلل کیږي.

ځيني دغه کسان د «مقاومت جبهې» په نوم يوې سيمه ایزې ياغي ډلې له خوا د امنيتي ځواکونو سره دهمکارۍ په تور وژل شوي دي.

پوليس او نيمه پوځي مليشې چې مرمۍ ضد واکسټونه یې پر غاړه او اتوماتيک وسلې یې په لاس کې دي پر سړکونو کې یې د ماشومانو په ګډون د اوسيدونکو په اړه پلټنې او لټون کړندی کړی دی.

په مرکز سرینګر کې په دې وروستیو کې د کنترول له پاره په رامنځته شويو پوستو کې تازه رسېدلي عسکر تر سترګو کیږي.

اکثريت مسلمان میشته سيمه کشمیر له ۱۹۴۷م کال راهيسې د هند او پاکستان ترمنځ ويشل شوې ده.

له ۲۰۱۹م کال راهیسې په سيمه کې ترنګلتيا تر هغه وروسته ډېره شوه کله چې د هند نوي حکومت د کشمير نيمه خپلواک حيثيت ختم کړ او تر خپلې ولکې لاندې کشمير یې نيغ په نیغه د نوي ډهلي تابع کړ.

ب. ص/ ن. ز (AFP)

زموږ له آرشيف څخه: