1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: په امن کورونو کې د نجونو څخه د جنسي استعفادې پېښې

۱۳۹۷ مرداد ۱۷, چهارشنبه

تر بِهار وروسته اوس د اترپرديش ایالت د ماشومانو په شيلتر هوم يا امن کورونو کې هم پر نجونو د جنسي تيري پېښو هند ته سخت ټکان ورکړی دی. د ټول هيواد په خيريه مرکزونو کې د بې سرپرسته نجونو په هکله سختې انديښنې پيدا شوي دي.

https://p.dw.com/p/32pjC
Indien Neu-Delihi | Protest gegen Kindesmissbrauch in staatlicher Einrichtung
انځور: picture-alliance/NurPhoto/I. Chowdhury

د بهار ايالت د مظفرپور او اترپرديش د ديوريا په امن کورونو کې پر ميشتو نجونو جنسي تيري، بدلمنۍ ته د دوی د مجبورولو او له دوی څخه د ناوړه جنسي استعفادې د پېښو تر بربنډيدو وروسته، په هند کې د خلکو ترمنځ دا انديښنې پيدا شوي دي چې آيا د هيواد د نورو برخو په امن کورونو کې خو به هم ورته لوبه نه وي روانه؟ 
پر دې زړه بوږنونکو پېښو د هند په پارلمان کې په دويمه ورځ هم دوامداره بحثونه ترسره شول. د دغه هيواد په بيلا بیلو برخو کې یې پر ضد مظاهرې هم ترسره شوي او د هند ستره محکمه پخپله دې قضيو ته متوجې شوې ده. 
اپوزيسيون د دې ډول قضيو عاملينو ته د سختې سزا د ورکړې غوښتنه کړې او د بهار او اتراپرديش ايالتي حکومتونه او د هند مرکزي حکومت یې د چټکو اقداماتو په نه کولو تورن کړی دی. اپوزيسيون همدا راز د بهار او اترپرديش ایالتي حکومتونو د مشرانو د استعفاء غوښتنه هم وکړه. په دواړه ايالتونو کې د لومړي وزیر نريندرا مودي گوند او د هغه د جنتا دل يوناېتد په نوم متحد گوند حکومت لري. 
د کورنیو چارو وزیر راج ناتهـ سنګهـ د اپوزیسیون احتجاج کونکو ته ډاډ ورکړ چې ګرم کسانو ته به سخته سزا ورکړل شي او د ټولو امن کورونو حفاظت او ساتنه به تضمين کړای شي.هغه د دیوریا د پيښې په اړه وویل «دا پيښه رامنځته شوې ده او د اترپردیش حکومت د پيښې تر خبریدو سمدستي وروسته د دې امن کور مسئوله او د هغې مېړه نیولي دي. او په لوړه کچه د دې قضیې د څیړلو امر شوی دی». 
د کورنیو چارو وزیر زیاته کړه «هیڅ څوک به ونه بخښل شي او د عاملينو پر ضد به سخت اقدامات وشي. د دې له پاره چې په هیڅ یو ایالت کې د دا ډول پيښو ادعا رامنځته نه شي، نو مرکزي حکومت ټولو ایالتونو ته د اړینو اقداماتو په خاطر سپارښتنې استوي».

Indien Neu-Delihi | Protest gegen Kindesmissbrauch in staatlicher Einrichtung
انځور: picture-alliance/NurPhoto/I. Chowdhury

د پېښو د څيړنو غوښتنه

د اپوزیسیون تر ټولو لوی کانګرس ګوند د پارلماني کميټې په وسیله د امن کورونو د پيښې د څیړنې غوښتنه وکړه. د کانګرس ګوند مشر راهول ګاندهي، د خپل ګوند د ښځو یوې غونډې ته د وینا پر مهال د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د جنسي زورونې د پيښو په اړه انديښنه څرګنده کړه.
هغه وویل: «د حیرانتیا خبره خو دا ده چې لومړی وزیر نریندر مودي چې د ټولو موضوعاتو په اړه خبرې کوي، خو د ښځو پر وړاندې د ترسره کیدونکو زور زیاتیو په هکله یې خاموشي غوره کړې ده. د «لور بچ کړه او لوڼې زیاتې کړه»، د شعارونو ورکونکی مودي په دغو ایالتونو کې، چیرې چې د (بي.جي.پي) حکومت دی د ښځو او ماشومانو پر وړاندې د ترسره کیدونکي جرايمو په هکله یوه کليمه هم په ژبه نه راولي».
بد لمنۍ ته اړ باسل
په هند کې مرکزي حکومت ایالتونو ته د امن کورونو مالي لګښت ورکوي، خو په عمومي ډول ایالتونه بیا دا کار غیر دولتي ادارو یا انجیوګانو ته سپاري. په دغو امن کورونو کې ډیري اوسیدونکي نجونې د بی وزله او غریبو کورنیو پورې تعلق لري.
دوی ځکه دغو امنو کورونو استول کیږي چې د زده کړې په ترلاسه کولو سره خپلو هیلو ته ورسیږي. خو د بهار او اتراپردیش له امن کورونو څخه ترلاسه شوي خبرونه زړه بوږنونکي دي.
د مظفر پور په امن کور کې له ۴۲ اوسیدونکو نجونو څخه له ۳۴ سره یې د جنسي تیري پيښې تائيد شوي دي. دوی بدلمنۍ ته اړ ایستل کیدل او د انکار په صورت کې به وهل او ډبول کیدلې. 
د دیوریا امن کور ۲۴ نجونې آزادې شوي دي، په داسې حال کې چې ۱۸ نور یې اوس هم لادرکه دي. د دې مرکز نجوني وایې چې دوی به هره ورځ بدلمنۍ ته لیږل کیدلې. ویل کیږي چې د بهار او اترپردیش حکومتونو د دغو پيښو په اړه تحقیقات پیل کړي دي او ډیر شمیر لوړپوړي دولتي کارکونکي د وظیفوي غفلت له کبله له دندو ګوښه کړای شوی دي. خو شنونکي بیا وایې چې د وخت په تیریدو سره به دا معامله هم لکه د نورو له یاده و ایستل شي. 

زموږ له آرشيف څخه: