1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند پر پاکستان د درو سيندونو اوبه بندې کړي دي

۱۳۹۷ اسفند ۲۰, دوشنبه

د هند او پاکستان ترمنځ ترنگلتياوو په ترڅ کې هند پاکستان ته د بهيدونکو درو سيندونو اوبه بندې کړي دي. هغې ډلې چې د هند او پاکستان ترمنځ د اوبو د تړونونو په اړه یې څيړنه کوله، هم پاکستان ته خپل سفر ځنډولی دی.

https://p.dw.com/p/3EnDD
Indien Pakistan Kashmir trockener Indus River
انځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/PPI

د هند حکومت ويلي چې له دې گام سره يې د ۱۹۶۰م کال د سند اوبو له تړون څخه سرغړونه نه ده کړې، ځکه د کومو درو سيندونو اوبه چې بندي کړل شوي دي، د تړون له مخه یې هند اوبه کارولی شي. هند د ستلج، راوي او بياس سيندونو اوبه بندې کړي دي.

د هند د اوبو وزارت مرستيال ارجن رام ميگهوال د پاکستان له سرحد سره په پرته سيمه راجستان کې له رسنيو سره په خبرو کې د دې تازه پرمختگ په هکله معلومات په داگه کړل. میگهوال وويل: «هند د درو ختیځو سيندونو ۰،۳۵ ميليون هيکتار فټه اوبه پاکستان ته له بهيدو ايسار کړي دي او دا اوبه به اوس په هند کې زيرمه کيږي.» هغه زياته کړه: «کله چې راجستان او پنجاب (د هند پنجاب) کې اوبو ته اړتيا پيدا کيږي، نو له دې اوبو څخه به د څښاک او اوبه خور له پاره کار اخيستل کيږي.»

د يادولو وړ ده چې د فیبرورۍ مياشتي پر۱۴ نيټه د کشمير په پلوامه سيمه کې تر بريد وورسته چې د هند ۴۰ نیمه پوځيان پکښې ووژل شول، د هند د اوبو وزير نيتن گډکري اعلان وکړ چې پريکړه یې کړې ده چې په هغو سيندونو کې چې د سند د اوبو تړون پرې صدق کوي، د خپلې برخې اوبه پاکستان ته نه پرېږدي.

د هند او پاکستان ترمنځ د۱۹۶۰م کال د سند اوبو تړون له مخې د لويدیځو سيندونو يعني سند، جهلم او چناب اوبو د استعمال حق پاکستان ته سپارل شوی وو او د ختیځو سيندونو يعني ستلج، راوي او بياس اوبه به په هند کارول کيږي. هند له دې سيندونو۹۵ سلنه اوبه کاروي په داسې حال کې چې له تيرو ديرشو کالونو راهيسې یې يوازي ۵ سلنه اوبه د پاکستان پر لور بهيږي.

Nitin Gadkari Bharatiya Janata Partei
د هند د اوبو وزير نتن گډکري انځور: AP

تيره مياشت دهند د اوبو وزير نتن گډکري د تويتري په یوه پېغام کې ويلي ول: «د هند د لومړي وزير نريندر مودي په مشرتوب زموږ حکومت پريکړه کړې ده چې پاکستان ته به زموږ د برخې اوبو د بهيدو مخه ونيوله شي. موږ به د دې اوبو مسير ته تغير ورکړو او دا به په جمو او کشمير ايالت او همدا راز د هند د پنجاب اوسيدونکو ته ورسوو.»

په دې منځ کې د سند طاس تړون او په دې هلکه د نورو پلانونو د معاينې له پاره ټاکل شوي ډلې هم پاکستان ته خپل سفر ځنډولی دی. تر دې دمخه د پاکستان يوې ډلې د چناب د سيند اوبو تر لاس لاندي تعميراتي پروژو کتنه کړې وه. د سند د اوبو تړون له مخې د دواړو هيوادونو کميشنران به په هرو پنځوو کلونو کې يو وار يو د بل د سيندونو ليدنه کوي څو په دې اړه معلومات راټول کړي چې د دواړو هيوادونو پر سيندونو د پراختيا پر کومو پروژو کار روان دی. اوسنۍ پنځه کلنه موده د۲۰۲۰م کال په مارچ مياشت کې پای ته رسیږي.

په دې منځ کې هندي چارواکي د سکانو په مقدسه مذهبي سيمه کرتار پور کې د دهليز پرانيستلو مقرراتو د نهايي کولو له پاره د مارچ پر۱۴نیټه د هند په اټاري سيمه کې د پاکستاني پلاوي د هرکلي په چمتووالي بوخت دي. ياده دې وي چې هند د دواړو هيوادونو ترمنځ پر ترنگلتياوو سربيره هم د ملکي وگړو په کچه د تماس ساتلو اعلان کړی وو.

په هند کې ملتپال گوندونه او په ځانگړي توگه د برحاله حکومتي بهارتيه جنتا گوند سره نزدې اړيکي درلودونکي راشتريه سويم سيوک سنگ گوند له اوږدې مودې راهيسې غوښتنه کوي چې اوبه دې د پاکستان پرضد د فشار آلې په توگه وکارول شي. دغه گوند تل دا مشوره هم ور کوي چې هند دې په يواړخيزه توگه د اوبو له تړون ووځي.

خو بل لوري ته پاکستان لا دمخه په دې هکله خبرداری ورکړی دی چې که هند له دې تړونه بيل شو، نو دې گام ته به یې د «جگړې د گام» په توگه وکتل شي.

د هند کارپوهان په دې باور دي چې د نوي ډيلي حکومت دا ډول کومه پريکړه وکړي نو اغیزې به یې اږدمهاله او ډيري ناوړه وي او هند به د نړيوالو له سخت مخالفت سره هم مخامخ شي. همداراز د هند دا ډول پريکړه به یې يو بل گاونډي چين هم  خفه کړي.

زموږ له آرشيف څخه: