1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له ترمپ څخه مو په کشمير کې د منځگړيتوب غوښتنه نه ده کړې»

۱۳۹۸ مرداد ۱, سه‌شنبه

هند د دونالد ترمپ هغه خبره رد کړه چې ويلي یې ول د نوي ډيلي حکومت ور څخه له پاکستان سره د کشمير په مسئله کې د منځگړيتوب غوښتنه کړې ده. ترمپ دا خبره له عمران سره د خبرو پر وخت کړې وه.

https://p.dw.com/p/3MZiJ
Bild-Kombi Modi Trump

د هند د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جولای ۲۳ نېټه) ويلي چې لومړي وزیر نريندر مودي له ترمپ څخه هیڅ داسې غوښتنه نه ده کړې. هغه زياته کړه چې د هند دريځ تل همدا دی چې له پاکستان سره بايد پر لانجمنو موضوعاتو دوه اړخيزي خبري وشي.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پاکستان له لومړي وزير عمران سره د دوشنبې په ورځ په سپينه ماڼۍ کې د ليدنې کتنې پر وخت ويلي ول چې نريندر مودي له هغه څخه د کشمير د لانجې د حلولو له پاره د منځگړيتوب غوښتنه کړې ده.

ترمپ عمران خان ته وويل: «ما دوې اوونۍ تر مخه له مودي سره وليدل او موږ پر دې موضوع خبرې وکړې او هغه راته وويل: «آیا تاسې منځگړيتوب او يا روغه جوړه کولی شئ.» ترمپ وويل چې هغه مرستې ته چمتووالی ښوولی.

د کشمير سيمه په ۱۹۴۷م کال کې پر دغه سيمه تر يوې جگړې وروسته د هند او پاکستان ترمنځ ويشل شوې ده او دواړې خواوې یې د ملکيت دعوا کوي.

ولسمشر دونالد ترمپ او عمران خان په سپينه ماڼۍ کې
ترمپ د دوشنبی په ورځ له عمران خان سره وليدلانځور: picture-alliance

د روان کال په فيبرورۍ مياشت کې دغه شخړه تر خطرناک حده پراخه شوې وه: د هند تر ولکې لاندې کشمير کې يوه ځانمرگي بريد ۴۰ هندي نيمه پوځيانو ووژل چې پړه یې يوې پاکستان ميشته تندلارې ډلې ومنله. تر دې وروسته دواړه هيوادونه يو له بل سره په نښتو کې ښکيل شول او يو د بل هوايي قلمرو ته هم ننوتل.

ترمپ له عمران سره د ملاقات پر وخت د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان د نقش ستاينه وکړه. هغه وويل: «موږ په تېرو اوونيو کې ډېر پرمختگ کړی دی او پاکستان زموږ سره په دې پروسه کې ډېره مرسته کړې ده.»

تېر کال ترمپ پر پاکستان د دوه مخي چلن او درواغو تور لگولی وو او اقتصادي مرسته یې کمه کړې وه.

امريکا متحده ايالات غواړي له طالبانو سره د سولې يوه تړون ته ورسيږي او له دغه هېواد څخه خپل ځواکونه وباسي. ترمپ د دوشنبې په ورځ وويل چې که وغواړي نو د افغانستان جگړه په «يوه اوونۍ کې گټلی شي.» هغه زياته کړه: «افغانستان به د نړۍ له نقشې ورک شي» خو هغه نه غواړي چې «لس میليونه انسانان ووژل شي.»

bs/nz (AFP)