1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د کنګل ښوېدو ۱۵کسان وژلي او په لسونو لادرکه دي

۱۳۹۹ بهمن ۲۰, دوشنبه

د هند په شمال کې ژغورونکي عملې په يوه تونل کې د اوبو برېښنا د يوې دستګاه د ۳۷ بندو پاتو کارکوونکو په ژغورني بوختي دي. یکشنبه د کنګل د يوې سترې ټوټې د ښوېدنې له کبله تر اوسه ۱۵ کسان وژل شوي او تر۱۵۰ زيات لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/3p2WS
Indien Uttarakhand | Gletscherabbruch & Überschwemmung
انځور: REUTERS

د پوځ، د مليشه ځواک او پوليسو تر ۲۰۰۰زيات غړي په شمالي ايالت اتراکند کې د يکشنبې ورځې تر ناورين وروسته په بندو پاتو او لادرکه کسانو پسې لټه کوي. د کنګل دغه ستره ټوټه چې سیند ته ښويدلې، بندونه یې زيانمن کړي او کورونه یې له ځانه سره وړي دي.

چارواکي وايي چې د اوبو بريښنا د يوې اغیزمنې شوې دستګاه په يوه تونل کې د بندو پاتو ۳۷ کارکوونکو پر ژغورلو تمرکز کوي. زياته شوې چې د کيندنې ماشینونه یې ساحې ته رسولي دي.

د هند د تبت سرحدي پوليسو يوه لوړپوړي چارواکي ايچ. ګورونګ وويل: «تونل د سيند له خوا په راوړل شويو خټو او تيږو ډک شوی دی. موږ د ماشينونو په کارولو سره د لارې د خلاصولو هڅه کوو.» 

دا پېښه چې کارپوهان یې د ځمکې له تودښت سره تړي، د يکشنبې په سهار د ناندا ديوي په نامه کنګلونو د يوې برخې د جلا کيدو او د دې تر شا د بندو اوبو د جاري کيدو له کبله رامنځته شوه. دا سېلاب بيا له سيند سره يو ځای شوی او د الاکندا او الک نندا سيند پر غاړه د پرتو کليو د خالي کولو سبب ګرځيدلی دی.

له هند څخه ويديويي راپورونه ښيي چې اتراکند د سيلاب اوبه څرنګه له يوې درې تیريږي او يو بند تر لږ مقاومت وروسته ټوټې ټوټې کوي.

د هند او تبت د سرحدي پوليسو يوه ویاند ويويک پاندې، وويل چې د الاکندا د اوبو بريښنا دستګاه او همدا راز پر الک نندا سيند د يوه بند د جوړولو چارو ته هم زيان رسېدلی دی.

په ستر سيند کنګا کې تر شامليدو دمخه دا دوه سيندونه د هماليا له غرونو تر سرچينه اخيستو وروسته يوځای کيږي. 

لوړپوړو هندي چارواکو اسوشيتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې دوی د دهاولي کنګا په پروژه کې د کارکوونکو کسانو کره شميره نه لري. يوه چارواکي ويلي: «د لادرکه کسانو شمير ښايي تر دې يا لوړ او يا هم ټيټ وي.»

پاندې د دوشنبې په ورځ د بريښنا په دوو دستګاو کې  د ۱۵۳ کسانو د لادرکه کيدو او لږ تر لږه ۱۱ جسدونو د موندل کيدو خبره وکړی دی.

همدا راز ژوندي ژغورل شوي کسان په روغتونو کې تر درملنې  لاندې دي. يوه ژغورل شوي کس راکيش بټ، اسوشيتد پريس آژانس ته وويل: «موږ فکر وکړ چې ښايي باران وي او اوبه بيرته پر شا شي. خو کله مو چې وليدل چې خټې او تيږي تونل ته داخلي شوې نو وپوهيدو چې کومه ستره پېښه شوې ده.»

هغه زياته کړه چې يوه همکار یې د لاسي تلیفون له لارې چارواکو ته خبر ورکړ. هغه زياته کړه: «شپږ ساعته انتظار مو و ايست ـ دوعا مو کوله او يو بل ته د روحيې د ورکولو له پاره مو ټوکې کولې. زه لومړی کس وم چې وژغورل شوم. ډېر راحت شوم.»

د هماليا د سيمې دې سېلاب کورونه هم ويجاړ کړي دي خو د کورونو د دقيق شمير او دا چې څو کسان مړه شوي او څومره لادرکه دي، په دې اړه لا معلومات نه دي ورکړل شوي.

يوه چارواکي وویل چې د دولي ګنګا په دستګاه کې د شا او خوا پرتو کليو ډېر اوسيدونکي کار کوي، خو د يکشنبې په ورځ د نورو ورځو په پرتله لږ کارکوونکي هلته وي.

ځينو کارپوهانو د دې پيښې علت د اقليم بدلون په ګوته کړی دی چې د کنګلونو د ويلي کيدو، ځمکې ښويدو او زلزلې سبب کيږي. د «انډين سکول آف بزنس» پروفيسر انجال پراکاش چې د ملګرو ملتونو د نړۍ د تودوخې په څيړنه کې هم ګډون کوي، وويل چې که څه هم چې تر اوسه د پېښې د علت په اړه ډېر معلومات لا نشته، خو «دا د اقليمي بدلون يوه پيښه بريښي ځکه چې کنګلونه د نړيوالې تودوخې له کبله ويلي کيږي.»

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه: