1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند: د يوې دوه کلنې ماشومې قتل سخت غبرگونونه پارولي

۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبه

د هند په علي گړ کې د دوو گاونډيانو ترمنځ د قرض پر سر لانجې په ترڅ کې يوه دوه کلنه ماشومه وژل شوی ده. دې خواشينونکې پېښې ټول هنديان سخت په غوسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/3K5iR
BdTD Bild des Tages Deutsch Kälte in Neu-Delhi
انځور: Reuters/A. Abidi

د هند د اتر پرديش ایالت په علي گړ سيمه کې د تېرې مياشتې پر ۳۱ نیټه يوه دوه نيم کلنه ماشومه تښتول شوې وه. د پوليسو په حواله دغه ماشومه بيا درې ورځې وروسته په ډېرې بې رحمۍ سره وژل شوې او مړی یې د خځلو ډېران ته غورځول شوی دی.

د دغې نجلۍ د کورنۍ غړيو تور لگولی چې ماشومه شکنجه شوې ده. د سيمه يزو پوليسو مشر آکاش کلهاړي تيره اوونۍ وويل چې د پېښې په تړاو یې دوه شکمن کسان نيولي دي. د سيمه یزو رسنيو د رپوټ په حواله يوه شکمن د وژل شوې ماشومې له نيکه څخه تر پنځوسو زرو روپيو پورې پور اخيستی وو چې له دغو پېسو څخه یې لس زره بيرته نه وې ورکړې او د ماشومې تر تښتونې دوه ورځې تر مخه دوی سره شخړه کړې وه.

د اين ډي تلويزيون په يوه رپوټ کې ويل شوي چې د وژل شوې نجلۍ د کورنۍ غړيو ويلي چې شکمن تن دوی ته د غچ اخيستنې گواښ هم کړی وو. د پوليسو د مشرانو په حواله دوی د قضیې د ژر تر ژره روښانولو لارښوونه کړې ده. هغوی ويلي چې عاملينو ته به سخته سزا ورکړل شي. پوليسو پر ماشومې د جنسي تیري خبره په لومړي سر کې رد کړې ده.

د خلکو غوسه

د دوه نيم کلنې ماشومې د بې رحمه وژنې دې خبر په ټولنیزو رسنيو کې د TwinkleSharma# تريند خپل کړی وو او په ټول هېواد کې خلکو د دې پېښې غندنه وکړه. د تويتر کاروونکو له دوو ورځو راهيسې کابو ۵۰ زره تويتري پېغامونه يا تويتونه نشر کړي دي چې په دوی کې له سياست او هنر سره تړاو لرونکي کسان هم شامل دي.

زياترو کسانو عاملينو ته د سختې سزا د ورکولو غوښتنه کړې ده. د هند د اپوزیسيون د تر ټولو مهم گوند کانگرس يوې مشرې پريانکا گاندي د تويتر له لارې لیکلي: «په علي گړ کې د يوې ماشومې بې رحمه وژنه يو غير انساني عمل دی. زه د وژل شوې ماشومې د مور او پلار د غم اندازه نه شم لگولی. له موږ څه جوړ شوي دي؟»

مشهور هنرمند ابهيشيک بچن د تويتر له لارې د خپلې غوسې په څرگندولو سره ليکلي: «يو تن څرنگه د داسې يوې کړنې په اړه فکر کولی شي؟»

په هند کې له تېرې يوې لسيزې راهېسې له ماشومانو سره د رزو زياتي پېښې پنځه سلنه ډېرې شوي دي. د جنايي جرمونو د ثبت د ملي ادارې په حواله په ۲۰۱۶م کال کې تقريباً ۲۰۰۰ ماشومان وژل شوي، ۵۵۰۰۰ تښتول شوي او پر کابو ۱۳۰۰۰ جنسي تيری شوی دی. د ارقامو د يوې بلې هندۍ ادارې د معلوماتو په حواله د هېواد په تر ټولو بانفوسه ايالت اتر پرديش کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د جنايي جرمونو شمير تر ټولو زيات دی چې په هغه کې د جنسي تيري پېښې هم شاملې دي.

bs/ns (dpa, afp)

زموږ له آرشيف څخه: