1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند ته سخت توفان روان دی

۱۴۰۰ خرداد ۵, چهارشنبه

د هند له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې کاروکوونکو ویلي دي چي دغه هيواد ته د راروان سخت توفان له امله مجموعاً یونیم میلیون کسان عاجلو سرپناوو ته انتقال سوي دي.

https://p.dw.com/p/3txVg
Indien | Zyklon Yaas
انځور: Ashim Paul/AP Photo/picture alliance

د هند د هوا پیژندني ادارې د اټکل له مخي به د (یاس) په نامه دغه سخت توفان سرعت په ساعت کي تر ۱۶۵ کیلومتره پوري وي او ډیر سیلابونه او بادونه به له ځانه سره راوړي.

ښايي دغه توفان نن چارشنبه د ماپښین له خوا د هند ختیځي برخي ته ورسیږي. د کوچنیانو د ملاتړ ادارې ویلي دي چي اوس له عاجلو سرپناوو څخه د کرونا ناروغانو د درملني د مرکزونو په توګه کاراخیستل کیږي.

په هند کي یوه له گواښ سره مخامخ سیمي، اودیشا کي د طبیعي پیښو د ادارې کارکوونکي ویلي دي چي په عاجلو سرپناوو کي ماسکونه او ضدعفوني مواد ویشل سوي. د هغه په خبره څه وخت مخکي هم یوه سخت توفان د هند لویدیځه برخه اغیزمنه کړه چي له امله یې نږدې ۱۵۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په هند کي له اوسني توفان سره مخامخ سیمي تل له هغو سختو توفانونو څخه اغیزمني کیږي چي د اپریل او نوومبر مياشتو ترمنځ رامنځته کیږي. په ۱۹۹۹م کال کي د یوه سخت توفان له امله څه ناڅه ۱۰زره انسانان ووژل سول او ۱۵ میلیونو بیا خپلي سرپناوي له لاسه ورکړې.

د کارپوهانو په حواله په تیرو کلونو کي د اقلیم د بدلون له امله توفانونه مخ پر زیاتیدو دي. دا ځکه چي د نورو دلایلو له امله خپل قوت د بحر له تودو اوبو څخه اخلي. علاوه پردې د بحر د اوبو د سطحي د لوړوالي له امله سیلابونه هم ډیر سوي دي.

GP/NZ/AG