1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هند او پاکستان د کشمير پر سر خبري پيل کړي

۱۳۹۰ خرداد ۲۵, چهارشنبه

يو پاکستاني چارواکي ويلي چي د رواني مياشتي په وروستيو کي به هندوستان د بهرنيو چارو د وزارت يو لوړپوړی چارواکی پاکستان ته ځي ترڅو د دغه هيوا د چارواکو سره د کشمير پر موضوع خبري وکړي.

https://p.dw.com/p/11aOD
هندوستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله نيروپاما او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سلمان بشير.
هندوستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله نيروپاما او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال سلمان بشير.انځور: AP

دا به د 2008 کال وروسته د دواړو هيوادونو تر منځ لومړۍ رسمي خبري وي. په دغه کال هندوستان د سولي په خبرو اترو کي وروسته له هغه د ونډي اخيستلو څخه انکار وکړ چي په ممبي کي يو تروريستي بريد د 166 کسانو ژوند واخيست.

هندوستان ادعا کوله چي بريد کونکي په پاکستان کي روزل سوي او د پاکستان د حکومت څخه يې وغوښتل چي دغه تروريستان د هندوستان دولت تسليم کړي خو پاکستا له دغي موضوع څخه انکار وکړی، چي ګني د ممبی د تروريستي بريدونو عاملين دي په دغه هيواد کي وي.

خو د روان کال په لومړيو کي دواړو هيوادونو پريکړه وکړه چي يوځل بيا د سولي خبري اتري پيل کړي.

د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت مرستياله، نيروپاما راو، او د هغي پاکستاني سيال، سلمان بشير، به د پاکستان او هندوستان تر منځ د کشمير پر سر معزلې ته د پای ټکی کښېږدي.

دغه خبري اتري به د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د ښه کيدو په موخه تر سره سي. دغو دواړو هيوادونو څو واري جکړې هم کړي دي.

کار پوهان وايي چي دغه خبري اتري ښايي داسي کومي پايلي چي د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د ښه والي عامل سي و نه لري.

د کراچي پوهنتون د نړيوالو اړيکو په څانګي استاد، پروفيسور مختار احمد، وايي چي دا شان سفرونه د دواړو هيوادونو د اړيکو په ښه کولو کي ډير اهميت لري. دی زياتوي چي له دغه شان ليدونو کتنو څخه بايد ډير اميدونه ونه سي.

« د کشمير پر سر خبري به د دغه سفر يوه برخه وي، ځکه چي کشمير يو ډيره جنجالي او زړه مسله ده چي په داسي ليدنو کتنو نه جوړيږي.»

هندوستان پر پاکستان تور لګوي چي کشمير ته اسلامپال ياغيان ليږي، هغوی ته وسلې ورکوي او جګړې ته يې هڅوي.

وروسته له هغه چي امريکايي پوځيانو د پاکستان په زړه کي د القاعدې مشر اسامه بن لادن، وواژه، هندوستان پر پاکستان نور هم فشار ډير کړی چي په خپل هيواد کي د تروريزم په وړاندي پوځي کمپاين په لاره واچوي.

دا په داسي حال کي ده چي پاکستان د هندوستان ادعاوي نه مني. د هندوستان او پاکستان تر منځ خړو اړيکو خو آن د امريکا هغه هڅي تر خپل سيوري لاندي راوستي چي غواړي په افغانستان کي سوله راولي.

د همدي له پاره متحده ايالاتو پر دواړو هيوادونو فشار راوستی چي خپل منځي اختلافات له منځه يوسي چي د افغانستان پر موضوع تاثير کوي.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل