هغه هنري څهرې چي په هلکتوب/پېغلتوب کي لا ستوري سول ـ انځوريز راپور
جستين بيبر چي اوس ۲۶ کلن دی، په ۱۷ کلنۍ لا په هنري ډګر کي برياليتوب ته رسېدلی ؤ. دا چي نوري کومي مشهوري څهرې په کم سنۍ کي هنرۍ ستوري سوي، په دغه انځوريز راپور کي يې کتلای سئ:
جستين بيبر، د انټرنټ ستوری
د پاپ موسيقۍ سندرغاړی جاستين بيبر په ۱۷ کلنۍ کي د انټرنټ له لاري مشهور سو. هغه خپلې لومړۍ ويډيوګانې چي د نورو سندرغاړو سندري پکښي زمزمه سوي وې، پر يوټيوب خپرې کړې. هغه وروسته د «آر ان بي» طرز د موسيقي جوړونکي آشر سره معرفي سو. د بيبر لومړی سندريز البوم «زما نړۍ ۲،۰» تر ۵ ميليونو زيات ځله رانيول سو.
جيمز ډين، انقلابي ځوان
جيمز ډين، د هغه نسل محبوب ايکټر وو، چي نن نيکه ګان او اناګانې دي. نوموړی په ۱۹۵۰م کالونو کي د ځوانانو او زڼکيانو له پاره د ياغيتوب سمبول وګرځېد. هغه په فلمونو کي د سرغړونکي او انقلابي ځوان تمثيل کاوه او په دې توګه تر دويمي نړيواله جګړې وروسته ځوان نسل استازی بلل کيدی. نوموړي په ۲۴ کلنې کي د موټر په يوه حادثه کي مړ سو.
الویس پریسلي، د مردانه جذابيت سمبول
که څه چي الويس پرېسلې د جيمز ډين په شان د بلوغ پر وخت د ځوانانو د ناهيليو پيغام نه رساوه، خو هغه بيا هم په خپل طرز يو انقلابي وو. هغه د سکس او «راک اېنډ رول» په ډګر کي انقلاب راوست. د هغه سندري او ورسره مل د هغه ځانګړی د رقص طرز د دې لامل سو چي د هغه وخت په ميليونونو نجوني ورباندي زړونه بايلي.
بيټلان
بېټلز د موسيقۍ لومړی ګروپ وو چي وتوانېد په ميليونونو هغه ځوانان خپل مينه وال کړي چي د بلوغ په سن کي ول. جان لېنن، پل مک کارتني، جورج هيريسن او رينګو سټار ټول د بريتانيا د ليور پول اوسېدونکي ول. هغوی په ۱۹۶۰ لسيزه کي خپل هنري فعاليت پېل کړ. هغوی ته د نړۍ د موسيقۍ د تاريخ تر ټولو بريالۍ او زياتي پيسې ګټونکې ډلې په توګه کتل کيږي.
سيکس پيسټلز، وحشي پنک ډله
د پنک طرز د موسيقۍ بريتانوۍ ډله سيکس پيسټلز په لندن کي تاسيس سوه. د دغې موسيقۍ ډلې غړو په ټولنه کي د نورمونو پر ضد اشعار ويل او د هغوی اکثره کنسرتونه په ګډوډي پای ته رسېدل. سيد ويشس چي د دغې ډلې سندرغاړی او د باس ګيتار ږغوونکی ؤ، د مخدره توکو د زيات استعمال له کبله ومړ ډېر مشهور سو.
نينا، د پاپ موسيقۍ خونسرده سندرغاړې
په ۱۹۸۰مه لسيزه کي د مدونا او مايکل جکسن په شان لوی هنرمندان د هنر ستوري وګرځېدل. هغه وخت په آلمان کي نينا د پاپ موسيقۍ مخکښه پيغله سندرغاړې وه. دغه سندرغاړې چي په ۱۹۶۰ کال د آلمان په هاګن ښار کي زېږېدلې وه، که څه هم چي کوم استثنايي ښکلی ږغ يې نه درلود، خو د خپلو دوو آلماني سندرو لکه «صرف يو خوب» او «۹۹ پوکاڼې» په مرسته په نجليتوب کي لا شهرت ته ورسېده. لنډې جامې او زيات مک اپ يې خوښ وو.
پاتریک سوویزې، جذاب نڅاکوونکی
په ۱۹۸۷م کال خپور سوي «خيرنې نڅا» نومي فلم کي يو رقص دومره مشهور سو چي د سېنماؤ مخي ته د نجونو قطارونه ودرېدل. دغه رقص پاتريک سوويزې او د هغه ملګرې ممثلي جېنيفر ګرې کړی ؤ. په زياته پاتريک سوويزې د دغې نڅا له کبله ډېر مشهور سو. دغه ممثل، نڅاګر او سندرغاړی په ۵۷ کلنې کي د سرطان له ناروغۍ ومړ.
بېک سټريټ بوايز
د ۱۹۹۰مي لسيزي د هلکانو د موسيقۍ ډلو نوی طرز او موډ مشهور سو چي پکښي د «بېک سټريټ بوايز» ګروپ لوی لاس درلود. دا چي د نورو سندرغاړو له پاره تقاضا کمه وه، نو پر ځای يې د دغې ډلې غړو پر سټېج رقص کاوه او سندري يې ويلې. دغې ډلې په ۱۹۹۶م کال کي په خپل لومړي سندريز البوم سره زيات مينه وال پيدا کړل. هغوی تر اوسه ۱۳۰ ځله خپل سندريز البومونه پلورلي. هغوی په نژدې وخت کي د خپل نوي البوم د خپرولو اراده لري.
بريټني سپيرز، د نجونو معجزه
بريټني سپيز د امريکا متحده ايالاتو هغه نڅاکوونکې او سندره ويونکې پيغله وه چي د پاپ موسيقۍ د شهزادګي خطاب يې ترلاسه کړ. نوموړې د امريکا په تاريخ کي د تر ټولو زياتو سندرو سي ډياني يا ريکاردونو پلورونکو مېرمنو څخه پر اتم نمبر ده. هغې صرف په امريکا کي ۳۹ ميليونه البومونه پلورلي دي. نوموړې هغه وخت چي شهرت يې اوج ته رسېدلی ؤ د ناروغې او دپريشن له کبله يوه موده په روغتون کي بستر وه.
د «پېنيک» ډلې احساسات په موسيقۍ کي
د نوي قرن له پېل سره د «پېنيک» يا «احساساتو/وارخطايي» موسيقۍ ډلې په ځوانانو کي له بلوغ سره تړلو احساساتو بيانولو له پاره له عاطفي ډکي سندري وويلې. د هغوی طرز داسي دی چي ګواکي هغوی د هغو ځوانانو استازيتوب کوي چي د بلوغ د بحران پر وخت يې پر څهره د ناکامۍ، خښم او غم علايم موجود وي او د يادو احساساتو د ښودلو له پاره توري جامې اغوندي.
ټوکيو هوټل، د ماشومانو روک
د ټوکيو هوټل په نوم د هلکانو موسيقۍ ډله وتوانېده چي په ۲۰۰۷م کال کي په خپلو سندرو سره په ميليونونو ځوانې نجونې ځان ته جذب کړي او په ډلو ډلو د دوی کنسرتونو ته ورسي او ورته د زړه له تله چيغي ووهي. د دغې ډلې د غړو اوسط عمر ۱۵ کاله ؤ کله چي يې خپله لومړۍ سندره بازار ته راوايستله. دغه ډله د آلمان د موسيقۍ د تاريخ يوه له مشهورو ډلو څخه ده. د دغې ډلې د غړو عمرونه اوس د ۲۵ کالونو په شاوخوا کي دي.
جیمي لي کریويڅ، د آلمان نوی ستوری؟
جيمي لي کريويڅ ۲۱ کلنه ده. هغې د ۲۰۱۶م کال د يورو ويژن سندريزي سيالۍ په ترڅ کي د آلمان په استازيتوب ګډون وکړ. د هغې په هکله ويل کيږي چي زيات استعداد لري او د جاپاني کارتوني رساميو شوقي ده. د ۲۰۱۶م کال د فبرورۍ په ۲۵ مه نېټه د يورو ويژن په سيالي کي نژدې ټولو نيم ميليون آلماني رايه ورکوونکو هغې ته خپله رايه ورکړه.