1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هغه ملکونه چې خپل مهاجر نه مني، د ویزې قانون پرې سختیږي»

۱۳۹۶ تیر ۳, شنبه

اروپايي ټولنې د هغو ملکونو پر وړاندې د سخت اقدام اعلان کړی چې خپل مهاجر نه مني. د دغې ټولنې غړو هيوادونو پريکړه کړي چې د داسې هيوادونو اتباعو ته دې د ويزو په ورکړه کې محدودېت رامنځته کړل شي.

https://p.dw.com/p/2fKEy
Belgien EU-Gipfel in Brüseel |
انځور: Reuters/E Dunand

په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په سرمشريزه کې د هغو هيوادونو پر وړاندې د سختو اقداماتو پريکړه وشوه چې له اروپا څخه د خپلو اتباعو د بيرته منلو یا ديپورت څخه انکار او يا مرستې ته تيار ندي.

د سرمشريزې په دويمه ورځ (د جمعې په ورځ) د دې ټولنې ټولو غړو هيوادونو په ګډه دا فیصله وکړه چې هغه هیوادونه چې اتباع يې اروپا ته مهاجر شوي او اروپا کې د اوسيدو هيڅ ډول حق نلري او د اخراج په برخه کې يې همکاري نکوي، له دې هیوادونو سره به په راتلونکې کې د اروپا د ويزو په ورکړه کې ډير محدوديت رامنځ ته کړل شي.

په ۲۰۱۴ميلادي کال کې په ناڅاپي توګه ګڼ شمير مهاجر اروپا ته راغلل او ورسره جوخت په دغه کال د مهاجرت نړيوال قانون څخه په ګټې اخيستنې د يو شمير پرمختللو هيوادونو اتباع هم اروپا ته راغلل. ويل کيږي چې دغه کسان چې اقتصادي مهاجر هم بلل کيږي، له همدې امله د اروپا لخوا ورته د منلو چانس لږ يا هم هيڅ ندی ورکړل سوی.

 په دې برخه کې تيرکال افغانستان د بروکسل په غونډه کې له اروپايي ټولنې سره یوې هوکړې ته ورسيد چې له مخې يې افغانستان ته د رد شويو افغان مهاجرو د اخراج لړۍ ېې اسانه کړه.

له هغه وخته راپديخوا يوازې له آلمان څخه ۱۰۶ تنه رد شوي افغان مهاجر په بيلابيلو پروازونو کې افغانستان ته اخراج شوي دي. وروستۍ پرواز په کابل کې د وروستيو تروريستي پيښو د رامنځ ته کيدو له امله وځنډول شو.

Deutschland Demonstrationen gegen Abschiebungen am Flughafen in München
افغانستان کې د بد امنۍ له امله د افغانانو پر اخراج نيوکي کيږيانځور: picture-alliance/ZUMA Wire/S. Babbar

زیاتره اقتصادي مهاجر د آسيايي او افريقايي هيوادنو څخه دي چې تر رد کيدو وروسته بيرته خپلو هيوادونو ته استول کيږي. خو دغه کسان هغه وخت بيرته خپلو هيوادونو ته اخراجيدای شي چې اړوند هيوادونه یې د بيرته منلو لپاره تيار شي.

پاکستان، بنګلاديش او نايجريا هغه هيوادونه دي چې د خپلو اتباعو د بيرته اخيستو یا منلو سره دلچسپي نښيي. د اروپايي ټولنې مشرانو په بروکسل کې د دغه شان هيوادونو پر وړاندې د يوې سختې پريکړې اعلان کړی دی. د دې ټولنې د ټولو ۲۸ غړو هيوادونو مشرانو په يوه آواز موافقه وکړه چې د مهاجرو د اخراج په برخه کې به له ټولو ممکنه لارو څخه کار اخلي. په دغو اقداماتو کې د « ويزو په قانون کې بيا کتنه» هم شامله ده.

يو لوړپوړي اروپايي ديپلومات له رويټرز خبري آژانس سره د مرکې پر مهال په دې هکله وويل: « مونږ د ويزې قانون په سختولو سره، هيوادونه پر دې قانع کولای شو چې خپل اتباع ومني». دغه ديپلومات همدا راز وويل چې د دغو هیوادونو پر مشرانو او مطرح شخصيتونو د اروپا پر ويزو محدوديتونه وضع کول به مرسته وکړي چې پر دوی فشارونه زيات شي.