1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«هغه توره ورځ به مې هیڅکله هېره نه شي»

۱۴۰۱ آذر ۷, دوشنبه

د افغانستان په پخواني حکومت کې د ملي اردو یوه افسره چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته کډواله شوې، اوس په پاکستان کې د خپلو نورو همکارانو په څېر ناهیلی او بې برخلیک ژوند تېروي.

https://p.dw.com/p/4KBqD
Zahra Rezaie - Geflüchtete Soldatin aus Afghanistan
انځور: Privat

زهره چې د افغانستان د پخواني حکومت پر وخت د ملي اردو یوه افسره وه، د پاکستان د یوه ښار په څنډه کې په یوې نمناکه کوټه کې زما هرکلی کوي. زما مخې ته د شین چای یو ګیلاس ږدي او د کډوالۍ د سخت ژوند، ستونزو او د طالبانو په لاس د پخواني حکومت د سقوط ترخې کېسې پيلوي.
۲۸ کلنه زهره چې د امنیتي ستونزو له کبله نه غواړي خپل اصلي نوم واخلي، وایي چې د اګست پر ۱۵مه نیټه سهار مهال چې کله یې ورسره يوه همکار اړیکه ونیوله نو دا سخته حيرانه شوه. په هغه ورځ چې کله دا دفتر ته د تګ لپاره چمتووالی نیسي، همکاران یې ورسره اړیکه نیسي او هغې ته وایي: «کار ته رانشې، طالبان کابل ته رسیدلي او کاروکوونکو دندې پرې اېښي.» 

زهره نه پوهېږي چې په افغانستان کې د دې د څلور کلن خدمت پای ده. که څه هم په تیرو ورځو کې د ولایتونو سقوط کړندی شوی وو او طالبان د کابل دروازو ته رسېدلی ول خو دا افسره نه شي منلی چې طالبان دې واک ته ورسېږي، دا دې په کور کینوله شي او ان کډواله دې شي. هغې چې له خپل همکار څخه کوم پیغام ترلاسه کړی، د کورنۍ له نورو غړو سره یې شریکوي: «په دې شېبه کې مې چې د خپلې کورنۍ د غړو مخونو ته وکتل نو د مخونو رنګونه یې الوتې ول او وېریدلي ول.»
يو څو شيبې وروسته داسې آوازې خپريږي چې طالبان ښار ته راغلي دي او پلان لري چې کورونه تلاشي کړي. هغې چې د حکومت په پوځ کې یې دنده ترسره کړې ده، ډېره اندېښمنه کېږي؛ دا اندېښنه چې که د طالبانو لاسته ورشي یا هم دا چې د کورنۍ له غړو یې غچ واخيستل شي. 

دې پخوانۍ افسرې هيله لرله چې يوه ورځ جنراله شي
دې پخوانۍ افسرې هيله لرله چې يوه ورځ جنراله شيانځور: Privat

زهره د کډوالۍ په یوې بدحاله کوټه کې د شین چای یوه پیاله را اخلي او د چای په هر غړپ سره په ستوني کې بنده عقده تیروي. هغه زیاتوي: «زه به هیڅکله هغه توره ورځ هیره نه کړم. ما ډېرې هیلې لرلې. له هغو یې يوه دا وه چې یوه ورځ به زموږ هېواد اباد شي او موږ ښځې به په دې پرمختګ او سوکالۍ کې ونډه ولرو.»
نوموړې له هغو ۳۰۰۰ ښځو څخه ده چې د افغانستان په پرځول شوي حکومت کې یې په پوځي برخه کې کار کاوه. د ټولنې له ټولو منفي افکارو او تعصبونو سره سره دغه مېرمنې په دې برخه کې د خپل هېواد د خدمت په موخه په اردو او پوليسو کې شاملې شوې وې. خو د اګست په پنځلسمه ټول په یو وخت په کورونو کېنول شوې. ځینې د زهره په څېر کډوالې شوې او هغوی چې په پاکستان کې پاتې دي، په پټه ژوند تېروي.
زهره هیله لرله چې یوه ورځ د جنرالۍ رتبې ته ورسېږي خو اوس د پاکستان د يوه ښار په یوه کونج کې په یوه ساړه او لانده کور کې په حال کې ژوند کوي چې اقتصادي وضعيت یې سخت خراب دی. هغه په پاکستان کې هم ګواښ محسوسوي. له همدې امله نه غواړي خپل هویت او د ژوند موقعیت وښیي. هغې اورېدلې چې د پخوانیو افغان ځواکونو غړي په پاکستان کې هم تر تعقیب لاندې دي او له همدې کبله ډېره اندېښمنه ده. 
د وطن پرېښودو پرېکړه
زهره کله چې ډاډمنه کېږي چې جمهوري نظام سقوط شوی او طالبان قدرت ته رسېدلی نو د هېواد د پرېښودو پرېکړه کوي.
له ډېرو خبرو وروسته هغې خپله کورنۍ قانع کړه چې له افغانستانه ووځي: «زما د کورنۍ لپاره ستونزمنه وه چې کور او هرڅه په یوه وخت کې پرېږدم او بې کوره شم. ما په ډیر مشکل سره خپل پلار ته قناعت ورکړ چې موږ د يو مودې لپاره بهر لاړ شو څو وضعيت روښانه شي.»
بیا هغه سفر ته چمتو کیږي او لومړی خپل یونیفورم او نظامي اسناد سوځوي. د دې لپاره چې څوک یې ونه پیژني، تورې جامې یې اغوندي، مخ پټوي او له خپلې کورنۍ سره په قاچاقي ډول پاکستان ځي.

پخوانۍ افغان افسره چې اوس په مهاجرت کې ورځې او شبې سبا کوي
پخوانۍ افغان افسره چې اوس په مهاجرت کې ورځې او شبې سبا کويانځور: Privat


زهره وايي: «زغمل یې ډېرسخت وو. د هېوادوالو د ستونزو او د هغو نظامي رينجرو ليدل ډېر سخت ول چې د طالبانو تر پښو لاندې ول. ټول هغه کسان چې د تیښتې په حال کې وو، د طالب جنګیالو په لیدلو سره یې ځمکې ته کتل چې د طالبانو له خوا ونه درول شي او یا هغوی ورباندې ډزې ونه کړي.»
د دوبي په سخته ګرمه او ستړې کوونکې هوا کې هغه موټر چې دا، د کورنۍ غړي او نامزاد یې پکې ناست دي، د تورخم پولې ته رسیږي. زهره هغه شېبه په یاد راوړي او وايي: «له یو ساعت تلاشۍ وروسته، زما نامزاد په دې وتوانېده چې په پوله کې زموږ لپاره یو قاچاقبر پیدا کړي څو له افغانستان څخه پاکستان ته واوړو. زه له خپلې مور او نامزاد سره له پولې تېره شوم خو زما خویندې په ګڼه ګوڼه کې ورکې شوې. زما پلار د پولې په اوږدو کې زما خویندې لټولې. څلور ساعته وروسته، زما پلار وکولای شول چې زما خویندې پیدا کړي او دوی د قاچاقبر په مرسته له پولې واوړي او زموږ سره یوځای شي.»
زهره د کډوالۍ په لومړیو میاشتو کې واده کوي. د هغې خاوند یو محلي ایز سندرغاړی دی او له همدې امله هغه خپله هم په افغانستان کې تر ګواښ لاندې وو. 
دا جوړه د هغه لږ سپما سره ژوند کوي چې پخوا یې درلوده. د دې ترڅنګ د زهره خاوند د افغانانو په پروګرامونو کې خپل هنر ښکاره کوي او له دې لارې په لږ عايد خپلې ورځې او شپې تېروي.

ناپيژاندو وسلوالو د پولیسو پخوانۍ افسره سخته ټپي او خاوند يې وواژه
د دې ټولو ناخوالو او ستونزو سره سره  د دوی ټولې خوښۍ د دوی دوه میاشتنی ماشوم دی. کله چې هغه خپل ماشوم ته د ماشومانو «آ للو» سندرې وایي نو د هغې په ستوني کې غمونه راټولېږي. د هغې میړه د خپل ماشوم د آرامولو لپاره موسیقي غږوي او سندرې وایي مګر د هغه د سندرو موضوعات له درد او رنځ څخه ډک دي.
زهره د عکسونو په البوم کې چې ځان سره یې راوړی دی، هغه عکسونه ګوري چې هغې له نورو ښځینه افسرانو او سرتیرو سره اخیستې ول. د هغې ستونی ډکيږي. د عکسونو په کتلو سره پوه شوم چې د کډوال کیدو او مهاجرت کړاو هغه څومره بدله کړې ده. هغه د خپلو همکارانو په معرفي کولو سره وايي چې له ځینو هغو سره یې په تماس کې ده چې اوس هم په افغانستان کې دي او پټ ژوند تېروي.
دا پخوانۍ افسره وايي چې ډېر کم شمېر ښځينه افسرانې توانېدلي چې له افغانستانه ووځي او ګاونډيو او يا لوېديځو هېوادونو ته ولاړې شي: «زه د زرګونو سرتېرو او خپلو همکارانو په تېره بيا د ښځينه سرتېرو او افسرانو په اړه ډېره اندېښمنه يم. په ځانګړي توګه هغه ښځینه افسرانې او سرتېرې چې تر اوسه د طالبانو له ولکې څخه بهر شوې نه دي. د هغوی به څه حال وي؟»
د افغانستان د ملي اردو دغه پخوانۍ افسره د خپل راتلونکي لپاره هیڅ کوم د رڼا څرک نه ويني. هغه وايي چې د څو لوېديځو هېوادونو سفارتونو ته يې د پناه او ځان ژغورنې لپاره مراجعه کړې خو تر اوسه يې د هیڅ لوري لخوا کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی. 
په نږدې راتلونکي کې افغانستان ته ستنېدل هم د هغې له باوره لېرې خبره ده. هر کله چې افغانستان ته د ستنېدو خبره شي، د ښځو د عمومي وضعیت سربېره د عالیه عزیزي برخلیک ته اشاره کوي. عالیه عزیزي په هرات کې د سقوط په وخت کې د ښځینه زندان مشره وه او له هغه وخته راپدېخوا ورکه ده او په اړه یې هیڅ معلومات نشته.