1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د واخان اوسیدونکي؛ هغه افغانان چې جګړه نه پیژني

۱۳۹۶ بهمن ۲۰, جمعه

طالبان... دا څه دي؟ دا د افغانستان د شمال په غرنۍ او سړه سیمه واخان، کې د سلطان بیګم خبرې دي. د دې سیمې اوسیدونکي له لسیزو راهیسې د افغانستان د ویجاړونکې جګړو له لمبو لیرې او بې خبره دي.

https://p.dw.com/p/2sPTN
Afghanistan Frauen bereiten Essen vor
انځور: Getty Images/G.Abbas

دغه میرمن لمسي لري، له فزیکي پلوه کمزورې ده او د افغانستان په دې لیرې پرته سیمه کې یې د ژوند ډیرې سختۍ ګاللي دی. د هغې د مخ هره ژوره کرښه یې له کیسو ډکه ده. سلطان بیګم له واخي قبیلي ده چې نږدې ۱۲ زره غړي لري. 

د دې ځای اوسیدونکي، خپله سیمه د نړۍ د بام یا د «بام دنیا» په نامه پیژني. د افغانستان په دې غرنیزه سیمه کې، چې د پاکستان او تاجیکستان نه نیولې آن د چین تر منځ پورې غځیدلې، ژوند له سختیو خالي هم نه دی.

Afghanistan Landwirtschaft in der Provinz Badakhshan
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Hossaini

ډیر کم کسان له دې سیمې بهرنۍ نړۍ ته وځي او آن له هغه هم کم کسان دې سیمې ته داخلیږي. له همدې امله د واخي دغه قبیله د نږدې ۴۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې له روانو جګړو خوندي پاتې ده، داسې جګړې چې د دوی نور هیوادوال یې سخت کړولی دي.

جګړه، کومه او څه ډول جګړه؟ بیګم په داسې حال کې چې د وحشي غویانو د خوشایو مړ کیدونکی اور تازه کوي، وايي چې هیڅ جګړه نه ده شوې. خو یو څه چې د هغې په یاد دي هغه د خلکو هغه خبرې دي چې ویل به یې د دې دهلیز په یوه بله برخه کې پولې ته څیرمه په روسۍ ژبه غږیدونکي روسي سرتیري وو، چې پر خلکو به یې سګریټ ویشل.

دا د لسیزو زړې هغه کیسې دي چې دغه قوم یې پر افغانستان باندې د روسیې د یرغل او د امریکا په ملاتړ د مجاهدینو د مقاومت له مهاله پر ذهنونو کې لري. د دې نهه کلنې جګړې له امله لږ تر لږه یو میلیون افغانان ووژل شول او سلګونه زره نور بیا بې ځایه او یا مهاجرتونو ته اړ شول.

تر دې وروسته په افغانستان کې کورنۍ جګړې هم لسګونه زره قربانیان واخیستل چې بیا د طالبانو د رژیم د ظهور سبب وګرځید. د بیګم مشر ځوی، عسکرشاه چې له یوه پاکستاني سوداګر څخه یې کیسې اوریدلي، وايي چې: «له نورو هیوادونو څخه راغلي طالبان ډیر بد خلک دي. دوی پر پسونو تجاوز کوي او انسانان حلالوي.»

دغه خلک د امریکا متحده ایالاتو د وروستي یرغل او یا هم د طالبانو پر وړاندې د خونړیو جګړو په هکله ډیر کم معلومات لري. سربیره پر دې دوی د اسلامي دولت یا داعش ډلې په هکله هم چې د ټول هیواد په کچه یې په سلهاو کسان وژلي او یا ټپیان کړي، کم معلومات لري. 

Afghanistan Wakhan Nomaden Familie
انځور: Getty Images/G.Abbas

وروسته له هغې چې عسکر شاه ته وویل شول چې څرنګه امریکا او د دوی متحدین د ۲۰۰۱م کال راهیسې د طالبانو پر ضد جنګیږي، هغه په مشکوک ډول پوښتنه وکړه چې «بهرنیانو زموږ پر هیواد یرغل کړی؟»

هغه په خپله د خپلې پوښتنې په ځواب کې وویل چې، «نه، دوی [امریکایان] دا کار نه کوي. دوی ښه خلک دي».

د ۱۹مې پیړۍ په جریان کې هغه مهال چې د روسیې او د بریتانوي هندوستان ترمنځ د سترې لوبې [جګړه] روانه وه، دغه سیمه د بې طرفه سیمې په توګه رامخ ته شوه. له هغه وخت راهیسې، دغه دهلیز ته هیڅ راز حکومت لاس رسی نه دی موندلی.

د تګ راتګ ستونزې

په بدخشان ولایت کې د واخان دهلیز سیمې ته یوازې د شاوخوا هیوادونو له لارې لاس رسی ممکن دی. دغې سیمې ته چې د آسیا درې غرونه سره سرونه یوځای کوي سفر له خطرونو ډک او یوازې د آسونو، وحشي غویانو او یا هم په پښو د تګ امکان لري.

Pamir Gebirge Afghanistan
انځور: imago/blickwinkel

په افغانستان کې د واخي دغه قوم د پامیریانو په نامه پیژندل کیږي چې په دې غرنیزه سیمه کې یې شمیر ۱۱ سوه کسانو ته رسیږي. دغه قرغیز کوچیان د دې سیمې په مختلفو برخو کې میشت شوي دي.

په واخان کې میشت واخي قوم منځلاري اسماعلیه مسلمانان دي چې د اغا خان پيروي کوي. د بورقې یا چادري اغوستل چې د افغانستان په نورو برخو کې عامه ده او د ځینو انتقاد کوونکو لخوا د ښځو د سرکوب کولو د سمبول په توګه یادیږي، دوی ته یو نوی نوم او شی دی.

سربیره پر دې، د دوی ژوند له جرمونو او زور زیاتیو خالي دي. دوی د خوراکي موادو او کالیو له پاره رمې او وحشي غوایه بدلوي. دوی له بریښنا، انترنیت او موبایل تلیفونونو پرته ژوند کوي او په خپلو کې زیاتره د مخابرې په واسطه اړیکې ټینګوي.

دوی ډیر کم وخت رادیو ته لاس رسی لري او د روسیې خپرونې او یا هم د افغانستان خبرونه تعقیبوي. د دوی ترمنځ ایرانۍ موسیقي هم ډیر علاقمندان لري. خو دغه راز فرصتونه ډیر کم وي، او کله چې د دوی د رادیو ګانو بطرۍ ختمې شي، د دوی رادیو ګانې تر هغه وخته خاموشه وي ترڅو چې بل سوداګر دې سیمې ته راشي.

د روغتیا په برخه کې هم دوی له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ دي، او آن یوازې ساده ناروغی د دوی ژوند اخلي. د ماشومانو زیږدل څومره چې د نوي ژوند په معنی دی، په همدې کچه مرګونه هم له ځانه سره لري. دی نه ختمیدونکي غم، دوی اړ کوي چې نشيي توکو ته مخه کړي. تریاک، هغه نشيي مواد دي چې په واخان کې په ډیره اندازه پیدا کیږي.

Wakhi Wakhan Männer rauchen Opium Afghanistan
انځور: Getty Images/G.Abbas

خو ښايي دغه سیمه بالاخره تغیر وکړي. د افغانستان حکومت وايي چې دوی د هوا له لارې سروې پیل کړې څو د واخان سیمه د بدخشان له نورو سیمو سره د ځمکې له لارې وصل کړي. په عین وخت کې د افغان چارواکو په حواله د دې دهلیز په شمالي څنډه کې د یوې پوځي اډې د جوړیو په هکله غږیدلي. چینایان هم له کابل سره په خبرو بوخت دي.

که چیرته دغه ټول پلانونه عملي بڼه غوره کړي، په دې سیمه کې به سوداګري، سیلانیان او تر نورو ډیر روغتیايي سهولتونه ډیر شي.

د واخان په هکله انځوریز رپوټ: