1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نژدې ۵۵۰ زره وينزويلایان اکوادور ته مهاجر شوي دي

۱۳۹۷ مرداد ۲۰, شنبه

د ملګرو ملتونو سازمان خبر ورکړ چې د روان ميلادي کال له پيله راهيسې شاوخوا ۵۴۷ زره وينزويلايي مهاجر اکوادور ته رسيدلي دي. دغه سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له کوربه هیواد سره به خپلې مرستې ډيرې کړي.

https://p.dw.com/p/32zyy
Kolumbien Venezuelaner warten an der Grenze zu Ecuador
انځور: imago/Agencia EFE

د آلمان خبري آژانس د ملګرو ملتونو سازمان له قوله خبر ورکوي چې د روان ميلادي کال له پيله راهيسې شاوخوا ۵۴۷ زره وينزويلايان اکوادور ته رسيدلي دي. دغه سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې له کوربه هیواد سره به خپلې مرستې ډيرې کړي.

 په ژنيو کې د مهاجرت په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ (UNHCR) وياند ويليام سپيندل د جمعې په ورځ په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې په روانه ميلادي مياشت (اګست) کې له وينزويلا څخه اکوادور ته مهاجرتونو زور اخیستی دی.

هغه وويل په روانه مياشت کې هره ورځ له ۳۰۰۰ څخه نيولې تر څه باندې ۴۰۰۰ پورې کسان له وينزویلا څخه اکوادور ته ځانونه رسوی.

بيړنی حالت او عاجلې مرستې

سپيندل دغه څرګندونې په داسې حال کې وکړې چې د اکوادور حکومت د روانې اوونۍ په پيل کې په خپلو درو ايالتونو کې بيړنی حالت اعلان کړ.

ويليام سپيندل په دې اړه زياته کړه: « له وينزویلا څخه د دغه هيواد د اتباعو وتل، د لاتينې امريکا په څير د يو هيواد په تاريخ کې تر ټولو ستر حرکت دی.» يو ان اچ سي آر وايي چې دوی اکوادور سره د عاجلو مرستو او په مهمو سرحدي بندرونو کې د خپل حضور د زياتيدو په ګډون، خپل پلانونو پر تنظيمولو لګيا دي.

وينزويلايي مهاجر اکوادور ته د کولمبيا څخه په تيريدو ځانونه رسوي. خو په سويل کې بيا ډيری وينزويلايان د پيرو او چيلې پر لور خپلو سفرونو ته ادامه ورکوي، چې يوازې شل سلنه يې اکوادور ته ځي.

Karte Lateinamerika Venezuela Ecuador DE
په سويل کې ډيری وينزويلايان د پيرو او چيلې پر لور خپلو سفرونو ته ادامه ورکوي،

مهاجرې نجونې او جنسي تاوتريخوالی

سپيندل زياته کړه: «ډيری وينزويلايان په يو بد وضعيت کې د څو ورځو او حتی څو اونيو له پاره پلې مزلونه وهي.» هغه وویل چې د مهاجرو ۴۰ سلنه برخه ښځې او نجونې تشکيلوي چې د سفر پر مهال د جنسي تاوتريخوالو له يو لوړ ګراف سره مخ دي.

وينزويلا سربيره پر دې چې د نړۍ په کچه د نفتو ډيرې سرچينې لري، خو په پراخه کچه له اقتصادي، سياسي او بشري بحرانونو سره مخ هيواد دی. وينزويلا همدا ډول په پراخه کچه د اساسي موادو له کمښت سره هم مخ ده.

په وروستيو مياشتو کې په سلونو زره وينزويلايان اړ شول چې د سخت ژوند څخه د تيښتې په موخه ګاونډيو هيوادونو ته پناه يوسي.

له آرشيف څخه يو انځوريز البوم: