1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هرات: ګمرکي عايدات د تير کال په پرتله ډير سوي

۱۳۸۹ دی ۲۸, سه‌شنبه

د هغه ولايت د ګمرک چارواکي وايي چي د عايداتو د لوړيدو یو عامل يې په اداره کي سمښت او په پرمختللو وسايلو سمبالول دي. خو کارپوهان وايي چي عايدات بايد د صاراتو له درکه لوړ سي نه د وارداتو.

https://p.dw.com/p/QtE4
د هرات ښار يو انځور
د هرات ښار يو انځورانځور: flickr.com / Herat

د هرات د ګمرک ريس خليق الله خليق وايي چي په تيرو ۹ مياشتو کي يې د هغه ولايت د ګمرک د عايداتو څخه شاوخوا ۹مليارده ۶ سوه زره افغاني د دولت خزاني ته سپارلي دي.

د هغه په خبره د عوايدو د ډيروالي عامل يې دادی چي گمرکي اداره يې په پرمختللوو کاري وسايلو سمبال سوې.

خليق د دويچه ويله سره په خبرو کي زياته کړې:« د تير کال په پرتله مو عايدات ډير دي سږ کال مو ۲ مليارده ۹ سوه ۲۲ ميليونه افغاني د تير په پرتله ډير عاید تر لاسه کړی.»

د دغه ګمرک له لاري ډير خوراکي توکي، د سون مواد ، او موټران د سوداګرو په زريعه افغانستان ته راځي.

کارپورهان نيوکه کوي چي هيواد يې بايد د صادراتو له اړخه عايدات ډير کړي نه د وارداتو. د هغوی په خبره د قناعت وړ به هغه وخت وي چي موږ ډير صادرات ولرو.

د هرات کمرک په اړه هر وخت داسي خبري کیدې چي عايدات يې ډير دي خو مرکزي دولت ته ډير لږ رسيږي، او يا داچي د خراب کمرکي سيسټم په خاطر عايدات سم نه معلوميږي.

خو اوس د هغه ولايت د گمرک ريس وايي چي وروسته تر هغه چي اداره يې په کمپيوټري سيسټم سمبال سوې پخواني ټولي ستونزي له منځه تللی.

« په اداره کي مو د امريکا د متحده ايالاتو او نړيوالي ټولني د نورو هيوادونو په مالي مرسته د کودا کمپيوټري سيسټم او لابراتوار تر څنګ څه نوري شعبې هم فعالي کړي،او مامورين مو هم د مسلکي وړتياو په اساس د اداري اصلاحاتو د ادارې له خوا ګمارل سوي دي اوس هيڅ ستونزه نه ليدل کيږي.»

د هغه په خبره اوس به مو هر وخت عايد روښانه او پر خپل وخت به مرکزي خزانې ته انتقاليږي.

شرفيار/ هرات

کتونکی: نجيب الله زيارمل