1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هایکو ماس: اقلیم ساتنه او امنیت یو له بل سره اړیکه لري

۱۳۹۷ بهمن ۵, جمعه

آلمان چې په دې وروستیو کې د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه ټاکل شوی غواړي د نورو نړیوالو کړکیچونو سربیره د اقلیم ساتنې او امنیت، بې وسلې کولو او همداراز د جنگي وسلې په توگه د جنسي زورزياتي پرضد مسایلو هم تمرکز وشي.

https://p.dw.com/p/3CBXm
USA New York Heiko Maas bei den Vereinten Nationen
انځور: Getty Images/AFP/D. Emmert

د جمعې په ورځ (۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې پر ۲۵ نیټه) د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د لومړي ځل له پاره د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د غیر دایمي غړي په توګه د خپل هیواد استازیتوب کوي. د امنیت شورا په دې ناسته کې ماس د یادې شورا له نورو غړو هیوادونو سره د اقلیم ساتنې پر موضوع هم خبري کوي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس د امنیت شورا د لومړۍ ناستې په درشل کې دویچه ویله ته وویل چې د ناستې په اجندا کې د سوریې، یمن، اوکراین او اوس د وینزویلا په ګډون ګڼ نور موضوعات ځای لري، خو په خبره یې د اقلیم او امنیت ارتباط «په بشپړه توګه» له پامه غورځول شوی دی. ماس وویل: «د اقلیم او امنیت موضوع ګډه موضوع ده خو دغه څه ته ډیر پام نه کیږي.» د ماس په نظر د اقلیم او امنیتي مسایلو ترمنځ اړیکې د هرې ورځې په تیریدو سره لا پسې ارزښتمني کيږي.

د «منځني واټن ویشتونکو وسلو د منع قرارداد» متزلزل دی

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په امنیت شورا کې د بحث وړ موضوعاتو په هکله دویچه ویله ته وویل: «په هر ځای کې چې تفاهم ته اړتیا وي، موږ په دې برخه کې هڅې کوو.» خو دا چې د امنیت شورا د غړو له پاره کوم مسایل ډیر ارزښت لري، ښاغلي ماس یادونه وکړه چې ځینې مسایل «یوازي په روسیه او متحده ایالاتو پورې اړه نه لري، بلکې د چين نقش هم مطرح دی. حتی د بې وسلې کولو په برخه کي هم. او موږ به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې په لا ډیرې علاقمندۍ زیات فعال شو.»

امریکا متحده ایالاتو پر روسیې تور پوري کړی دی چې د په نوو کروز توغندیو سره یې قرارداد تر پښو لاندې کړی دی. که مسکو په دې برخه کې خپل په موقف کې بدلون را نه ولي، د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ غواړي چې د روان کال د فبروري میاشتې پر دوهمه نیټه له روسیې سره دغه قرارداد فسخ کړي. په عین وخت کې په پام کې ده چې د جمعې په ورځ په روکسل کې د اروپايي ټولنې په مقر کې د سفیرانو په کچه د روسیې او ناټو د استازو ترمنځ هم یو ملاقات وشي. په دې ملاقات سره دواړه لوري یو ځل بیا هڅه کوي چې روان کشمکش ختم، او روسیه د «منځني واټن ویشتونکو اتومي وسلو» قرارداد مراعتولو ته قانع کړل شي.

خو امریکا متحده ایالات او روسیه په دې قرارداد سره يوه گډه ستونزه هم لري. په دې قرارداد کې داسي هيواد لکه چين نه راځي چې کولای شي د منځنی واټن ويشتونکي توغندی چي اټومي سرگلولې هم انتقالولای سي، ځای پر ځای کړي.

USA Heiko Maas bei den Vereinten Nationen
انځور: picture-alliance/dpa/Kay Nietfeld

جنسي خشونت د وسلې په توګه

د اقلیم پر موضوع سربیره، آلمان غواړي چې په امنیت شورا کې د غیر دایمي غړیتوب په موده کې، د وسله وال کيدو کنترول هم د خپل کار په مرکزیت کې ځای پر ځای کړي. سربیره پر دې، په شخړو کې د میرمنو د ژغورلو موضوع هم بايد په پام کې ونيوله شي. ماس په دې برخه کې له ملګرو ملتونو د لا ډیرو هڅو او اقداماتو غوښتنه کړې ده.

ماس و ویل چې د سوریې په ګډون په نورو وسله والو شخړو کې د میرمنو پر وړاندي جنسي خشونت د وسلې په توګه کارول کیږي: «دا مسئله زموږ د زمانې د ټولو شخړو یو مکارانه حقیقت دی.»

بل لوري ته بیا امریکا متحده ایالاتو په وینزویلا کې د قدرت پر سره مبارزې په هکله د شنبې په ورځ د امنیت شورا د یوې بیړنۍ غونډي د رابللو غوښتنه کړې ده. دا چې د آلمان د بهرنیو چارو وزیر به په دې احتمالي ناسته کې ګډون وکړي او که نه، تر اوسه روښانه نه ده.

آلمان د ۲۰۱۹م کال د جنوري میاشتې له لومړۍ نیټې راهيسي د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د نورو لسو غیر دایمي غړو هیوادونو له ډلې څخه دی چې په هرو دوو کلونو کې بدليږي. متحده ایالات، روسیه، چین، فرانسه او بریتانیا د امنیت شورا دایمي غړي دي.