1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ویلدرز د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور کښلو سیالي لغوه کړه

۱۳۹۷ شهریور ۹, جمعه

د هالنډ ښي اړخه عوامپاله سیاستوال خیرت ویلدرز، د اسلام د پيغمبر د کاریکاتور کښلو اعلان کړي سیالي لغوه کړې، څو د احتمالي تاوتریخوالي مخه ونیول شي. د هغه دغه لمسونکی اقدام د هیواد دننه او دباندې نیوکې راپارولې وې.

https://p.dw.com/p/344lF
Großbritannien London - Geert Wilders
انځور: Imago/Zuma Press/J. Goodman

د اسلام ضد هالنډي سیاستوال خیرت ویلدرز، د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د اګست ۳۰مه) وویل چې هغه سیالي لغوه کوي چې د اسلام د پيغمبر د کاریکاتور کښلو له پاره اعلان شوې وه. د ویلدرز دغه ګام مسلمانان په غوسه کړي وو او د هیواد دننه پر هغه باندې د دغه اقدام له کبله نیوکه کیده.

د ویلدرز په خبره دغه سیالي ځکه لغوه کوي چې د مرګ د ګواښونو د تر لاسه کولو وروسته د اسلامیستي تاوتریخوالي مخه ونیسي. د هغه له لوري په یوې خپرې شوې اعلامیې کې راغلي دي: «ما پریکړه وکړه چې دغه سیالي لغوه کړم، څو د خلکو د اسلامیستي تاوتریخوالي د قرباني کیدو مخه ونیول شي. زه نه غواړم چې مسلمانان د کاریکاتور له دغې سیالۍ څخه د اسلامیستي تاوتریخوالي د پلمې په توګه کار واخلي.»
د ویلدرز له لوري په دغه بیانیه کې وړاندې راغلي دي چې «دا یوازې زما په اړه نه ده» او په خبره یې هر هغه څوک چې د دغه سیالۍ پر ضد دي «یوازې ما نه، بلکې ټول هالنډ ته د یوه هدف په سترګه ګوري.»

په دې ترڅ کې د پنجشنبې په ورځ یو ۲۶ کلن چې ویل کیږي پاکستانی دی د ترهګریز عمل او د قتل د پلانولو په شک محکمې ته وړاندې شو. هغه د سه شنبې په ورځ وروسته له هغې ونیول شو چې د فیسبوک په یوه پیغام کې یې د ویلدرز د وژلو او یا د هالنډ پر پارلمان باندې د برید کولو ګواښ کړی وو.

په پاکستان کې اسلامپالو ډلو د چهارشنبې په ورځ احتجاجي غونډې تر سره کړې چې په کې زرونو کسانو ګډون کړی وو او ویلدرز یې غنده.
د دې په غبرګون کې د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت په پاکستان کې خپلو اتباعو ته د خبرداري په ترڅ کې وویل چې له احتیاطه کار واخلي. په دې ترڅ کې د هالنډ یوه دولتي شرکت ویلي دي چې په نومبر میاشتې کې پاکستان ته پلان شوی اقتصادي سفر تر «بلې نیټې پورې» ځنډول شوی دی. 
خو د هالنډ حکومت د ویلدرز د سیالۍ څخه واټن نیولی وو. د دغه هیواد لومړي وزیر مارک روته، که څه هم دغه سیالي لمسونکي بللې وه خو په خپل هیواد کې یې د بیان د آزادۍ د خوندیتوب اصل ته اشاره کړې وه. هغه په روانه اوونۍ کې ویلي وو: «د اسلام په هکله د بحثونو د تر سره کولو پر ځای د دې [سیالۍ] موخه لمسون دی.»

د ویلدرز د آزادۍ له پاره ښي اړخه عوامپاله ګوند (پي وي وي) د هالنډ په پارلمان کې دوهم ستر ګوند دی. د هغه د ګوند په لس ټکیز پلان کې د مسجدونو تړلو او په قرآن د بندیز په شمول د «هالنډ غیرـ اسلامي کول» شامل دي.