1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

نیوزیلنډ له پاکستانه د یو ورځنیو لوبو لړۍ پنځه صفر وګټله

۱۳۹۶ دی ۲۹, جمعه

په ویلنګټن کې په تر سره شوې وروستۍ یوه ورځنۍ لوبه کې د نیوزیلنډ کرکیټ ملي لوبډلې د پاکستان ملي لوبډلې ته په پنځلسو منډو ماته ورکړه. په دې سره نیوزیلنډ له پاکستانه پنځه سره لوبې وګټلې.

https://p.dw.com/p/2r8Y0
Pakistan Cricket Shadab Khan
انځور: Getty Images/AFP/J. Samad

وروستۍ لوبه د جمعې په ورځ په ویلنګټن کې وشوه او د ټاس تر ګټلو وروسته نیو زیلنډ په خپله منډو جوړولو ته ملا وتړله. د نیوزیلنډ ملي لوبډلې په ټاکل شوو پنځوسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۷۱ منډې وکړې. خو په ځواب کې یې د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۹ اور کې د ۲۵۶ منډو تر جوړولو وروسته وسوځیدله. کوربه لوبډلې د یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ یا سیریز پنځه صفر وګاټه.

دا دریم وار دی چې د پاکستان د کرکیټ ملي لوبډله د کومې لوبډلې پر وړاندې د نړیوالو لوبو سیریز پنځه صفر بایلي. تر دې دمخه پاکستان په ۲۰۱۰م کال کې آسترالیا او په ۱۹۸۸م کال کې ویسټ انډیز ته د لوبو لړۍ پنځه صفر بایللې وې.

د نیوزیلنډ په ننۍ بریا کې د مارتن ګوپتل ښې توپ وهنې لاس درلود چې پوره سل منډې یې وکړې او له دې کبله د لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. پر دې سربیره په ټولو لوبو کې د ښه ځلیدو له کبله هغه ته د ټول سیریز د ښه لوبغاړي جایزه هم ورکړل شوه.

په ویلنګټن کې د نیو زیلنډ له لوري دوهم ښه توپ وهونکی روس تیلر وو، چې په یوه ستونزمن وخت کې یي ۵۹ منډې وکړې. د پاکستان له لوري په ننۍ لوبه کې ښه توپ اچونکی رومان رئیس وو چې د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي يې وسوځول. فهیم اشرف هم دوې ویکټې تر لاسه کړې. د جمعې ورځې په لوبه کې پاکستاني توپ وهونکي په لومړۍ سر کې ژر ژر وسوځیدل او د ۵۷ په مجموعي منډو د پاکستان د سر پنځه لوبغاړي سوځیدلي ول.

اوس په پام کې ده چې د پاکستان او نیوزیلنډ لوبډلې درې شل اوریزي سیالۍ تر سره کړي چې لومړۍ لوبه به د جنورۍ پر ۲۲ وشي.

د ۱۹ کلنو نړیوال جام

د ۱۹ کلنو د کرکیټ نړیوال جام په سیالیو کې پاکستان چې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې دی، په خپله دریمه او وروستۍ سیالۍ کې د سریلانکا لوبډلې ته ماتې ورکړه او د دغه جام دوهم پړاو ته یې لار ومونده. افغانستان لا تر مخه دوهم پړاو ته وتلی دی او خپله وروسته لوبه به نن د جمعې په ورځ له آیرلنډ سره وکړي. آیرلنډ تر دې دمخه خپلې دواړه لوبې بایللي دي. د ګروپي سیالیو وروستۍ لوبې به د جنورۍ میاشتې پر ۲۲مه نیټه پای ته ورسیږي او بیا به معلومه شي چې په بل پړاو کې کومې لوبډلې یو د بل پر وړاندې لوبیږي.

زموږ له آرشیف څخه: