1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال ځواک د تاریخ په کنده کی

۱۳۹۰ مرداد ۲۸, جمعه

له نن څخه 20 کاله مخکی نړیوال ستر ځواک شوروی اتحاد ړنګ شو. د هغه وخت د ولسمشر میخایل ګوربه چوف د اصلاحاتو پر ضد تندلارو کمونستانو په پوځي کودتا لاس پوری کړ. خو دی کودتا د شوروی د ړنګیدو پروسه نوره هم ګړندی کړه

https://p.dw.com/p/12JSn
د پخوانی شوروی اتحاد ولسمشر ګوربه چوف او د روسیی د هغه وخت ولسمشر بوریس یلتسین
د پخوانی شوروی اتحاد ولسمشر ګوربه چوف او د روسیی د هغه وخت ولسمشر بوریس یلتسینانځور: picture alliance/dpa

په 1991 کال د میخایل ګوربه چوف تر مشری لاندی شوروی اتحاد له یو مصیبټ ځپلی سیاسی، اقتصادی او ټولنیز حالت سره مخامخ شوی ؤ. د دی هیواد په صنعتی تولیداتو کمښت راغی او وزګارو خلکو شمیر وار په وار زیاتید. اقتصادی تورم د خلکو ورځنی ژوند تریخ کړی ؤ.

ولسمشر ګوربه چوف په سیاسی اصلاحاتو لاس پوری کړ په دی هیله چی شوروی اتحاد ته یو بله بڼه ورکړی او له هغه مصیبت څخه یی وژغوری چی ورسره لاس او ګریوان ؤ.

ګوربه چوف نن هم په دی عقیده دی چی د هغه د اصلاحاتو هدف د شوروی ژغورل ؤ :«شوروی اتحاد ژغورل کیدای شو او باید شوی وای.»

خو ګوربه چوف یو دوهم شوروی اتحاد غوښته چی په هغه کی شامل جمهورتیونه له کورنیو آزادیو څخه برخه من وی. په همدی مقصد هغه د 1991 کال د مارچ په میاشت کی په دی اړه یوه ټول پوښتنه په لاره واچوله. د رسمی معلوماتو له مخی 70 سلنه خلکو د « فدرالی خپلواکمنو جمهوریتونو په توګه چی ټول یو بل سره مساوی حقوق ولری د شوروی اتحاد د ساتلو» په پلوی رایی ورکړی. ګوربه چوف وتوانید چی د شوروی د جمهوریتونو تر منځ د یو نوی تړون لپاره بند وبست وکړی او په پام کی ؤ چی د 1991 کال د اګست په 20 لاس لیک شي. خو خبره تر لاس لیک کولو پوری ونه رسیده.

د شوروی اتحاد ژغورل

یوه ورځ مخکی له نوموړی نیټي یعنی د اګست په 19 هغه څه پیښ شول چی په لویديحه نړی کی ډیرو لا مخکی تری اندیښنه درلوده: د ګوربه چوف پر ضد پوځي کودتا. د شوروی یوی تند لاری ډلی چی په هغی کی د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د کی جی بی رییس هم شامل ؤ یوه «ملی» نومی کمیته یی جوړه کړه. دغو زړو کمونستانو د ګوربه چوف پر اصلاحاتو باور نه درلود.

د ۱۹۹۱ کال د کودتاچیانو پر ضد په ماسکو د خلکو مظاهره
د ۱۹۹۱ کال د کودتاچیانو پر ضد په ماسکو د خلکو مظاهرهانځور: picture-alliance/dpa

ګوربه چوف د دغی ډلی په هکله اوس وایی: «هغوی فکر کاوه چی په عادی سیاسی امکاناتو څه لاس ته ورځي ، نو په دی وجه یی په کودتا لاس پوری کړ.»

کودتاچیانو په دی پلمه چی ګواکی ګوربه چوف ناروغ دی، هغه یی له خپلی کورنی سره د کریمیا په ټاپو کی په خپل تفریحی کور کی نظر بند کړ او له بهرنی نړی سره یی د هغه ټولی اړیکی غوڅی کړی. په شوروی اتحاد کی بیړنی حالت اعلان شو او په ماسکو کی ټانکونه او توپونه سړکونو ته راووتل. کودتاچیانو وویل چی هغوی غواوی شوروی اتحاد له یو«ناورین» څخه وژغوری.

کندی ته غوځار

کودتا ناکامه شوه. د 1991 کال د اګست میاشت کی د روسیی د نوی ټاکل شوی ولسمشر بوریس یلتسین چی د کمونستانو پر ضد راولاړ شوی ؤ د بخت ستوری په ځلیدو راغی. په ماسکو کی د سپینی ماڼي چی د یلتسین د ریاست مقر ؤ، په لس ګونو زره خلک راټول شول ترڅو د کودتاچیانو پر ضد غږ پورته کړي. د یلتسین تر مشری لاندی د خلکو دغه غورځنګ وتوانید چی کودتا ناکامه کړی او ګوربه چوف له نظر بند څخه وژغوری او بیرته ماسکو ته یی ستون کړي. کودتاچیان ونیول شول او ځینو یی په انتحار لاس پوری کړ. له دی سره کمونست ګوند منع کړای شو او د شوروی اتحاد د ذوال شیبه راورسیده.

له کودتا سره تند لارو کمونستانو غوښتل چی شوروی اتحاد وژغوری، خو د هغوی دی کار د ړنګیدو پروسه نوره هم ګړندی کړه. ستونیا خپله خپلواکی اعلان کړه. د هغه په تعقیب اوکرایین او نورو جمهوریتونو له شوروی اتحاد څخه ووتل او د خپلواکو دولتونو بیرغونه یی پورته کړل.

د ګوربه چوف پر ضد کودتا ناکامه شوه
د ګوربه چوف پر ضد کودتا ناکامه شوهانځور: picture-alliance/dpa

ګوربه چوف خپل مسوده شوی پلان چی یو دوهم شوروی اتحاد جوړ کړی وړاندی کړ، خو وخت له وخت تیره ؤ. له کودتا څخه دری میاشتی وروسته د روسیی د هغه وخت ولسشمر بوریس یلتسین، اوکرایین او سپینی روسیی د خپلواکو دولتونو مشترک المنافع جوړ کړ. د 1991 کال د دسمبر په 26 شوروی اتحاد په رسمی توګه منحله اعلان شو. ګوربه چوف له قدرت څخه راوپرځول شو او د ولسمشر په توګه یی استعفاء وکړه.

شل کاله وروسته له دغی پیښی ډیری خلک دا یوه « معما» ګنی چی څرنګه شوروی اتحاد داسی په ګړندیتوب سره ړنګ شواو تر یوی کچی پرته له کوم زور زیاتی څخه.
د آلمان د کولن د پوهنتون استاذ او د ختیځی اروپا کارپوه، ګرهارد زیمون دی ته پوښتنی په ځواب کی وایی:
« ستره غلطی د شوروی پروپاګند او ایدیولوژی وه، چی آن له لومړی سره ځان له لویدیځ سره پرتله کاوه. هغه په خپل لاس غاړی ته زندی واچوله.»

کار پوه زیمون د شوروی د ړنګیدو بل دلیل د هغه اقتصادی نظام بولی چی خلک یی له ډیرو مادی ښیګنو څخه بی برخی کړی ؤ او د هغه په سیاله لویديحه نړی کی د دی عکس ؤ:
«د شوروی نظام له دی امله هم له خاورو ایرو سره برابر شو چی د هغه په وړاندی یوه لویدیځه نړی وه، له خپل غوره اقتصاد او ستری آزادی سره. د شورویانو په نظر د سرو زرو نړی.»

خو کارپوه زیمون دا هم وایی چی د حیرانتیا بله خبره دا ده چی د شوروی اتحاد د «زړه جمهوریت، روسیی» او د هغی سیاسی مخکښانو نور زیاتی شوروی اتحاد نه غوښته.

رومان ګونچارنکو/ عبدالباری حکیم
کتونکی: سید ریاض