1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نړیوال مالي بحران د سروزرو بازار تود کړی

۱۳۹۰ آبان ۲۶, پنجشنبه

اوسني نړیوال بحران د سروزرو په برخه کې پانګه اچونوې سره علاقه ډیره کړې ده. د سروزرو نړیواله شوار واېي چې که څه هم د دغه فلز بیه د بل هر وخت په پرتله لوړه شوي خو بیا هم په دغه برخه کې پانګه اچونه د ډیریدو په حال کې ده.

https://p.dw.com/p/13CFN
د سروزرو په برخه کې پانګونه د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږي
د سروزرو په برخه کې پانګونه د هرې ورځې په تیریدو سره ډیریږيانځور: picture-alliance/dpa

د سروزرو نړیوالې شورا په خپل رپورت کې ویلې دي چې د روان کال په جولای، اګست او سپتمبر میاشتو کې په ټولې نړۍ کې ۱۰۵۴ ټونو سروزرو ته تقاضا موجوده وه. د دغه سازمان د رپورټ په حواله په دغې مودې کې خو همدا راز د سروزرو بیه د بل هر وخت څخه لوړه شوی.

د سروزرو د بیې د لوړوالې لامل، په دغې برخه کې په پانګه اچونې کې ۳۳ سلنه ډیروالې په ګوته شوی دی. په وروستیو کې ځکه د سروزرو په مارکیټ کې د پانګه اچونې تقاضا ډیره شوې چې د نړۍ په نورو بازارونو کې د مالي بحران له کبله ثبات نه لیدل کیږي.

د سروزرو نړیوالې شورا په خپل رپورت کې ویلي دي چې پانګه اچوونکې د خپلو سرمایو د ساتلو لپاره او د سروزرو د مارکیت څخه د ګټې اخیستنې په موخه په دغې برخه کې ډیرې پانګه اچونې کړي دي.

په راپورټ کې راغلي چې د سروزرو د مارکیت ټیټ «ریسک» ته په کتو سره ښایې چې پانګه اچوونکې په دغه مارکیټ کې پانګونو ته دوام ورکړي.

په سروزرو کې پانګه اچونه د اقتصادي بحرانونو، نا مشخصه بازارونو او لوړ انفلاسیون پر وخت یو ښه انتخاب بلل کیږي. ځکه چې د دغه قیمتې فلز بیه په مالې بازارونو کې د بحران له وجې ډیره نه متاثریږي.

هندوستان په نړۍ کې د سروزرو تر ټولو لوې مصرف کوونکی او وارد ونکی هیواد دی. په دغه هیواد کې هم د سروزرو د بیو د لوړیدو سره د دغه فلز لپاره تقاضا لوړه شوې ده. کارپوهان وایې چې د دغه کار لامل په هندوستان کې د انفلاسیون لوړه سلنه ده.

د هندوستان تر څنګ په چین، ویتنام او تایوان کې هم سروزرو ته په تقاضا کې لوړوالی راغلی. د سروزرو نړیواله شورا تمه لري چې هندوستان کې د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې سروزرو ته تقاضا لا پسې لوړه شي. ځکه چې په دغه وخت کې په هندوستان کې ډیر ودونه تر سره کیږي او هندوان په خپلو ودونو کې د سروزرو څخه د ډیرې استفادې له کبله نړیوال شهرت لري.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل