1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نواز شریف د هند او افغانستان په اړه نوي معلومات ترلاسه کوي

۱۳۹۶ تیر ۹, جمعه

چارواکو ویلي دي چې د پاکستان لومړی وزیر نوازشریف، به په کشمیر کې د وروستيو پیښو په اړه تازه معلومات ترلاسه کړي. پاکستان پر هندوستان باندې تور لګولی دی چې اوربند یې مات کړی او دا چې هندي ځواکونو یو پاکستانۍ وژلی دی.

https://p.dw.com/p/2ffrV
Pakistan Premierminister Nawaz Sharif, Untersuchungsausschuss
انځور: Reuters/F. Mahmood

دوو چارواکو د اسوشیتد پرس خبري آژانس ته د جمعې په ورځ ویلي دي چې نواز شریف به همداراز د هغو تدابیرو په اړه معلومات ترلاسه کړي چې پاکستاني پوځ غواړي د هغوی له نیولو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي.

پاکستان او افغانستان یو پر بل باندې تور لګوي چې په خپله خاوره کې یې د بل مخالفینو ته ځای ورکړی دی او دا چې ترهګر په یوه هیواد کې بریدونه پلانوي او بیا يې په بل کې ترسره کوي.

چارواکو د نوم د نه بربنډولو په شرط دغه معلومات له اسوشیتد خبري آژانس سره شریک کړي دي.

په وروستیو وختونو کې د هندوستان او پاکستان تر منځ اړیکي یو ځل بیا ترینګلې شوې دي. په وروستي مورد کې پاکستان د هندوستان یو دیپلومات راوغوښت او هغه ته یې د چهارشنبې ورځې د پیښې له کبله خپل شکایت وکړ.

هندوستان او پاکستان دواړه د کشمیر یوه برخه اداره کوي، خو هم اسلام آباد او هم نوي دهلي بیا د ټول کشمیر د مالکیت دعوا لري.