1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نن په تاریخ کې

۱۳۹۰ دی ۱۸, یکشنبه

نن د یکشنبې ورځ د جنوري د میاشتې اتمه نیټه او د ۲۰۱۲م کال اتمه ورځ ده. د کال پای ته ۳۵۸ ورځې پاتې دي.

https://p.dw.com/p/13g64
انځور: Rob Stark/Fotolia/DW

په تاریخ کې د نن ورځ مهمې پیښې:

د ۱۶۵۴م کال پر نن ورځ اوکراین، د روسیې سره یو ځای شو.

د ۱۹۱۲م کال پر همدې ورځ په بلومفونتن کې د افریقا د ملي کانګرې بنیاد کیښودل شو.

د ۱۹۲۶م کال پر همدغه ورځ ابن سعود د حجاز څخه د پاچا حسین تر شړل کیدو وروسته پاچا شو او د د هیواد نوم یې سعودي عربستان کیښود.

د ۱۹۷۲م کال د جنورې د میاشتې په اتمه بنګله دیشي سیاستوال، شیخ مجیب الرحمان، په پاکستان کې د بند را خلاصیدو څخه وروسته لندن ته ورسید او د خپل نوي هیواد په رسمیت پیژندلو غوښتنه یې وکړه.

د ۱۹۷۳م کال پر همدې ورځ په پاریس کې د امریکا او ویتنام تر منځ د سولې پټې خبرې اترې یو ځل بیا پیل شوې.

د ۱۹۹۲م کال پر نن ورځ په ټوکیو کې په یوه رسمي میلمستیا کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر، جورج بش، پر ځمکه رالوید. سپینې ماڼې وویل چې هغه د معدې ناروغي لرله.

د ۱۹۹۶م کال پر همدغه ورځ د کانګو په کینساشا کې یوه مسافر وړونکي الوتکه د ګڼې ګوڼي په یوه سیمه کې راولویده. د دولتي ارقامو له مخې په دغه پیښه کې ۲۵۰ تنه ووژل شو خو د غیر رسمي ارقامو له مخې دغه شمیر بیا ۱۰۰۰ تنو ته رسیده.

د ۲۰۰۶م کال د جنوري پر ۸ په عراق کې د بیلک هاک نومي څرخي الوتکه راولویده او په کې سپاره ټول ۱۲ امریکاي سرتیري ووژل شول.

د ۲۰۱۰م کال پر همدې ورځ د امریکا د پوځ مشرانو وویل چې د امریکا متحده ایالات داسې کوم پلان نه لري چې یمن ته خپل پوځونه واستوي.

آژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل