1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نزدې ختيځ: د کرونا پرمهال له کورني‌ تاوتريخوالي‌ اندېښنه

۱۳۹۹ فروردین ۱۵, جمعه

په عربي‌ ژبو هيوادونو کې هم ښځې د نارينه وو له خوا وهل کيږي.‌ خو د کرونا کړکېچ دغه وضعيت لا ترينګلی کوي.‌ دويچه ويله له اړوندو ښځو سره خبرې کړې دي.

https://p.dw.com/p/3aOeX
Spanien Protest vor dem Justizministerium in Madrid
انځور: Reuters/S. Perez

د تېرې اوونۍ په آخره کې د تونس د ښځو او فاميلونو د چارو وزيرې، اسما الزهيري،‌ خبرداری ورکړ:‌ په ياد هيواد کې د کرونا ويروس له کبله پر ګرځېدو د بنديز له وجې د ربړول شوو ښځو شمېر پنځه برابره ډېر شوی دی.‌ دغه شمېر پر هغو ارقامو بنا دی چې د مارچ د ۲۳مې او ۲۷مې نېټې تر منځ‌ راټول شوي‌ ول.‌ خو يادې وزيرې بيا دقيق ارقام په ګوته نه کړل.‌

الزهيري‌ دا هم وويل چې تونس د ټول هېواد په کچه د امن په نوم اته کورونه لري. دا چې د ښځو له پاره پر دغو ځانګړو بنسټونو باندې فشار او خدماتو ته يې تقاضا بېرته راکمه شي،‌ نو اوس د تاوتريخوالي‌ د لاملونو په وړاندې کلک حقوقي تدابير په نظر کې نيول شوي‌ دي.‌

د وزيرې په خبره به د تونس د عدليې وزارت د ۲۰۱۷م کال يو قانون د پخوا په نسبت لا شديد پلی کړي.‌

دا قانون د دې اجازه ورکوي‌ چې هغه کسان چې د خپلې کورنۍ د غړو په مقابل له کورني تاوتريخوالي‌ کار اخلي،‌ له خپل کور يا اپارتمان څخه شړل کېدای شي.‌ ټاکل شوې ده چې په دې سره به په تونس کې د کورني‌ تاوتريخوالي‌ قربانيان له دغسې يوه حالت څخه وژغورل شي.

فزيکي‌ تشدد په نزدې ختيځ‌ او شمالي‌ افريقا کې د ډېرو ښځو د ورځني‌‌ ژوند يوه برخه ده.‌ د »العربي‌الجديد« ورځپاڼې په مارچ مياشت کې د امريکايي‌ پرينستن پوهنتون د يوې څېړنې په نقل قول سره ليکلي ول‌ چې په يمن،‌ مراکش،‌ مصر،‌ سودان او الجزائر کې هره څلورمه ښځه د خپلو مړونو له خوا وهل شوې ده.

Türkei Gegen häusliche Gewalt: Demonstration in Ankara
په انقره کې د کورنيو تاوتريخوالو پر ضد مظاهرېانځور: picture-alliance/NurPhoto/A. Gocher

د بشري‌ حقونو د څارډلې يا هيومان رايتس واچ د يوې څېړنې له مخې د منځني‌ ختيځ‌ او شمالي افريقا د هيوادونو نيمه برخه يې د کورني‌ تاوتريخوالي‌ ضد قوانين لري،‌ خو دغه قوانين د يادې ډلې په حواله اغېزمنې شوې ښځې په کافي‌ توګه نه شي‌ ژغورلی.‌

»تاوتريخوالی زما د ژوند يوه برخه ده«

‌د واده شوو کسانو په منځ‌ کې تاوتريخوالی اکثراً کومه يو ځلې پېښه نه وي،‌ بلکې د کارپوهانو په حواله هغه ډېر وخت په کلونو او لسيزو داوم لري.‌ وديعه محمود (نوم يې د حفاظ‌ت په موخه تغير کړل شوی) له دويچه ويله سره په خبرو کې وايي‌ چې »فزيکي‌ تاوتريخوالی زما د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ده.« هغه وايي: »ورسره داسې بلده يم لکه له خوراک،‌‌ څښاک او هوا سره چې تنفسوم يې.‌ زه کوم بل شی نه پېژنم.«

دويچه ويله د دغې ښځې اصلي‌ هويت او د اوسېدو ځای پېژني.‌ دغه تقريبا ۵۰ کلنه ښځه البته له خپل مېړه او د هغه له ټولنيز ماحول څخه داسې ويريږي‌ چې يوازې د مستعار نامه لاندې او پرته له دې چې هيواد يې په ګوته شي،‌ غواړي‌ خبرې وکړي.

وديعې تقريبا ۳۰ کاله پخوا په خپلوانو کې واده وکړ.‌ دا له هغه وخت راهيسې له تاوتريخوالي‌ څخه کړيږي. اوس د قرنطين تدابير او پر ګرځېدو بنديز د دې باعث شوي‌ چې د وديعې مېړه تل ورسره په کور کې وي.‌

د وديعې په خبره دا د هغې له پاره يو ډېر بد حالت دی.‌ مېړه يې تل وارخطا هم وي‌ ځکه چې هغه د سکريټو او قهوې له قلت سره مخامخ دی.‌ دا چې لوڼې يې واده شوې دي،‌ نو يوازې وديعه او زوی يې بايد په کور کې له ده سره چلن وکړي.‌

»زه دا حالت نور نه شم زغملی«

Libanon Leere Straßen, volle Wohnungen. Szene aus Beirut, 21. März
د بيروت ښار يو واټ انځور: picture-alliance/AP Photo/H. Ammar

د وديعې په څېر اُم علي‌ (نوم يې هم تغير کړل شوی) له ډېر وخت راهيسې په بد وضعيت کې ده.‌ نوموړې يو څه موده مخکې له خپلې کورنۍ سره له يوه عربي‌ هيواد څخه ترکيې ته تښتېدلې ده چېرته چې اوس ژوند کوي.‌

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کې وايي‌ چې مېړه به يې دا او ماشومان هره ورځ‌ وهل او ټکول.‌ د هغې په خبره »يو وارې يې راته حتی ګواښ‌ وکړ چې اور به راته ورته کړي،‌ دا ځکه چې ما نه غوښتل چې جنسي‌ اړيکه ورسره ولرم.«

د پرله پسې تاوتريخوالي‌ له کبله ام علي‌ اوس حتی په ترکيه کې اندېښنه لري‌ چې بشپړ ګرځبنديز به اعلان شي.‌ دا به هغې ته په دې معنی وي چې کار ته به نه شي تللی،‌ تل به په کور کې وي‌ او مېړه به يې تل ورسره وي.

هغه وايي: »زه په دې نظر يم چې لا زياته به وهل کيږم او لا به راته سپکې سپورې ډېرې شي. زه دا حالت نور نه شم زغملی.«

ماشومان هم کړيږي

دغسې اندېښنې د غزې په تراډه کې هم موجودې دي.‌ د ټولنيزو چارو کارکوونکې،‌ علا اکنس په دغه سيمه کې په يوه‌ کلينيک کې کار کوي چې د کورني‌ تاوتريخوالي‌ د قربانيانو درملنه پکې هم کيږي.‌ د هغې په خبره قرنطين او پر ګرځېدو بنديزونه د ډېرو فامليونو له پاره يوه استثنايي ‌او نوې تجربه ده.‌

د هغې په خبره له دې کبله د ښځو او ماشومانو په وړاندې د تاوتريخوالي‌ کچه هم لا پسې لوړيږي.‌ نوموړې زياتوي‌ چېتت »دغه تاوتريخوالی کېدای شي‌ په فزيکي‌ يا رواني‌ ډول وارد کړل شي.«

رواني‌ تدابير او مخنيوی

Palästina In Erwartung der Krise. Szene aus dem Gazastreifen, 30. März
د يوې څېړنې له مخې د منځني‌ ختيځ‌ او شمالي افريقا د هيوادونو نيمه برخه يې د کورني‌ تاوتريخوالي‌ ضد قوانين لريانځور: picture-alliance/ZUMAPRESS/Imageslive/A. Hasaballah

د ټولنیزو چارو يوه بله کارکوونکې،‌ رانيا سليمان په لبنان کې وايي‌ چې په يوه تړلې فضا کې د کورنۍ د ډېرو غړو ګډ ژوند د متقابلو اړيکو يوه لويه ازموينه ده.‌ د هغې په خبره په نزدې ختيځ کې باب ډېر جوخت ژوند او خپلې روغتيا ته ډېره اندېښنه کېدای شي‌ ټولنيز فشارونه هم ډېر کړي.‌

هغه وايي: »دغه څه د ښځو او ماشومانو په وړاندې په فزيکي‌ تاوتريخوالي‌ اوړي.« هغه زياتوي‌ چې د دغسې شرايطو لاندې بايد ښځې په لوړه کچه د کورنۍ و اړتياوو ته غبرګون ښکاره کړي. د هغې په خبره دا د ورځني‌ فشار په معنی هم ده.‌ که هغوی دغه اړتياوې پوره نه کړي، لکه څنګه چې ئې مېړه غواړي،‌ نو له دې خطر سره مخامخيږي چې په فزيکي‌ توګه وربړول شي.

د هغې فلسطينۍ همکاره علا اکنس بيا ښځو ته دا مشوره ورکوي‌ چې خپل اسناد لکه تذکره او د روغتيايي‌ بيمې کارټ‌ که ويې لري‌ البته او همداراز د بېړنۍ مرستې شمېرې او د کمکي‌ سازمانونو شمېرې دې تل له ځان سره ولري‌ او د اعتماد باوري‌ کسان هم تل خبر کړي.‌

خو د دې له پاره چې په کورنۍ کې دننه تشنج او ترينګلتيا راکمه شي،‌ دا هڅه بايد هم وشي،‌ چې لازمې دندې سره ووېشل او د کورنۍ هر غړی په کور کې سره مرسته وکړي.‌ دا ځکه چې دغه کار د کورنۍ هر غړی په دې مکلفوي‌ چې مسئوليت ومني‌ او اجرا يې هم کړي.‌

دلته د افريقايي هيوادونو په اړه يو انځوريز البوم هم کتلۍ شئ!