1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نبي له مینوالو غوښتي چې د نړیوال جام له پاره ټکټونه واخلئ

۱۴۰۰ آبان ۸, شنبه

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر محمد نبي د افغانستان او پاکستان تر پرونۍ لوبې وروسته له افغانانو غوښتنې چې په زوره سټیډیوم ته د ننوتلو پرځای ټکټونه واخلي. پرون یو شمیر افغانانو هڅه کوله له ټکټ پرته سټیډیوم ته داخل شي.

https://p.dw.com/p/42NfQ
ICC Cricket World Cup 2019 | Indien vs Afghanistan
انځور: Getty Images/A. Davidson

پرون د جمعې په ورځ د ۲۰ اوریزو لوبو په نړیوال جام کې د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو ترمنځ د لوبې په جریان کې یو شمیر افغانانو غوښتل چې په زور او له ټکټ پرته د لوبې سټیډیوم ته داخل شي. د ملي لوبډلې مشر محمد نبي له افغانانو غوښتي چې «مهرباني وکړئ ټکټونه واخلئ.»

پاکستان ته د لوبې تر بایللو وروسته محمد نبي وویل: «افغان مینوالو، لطفاً ټکټونه واخلئ او سټیډیوم ته راشئ. دا کار بیا مه کوئ.» د محمد نبي اشاره د پرون ورځې هغې پیښې ته ده چې پکې یو شمیر افغانانو چې ملي بیرغ هم ورسره وو، غوښتل له ټکټ پرته د زور له لارې سټیډیوم ته داخل شي.

پرون د لوبې په جریان کې یو شمیر افغانانو چې ملي بیرغ هم ورسره وو، غوښتل له ټکټ پرته د زور له لارې سټیډیوم ته داخل شي. د کریکټ نړیوالې شورا د پولیسو په حواله ویلي چې د لوبې تر پیل یو ساعت وروسته پولیسو د سټیډیوم دروازې وتړلې څو د لوبې په ډګر کې خوندي او کنترول شوی چاپیریال برابر کړي.

د معلوماتو له مخې، د دې کار په پایله کې د کریکټ یو شمیر هغه مینوال چې ټکټونه یې هم لرل، سټیډیوم ته په داخلیدو نه دي توانیدلي.

د کریکټ نړیوالې شورا په دې هکله بخښنه هم غوښتې: «د کریکټ نړیواله شورا، د هندوستان د کریکټ بورډ اداره او د متحده عرب اماراتو د کریکټ اداره له هغو مینوالو بخښنه غواړي چې ټکټونه یې لرل خو نن شپه سټیډیوم ته داخل نه شول.» دوی له دغو کسانو غوښتي چې په دې برخه کې دې له ټکټ پلورونکو سره په تماس کې شي.

د کریکټ نړیوالې شورا د متحده عرب اماراتو له کریکټ بورډ څخه غوښتي ترڅو د تیرې شپې پیښه په دقت سره وڅاري ترڅو په راتلونکې کې دغه کار بیا تکرار نه شي.