1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو له افغانستانه د وتلو په اړه په خپلو تجربو بحثونه کوي

۱۴۰۰ مهر ۲۹, پنجشنبه

د امریکایي او ناټو ځواکونو له وتلو شاوخوا دوه میاشتې اوړي خو لا هم  په دغې موضوع په عامو مجلسونو او د سیاستوالو تر منځ بحثونه کیږي .اوس د ناټو د دفاع وزیران غواړي په همدې موضوع غونډه جوړه کړي.

https://p.dw.com/p/41xCZ
Symbolfoto NATO
انځور: Martin Bertrand/Hans Lucas/picture alliance

د ناټو دفاع وزیران نن پنجشنبه ( اکتوبر ۱۲)  په بيړه او د ګډوډۍ په حال کې د دغو ځواکونو  وتلو په اړه چې څه درسونه ترې زده شوي دي غونډه جوړوي .

د دې غونډې له پیلیدو مخکې چې د اروپا پر وخت ۲ بجې په  بروکسل کې پیلیږي او دوه ورځې به دوام وکړي، د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرگ متحده ایلاتو او اروپایانو غوښتي چې له شخړې ډډه وکړي .

په دغې غونډه کې به د امريکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستین او د آلمان د دفاع وزیره انه گریت کرامپ کارنباور  هم ګډون وکړي .

امریکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل؛ طالبان خپله بریا لمانځي

وروسته له هغې چې امریکا بیړنۍ پریکړه وکړه او خپل ځواکونه یې له افغانستانه وویستل دا چې له اکمالاتي پلوه د ناټو غړي هیوادونه هم پر امریکا تکیه وه دوئ هم خپل ځواکونه وویستل .

په اروپایي ټولنه کې د دې غوښتنه ډیره شوې چې اروپا باید پرته له امریکا په خپلواکه ډول خپل کارونه وکړي په ځانګړي ډول فرانسه چې په همداسې یوې لویې ستراتیژۍ کار او ټینګار کوي.

 ټاکل شوې په دغه اوسنۍ غونډه کې پر يوې نوې ستراتیژۍ چې د ناټو د مشرانو په راتلونکې غونډه کې به په مادرید کې تصویب شي، هم خبرې وشي .د غه غونډه به د راتلونکي کال د جون په میاشتې کې ترسره شي.

له افغانستانه د ځواکونو تر وتلو وروسته مهمي پوښتني