1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو غواړي خپله ختيځه برخه لا پياوړي کړي

۱۴۰۱ آذر ۸, سه‌شنبه

په بخارست کې د ناټو – شورا د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې د اوکراين سره د لا زياتې مرستې، د روسیې پر وړاندې د مقاومت د زیاتولو او د ناټو د ختیځې څانګې د پياوړي کولو موضوعګانې مطرح کیږي.

https://p.dw.com/p/4KDRP
په رومانيا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه ترسره کیږي
په رومانيا کې د ناټو د بهرنیو چارو وزيرانو غونډه ترسره کیږيانځور: Bernd Riegert/DW

دا تسادف نه دی چې د ناټو د ۳۰ هيوادونو د بهرنيو چارو وزيران د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو په رومانيا کې ګوري. دوی د رومانيا د بهرنيو چارو د وزير بوګدان اوريسکو په بلنه د ناټو له ختیځې څانګې او د تورې بحيرې له ساحې څخه ملاتړ ښيي چې د اوکراين له جګړې راهيسې د ناټو د فعاليتونو په نوي مرکز بدلې شوې دي.

د ۲۰۲۲م کال په پېل کې ناټو ائتلاف د روسیې د ګواښ په مقابل کې د څلورو نويو جنګي ډلو (Battlegroups) په سلواکيا، هنګري، بلغاريا او رومانیا کې د رامنځته کولو پريکړه وکړه. له ۲۰۱۷م کال راهېسې د روسیې له خوا د کريميا د نيمه ټاپو د ۲۰۱۴م کال د الحاق په غبرګون کې د بالتېک په دريو هيوادونو او پولند کې لا دمخه دغه ډول جنګي ډلو شتون درلود.

څلور نوي کنډکونه چې هر یو یې د ۹۰۰ او ۱۳۰۰ ترمنځ کسان لري، د جوړيدو په حال کې دي. يو شمیر هيوادونو چې آلمان هم پکې شامل دی، په دې جنګي ډلو کې به په دوامداره توګه عسکر ولري نور هيوادونه به په دوره يې توګه وار په وار عسکر ور استوي.

ناټو څه ته وایي او ولې رامنځته شو؟

د دې ډلو جګړه ایز توان محدود دی خو مهم یې سمبوليک ارزښت دی ځکه په دې توګه د ناټو د عمومي منشي ينس ستولتنبیرګ په خبره دا څو مليته جوړښت د ناټو د غړيو هيوادونو يووالی منعکسوي.

د ستولتنبیرګ وياندې زياته کړې: «د اوکراين پر وړاندې د روسیې د جګړې په ځواب کې موږ د ناټو د مقاومت پياوړتیا او د ائتلاف د ختیځې برخې دفاع ته ادامه ورکوو.»

د روان کال په دوبي کې په مادريد کې د ناټو په سرمشریزه کې پر دې هوکړه وشوه چې په راتلونکي کې د دغه جنګي ډلو ځواک تر لوا پورې لوړیدلی شي چې دا به کابو ۵۰۰۰ کسان وي.

د جنګي ډلو تګلاره

د نوامبر پر ۱۵ نېټه په ختيځه څنډه کې د ناټو يووالی وآزمويل شو. کله چې د پولند په خاوره کې د اوکراين پولې ته څېرمه يوه راکټ دوه ملکیان ووژل نو ناټو څو سخت ساعتونو تېر کړل څو معلومه شوه چې دا توغندی د روسیې له خوا نه بلکې د اوکرايني پوځ له خوا توغول شوی وو. يوه حادثه چې دا پوښتنه یې رامنځته کړه څه به پېښ شي که روسيه په رښتيا د ناټو پر سيمو بريد وکړي؟ هغه وخت به ناټو په پريکړنده توګه د ټولو غړيو هيوادونو د مرستې پر خپله ژمنه عمل کړی وای.

په رومانيا کې د ناټو عسکر د تمرينونو پر مهال
په رومانيا کې د ناټو عسکر د تمرينونو پر مهالانځور: Baris Seckin/AA/picture alliance

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبیرګ د دې په ويلو د وضعيت د آرامولو هڅه وکړه چې ناټو دمګړۍ په دې آند ده چې روسیه د ناټو پر غړيو هيوادونو د بريد پلان نه لري. خو سره له دې هم د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين جګړه په تېره بيا د ناټو په ختیځو هيوادونو، بالتيک او پولند کې د يوه خطر په توګه احساسيږي. په بخارست کې د ناټو د بهرنيو چارو وزيران د وضعيت د ارزونې په اړه خبرې اترې وکړي.

«د مرستې دوام»

په بخارست کې به پر نورو سربیره له اوکراين سره د نورو پوځي مرستو پر سره هم خبرې وشي. دغه هيواد دمګړۍ دافع هوا سيسټمونو او مهماتو ته اړتیا لري، څو د روسیې د بريدونو په مقابل کې زيربناوې وساتلی شي.

ستولتنبرګ: «موږ به پرې نه ږدو چي روسیه مو وګواښي»

پولند د آلمان د پاتريويت توغنديو له لارې د دغه هيواد د دافع هوا سیسټم د پياوړي کولو وړاندیز هم رد کړ چې په لومړي سر کې یې ورته ليوالتيا ښوولې وه، خو بيا وروسته یې وويل چې دغه راکټونه بايد نیغ په نیغه اوکراين ته ورکړل شي.

د ناټو عمومي منشي به غړي هېوادونه يو ځل بيا دې ته راوبولي چې له اوکراين سره خپلي مرستې ونه دروي که څه هم چې په دغو هيوادونو کې د انرژۍ او خوراکی توکو بیې لوړې شوي دي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبیرګ
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبیرګانځور: Robert Ghement/EPA-EFE

په رومانيا کې د نوې جنګي ډلې مشري د فرانسې پوځ کوي چې د زيبنبورګن په سنکو سيمه کې مستقره ده. دې کابو ۵۰۰ فرانسويانو په دې تیرو څو مياشتو کې د پولند، هالند او امريکا متحده ایالاتو له قطعاتو سره په ګډه پوځي تمرينونه ترسره کړل. په دې وروستيو ورځو کې د فرانسې دافع هوا سیسټم «ام ای ام بي ای» په رومانيا کې وآزمويل شو چې د لنډ واټن له پاره جوړ شوی دی.

د ناټو وياندې په دې اړه وويل: «دا ډول مانورې د دې پخلی کوي چې د ناټو ځواکونه په ګډه کار کولی شي او له هرې خوا متوجې ګواښ ته ځواب ويلو ته چمتو دي.

ناټو په رومانيا کې نه يوازې يوه نوې جنګي ډله مستقره کړې، بلکې د هوايي دفاع یې هم پياوړې کړې ده. هسپانيا د بهرنيو چارو د وزيرانو تر دې غونډې لږ د مخه اعلان وکړ چې د يو څه مودې له پاره به اته اف – ۱۸ جنګي جټ الوتکې او ۱۳۰ عسکر رومانيا ته وليږدوي.

ب. ص/ ن. ز (Bernd Riegert)

زموږ له آرشيف څخه: