1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو طالبانو ته: که زور زياتی کم نه کړئ له افغانستانه نه وځو

۱۳۹۹ تیر ۲۵, چهارشنبه

ناټو وسله والو طالبانو ته گواښ کړی چې که چیرې د سولې د خبرو اترو د پرمختگ له پاره گامونه پورته نه کړي، دوی به په افغانستان کې پاتې شي. همدا راز د طالبانو له خوا تازه تاوتريخوالی هم غندل شوی دی.

https://p.dw.com/p/3fLAQ
20 Jahre  NATO
انځور: picture-alliance/NurPhoto/B. Zawrzel

د ناټو يا شمالي اتلانيتک تړون غړيو هيوادونو د سه شنبې په ورځ (د جولای ۱۴ نیټه) په يوه اعلاميه کې ويلي: «موږ به [د افغان ځواکونو] مشاورت ته دوام ورکړو او د سولي پروسې د ملاتړ په موخه به خپل پوځي حضور شرائطو ته په کتو سره تنظيم کړو.»

په اعلاميه کې زياته شوې ده: «موږ پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ کوو چې خپلي ژمني پر ځای کړي چې د سولې د بين الافغاني خبرو اترو پيلول او د دې تضمين پکې شامل دي چې ترهگر به هیڅکله هم بيا په افغان خاوره کې پټنځايونه ونه مومي.»

د ناټو له خوا همدا راز ويل شوي چې د زور زياتي روانه تازه لړۍ د منلو نه ده. د دې سازمان د تر ټولو مهمې سياسي کميټې له خوا په جاري کړل شوې دې اعلاميه کې زياته شوې: «د تاوتريخوالي اوسنۍ کچه چې په ځانگړي توگه پر افغان دفاعي او امنيتي ځواکونو د طالبانو د بريدونو له وجې رامنځته شوې، هیڅ د منلو نه ده او د بې ثباتۍ باعث کيږي او د سولې په خبرو کې د اعتماد د فضا له منځه وړي.» زیاته شوې چې د دې هر څه مسئوليت د طالبانو پر غاړه دی.

Afghanistan Angriff mit einem Selbstmordattentäter in einem Auto in der Provinz Samangan
په افغانستان کې په دې وروستيو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونو زور اخیستی دیانځور: Getty Images/AFP

تر اوسه يوازې د ناټو د پريکړنده ماموريت په چوکاټ کې کابو ۱۲۰۰۰ عسکر په افغانستان کې په روزنيز ماموريت بوخت ول چې په هغه ۵۲۰۰ امريکايي عسکر هم شامل دي. پر دې سربیره تر ۳۰۰۰ زيات نور امريکايي عسکر هم موجود دي چې پر نورو سربیره په مستقيم ډول د ترهگرۍ ضد جگړه کې برخه اخلي.

اړونده موضوع:طالبانو ته په افغانستان کې د ناټو قوماندان: افغانان سوله غواړي

 امريکا متحده ایالاتو له طالبانو سره ژمنه کړې چې د سولې پروسې د پېليدو په صورت کې به امريکايي او ناټو ځواکونه د ۲۰۲۱م کال د اپريل مياشتې تر پايه پورې له افغانستان څخه ووځي.