1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د یاغیانو بریدونه ۱۱ سلنه ډیر شوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۶, جمعه

ناټو د پنجشنبې په ورځ وویل چې په افغانستان کې په تیرو دریو میاشتو کې د تیر کال د همدې مودي په پرتله د یاغیانو په بریدونو کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دئ.

https://p.dw.com/p/15fCr
انځور: picture-alliance/dpa

د ناټو له خوا په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي دي چې یاغیانو د روان کال په جون میاشت کې له ۲۰۱۰ کال راهیسې تر ټولو ډیر بریدونه کړي دي.

ناټو دغه شمیرې د پنجشبنې په ورځ خپرې کړي دي. له دې سره نو اوس تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان په هکله اندیښنې لا ډیرې شوې دي. په پلان کې ده چې په دغه کال کې به له دې هیواد څخه د ناټو ټول جنگي ځواکونه ووځي او د افغانستان ټول امنیتي مسئولیتونه به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

یو شمیر کارپوهان اندیښنه لري چې افغان امنیتې ځواکونه به و نه شي کولای چې تر دې کال وروسته د خپل هیواد امنیت ټینگ کړي او له ډیرو ستونزو سره به مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه بیا د افغانستان د راتلونکې له پاره لوړې هیلې لري. نړیوالې ټولنې له افغان امنیتي ځواکونو څخه تر ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل ملاتړ اعلان کړی دئ او ویلي ئې دي چې د دې ځواکونو تجهیز او روزنې ته به دوام ورکړي.

ناټو په تیرو دریو میاشتو کې د یاغیانو په بریدونو کې د ډیروالې له پاره دوه ممکنه لاملونه څرگند کړي دي. د ناټو په حواله د بریدونو د ډیروالي لومړی لامل کیدای شي په افغانستان کې د تریاکو وختي حاصلات او دویم لامل د افغان امنیتي ځواکونو د شمیرې لوړوالی وي.

د ناټو په خبره د افغان ځواکونو د شمیرې له لوړیدو سره په عملیاتو کې د هغوی ونډه هم ډیره شوې ده او له همدې کبله په ډیرو جگړو کې ښکیل دي چې په پایله کې ئې د هغوی تلفات هم ډیر شوي دي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم