1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناټو: د جنگي فصل په پای کې د افغانستان په اړه پریکړه کوو

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۵, جمعه

د ناټو د دفاع وزيران په بروکسل کي پر دې سره سلا سوي چي په روان «جنگي فصل» کې د افغان امنیتي ځواک د اجرأتو تر ارزولو وروسته پریکړه کوي، چې د دغه ځواک د روزلو او مشورې ماموريت څه ډول راکم کړي.

https://p.dw.com/p/1Fnex
انځور: picture-alliance/AP Photo/V. Mayo

افغان امنیتي ځواک چې اوسمهال د بهرنیو ځواکونو لږ ملاتړ ور سره دی، له طالبانو سره په جگړه کې سخته مرگ ژوبله گاللې ده. رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو سږکال په شمال او همداشان په سویل او ختیځ کې چې د هغوی پاخه سنگرونه گڼل کیږي، بریدونه ته زور ورکړی دی.

ناټو له افغانستان څخه خپل زیات جنگي عسکر د تیر میلادي کال تر پایه راوایستل او د افغان امنيتي ځواک د روزلو له پاره يې یوازي ۱۲۰۰۰عسکر پریښول چې د ۲۰۱۶م کال تر پایه پوري به ادامه ومومي.

البته داسي پلان شوې ده چې د ناټو روزونکي به د ماموریت په پای کې له څلورو سیمه ییزو روزنیزو مرکزونو څخه تر وتلو وروسته کابل ته ولاړ شي او هلته به د افغان امنیتي ځواک روزني ته ادامه ورکړي.

په اصلي پلان کې په پام کې وه چې د روان کال تر ختمیدو پوري به څلور سیمه ییزي روزنیزي اډې وتړل شي، خو دیپلوماتان وایي چې ښایي د دغو مرکزونو ځيني يې تر ډېره وخته پاته شي.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبرگ د دغه تړون د دفاع وزيرانو او افغانستان له سرپرست وزير سره تر خبرو اترو وروسته په بروکسل کې وويل چې د روزنیز ماموریت د ختمیدو په هکله کوم تصمیم نه دی نیول شوی: «موږ غواړو چې وضعیت د روان جنگي فصل تر ختمیدو وروسته ارزیابي کړو.»

د ستولتنبرگ په وینا، هغه مهال به ناټو د هغو امنیتي ستونزو چې افغانستان ورسره مخامخ دی او د افغان امنيتي ځواک د وړتیا په هکله نور معلومات ولري.

افغانستان تر مخه لا له امریکا متحدو ایالاتو څخه غوښتنه کړې وه چې له افغانستان څخه د وتلو پلان سست کړي. د امریکا ولسمشر بارک اوباما د روان کال په مارچ میاشت کې وویل چې د ۲۰۱۵م کال تر پایه پوري به په افغانستان کې ۹۸۰۰ عسکر پریږدي، خو ويلي يې دي چي تر ۲۰۱۷م کاله پوري له افغانستان څخه د ځواکونو د راایستلو د پلان ملاتړ کوي.

د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر معصوم ستانکزي په خپل هیواد کې د بهرنیو ځواکونو د پاتېدو په هکله د نرمۍ ښوولو غوښتنه کړې ده. هغه په بروکسل کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «زما په آند هر چا دا درک کړې ده چې موږ یوازي باید د مهالویشونو پر اساس کار و نه کړو، موږ باید واقعیتونو ته وگورو.»

د آلمان د دفاع وزیرې اورزلا فون دیر لاین ویلي دي چې «دا مهمه ده چې موږ وضعیت په محتطانه ډول وارزو او په بیړه دغه هیواد پرې نه ږدو.»

ناټو په پام کې لري چې په افغانستان کې د روزنیز ماموریت تر ختمیدو وروسته د افغانستان امنیتي نهادونو د سلا مشورو او لارښووني له پاره یو کوچنی ملکي ماموریت پیل کړي.

د ناټو عمومي منشي په خپلو کې خبرو کې دې ته هم اشاره کړې ده چې پر دې باندې کار روان دی چې له افغانستان سره د هوایي ځواکونو په جوړولو کې مرسته وشي.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر اشتون کارتر ویلي دي چې په افغانستان کې د اسلامي دولت، یا داعش جنگیالي له کوم بل هیواد څخه نه دي راغلي، بلکې هغه جنگیالي دي چې له یوې ډلي څخه بلي ډلي ته اوښتي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب