1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ناتو او امریکا په افغانستان کې د اوربند د اعلان هرکلۍ وکړ

۱۳۹۷ مرداد ۲۹, دوشنبه

ولسمشر غني په دې وروستیو کې په غزني کې له طالبانو سره د سختې جګړې سربیره له دوشنبې ورځې څخه له دې ډلې سره د مشروط اوربند اعلان وکړ. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر او د ناتو مشر د اوربند د اعلان هرکلۍ وکړ.

https://p.dw.com/p/33P1O
Singapur - Mike Pompeo beim treffen der Außenminister
انځور: Getty Images/AFP/M. Rasfan

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، د یکشنبې په ورځ د افغانستان د خپلواکۍ د ۹۹ کلیزې په مراسمو کې له طالبانو سره د نږدې دری میاشتو له پاره د مشروط اوربند اعلان وکړ.

ولسمشر غني وویل «دغه اوربند چې سبا د عرفې له ورځې څخه پیلیږي، تر هغې به دوام وکړي چې د طالبانو له خوا نه وي مات شوی.»

د افغان چارواکو په حواله دغه اوربند به د اسلام د پيغمر حضرت محمد(ص) د زیږدو تر نیټې (۱۲ د ربع الاول) یعنې د نوامبر میاشتې تر ۲۱ نیټې پورې دوام وکړي. دغه اوربند یوازې له طالبانو سره اعلان شوی دی او نورې افراطي ډلې لکه داعش په دې کې نه راځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، او د ناټو سکرتر جنرال ینس شتولتنبرګ، د دې اقدام هرکلی کړی دی. د طالبانو د کړیو ډیرو مشرانو یوازې د لوی اختر پر مهال څلور ورځنی اوربند تائید کړی دی، خو تر اوسه پورې د دغې ډلې د رهبرۍ له خوا په رسمي دول نه دی تائيد شوی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په حواله څو ورځې مخکې طالبانو د فاریاب ولایت د یوې ولسوالۍ یوه برخه تر خپل کنترول لاندې راوستلې ده او په دې ترڅ کې تر ۵۰ ډیر افغان سرتیرې لادرکه دي. په همدې میاشت کې طالبانو د غزني ښار د نیولو له پاره له افغان ځواکونو سره سخته جګړه وکړه، خو د افغان ځواکونو له خوا چې د امریکایې ځواکونو ملاتړ ورسره مل وو په شا وتنبول شول. په دې جګړه کې لږ تر لږه ۱۵۰ تنه افغان سرتیري او ۹۵ ملکیان ووژل شول.

پمپیو ویلي دي چې امریکا چمتو ده چې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د مستقيمو خبرو اترو ملاتړ وکړي. هغه زیاته کړه: «د خبرو اترو مخ ته هیڅ خنډ وجود نه لري. دا د سولې وخت دی».

د ملګرو ملتونو سازمان د یکشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روان کال په لومړۍ نیمایې کې د ځانمرګونو بریدونو او له سخت دریځه ډلو سره د افغان امنیتي ځواکونو په جګړو کې تر ۱۶۰۰ ډیر ملکي خلک وژل شوي دي.

له هغه وخت راهیسې چې د نړیوالو ځواکونو یوه لویه برخه په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه وتلې ده، طالبانو په پرله پسې ډول په افغانستان کې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستې دي.