1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نابالغه مهاجر: له لیاقت سره سره زهیریږو

۱۳۹۷ آبان ۳, پنجشنبه

اکثره کم سنه کوچنیان، بې له والدینو څخه پر خطرناکو لارو د افغانستان، سوریې، سومالیا او یا گینیا څخه راځي. د هغوی له پاره سخته ده چي یوازي د ژوندانه له عهدې څخه راووزي، خو بیا ورسره سرپرستان مرسته کوي.

https://p.dw.com/p/37ASi
Jugendkulturfest der Diakonie in Wuppertal | The Poetry Project
انځور: DW/A. Grunau

سوریايي روجین نامر وايي چي «وروستی وار چې ما خپله مور په بغل کي ونيوله زه ۱۵کلن وم. په همدې سن کي زما کوچنیوالئ راڅخه واخیستل سو.» کله چي دئ د خپل له لاسه تللي کوچنیوالي په باب شعر وايي، نو د ؤپرتال د کاتولیکي سازمان- دیاکوني له خوا رادعوت سوي بې له والدینو کم سنه مهاجرو(UMF) د ځوانانو په کلتوري فستیوال کي د ناستو خلگو په منځ کي چوپه چوپتیا خپره وه.

دغه پروگرام ته چي د هغوی سرپرستان هم رادعوت سوي ول، پکښي د روجین نامر ترڅنگ نورو نابالغه مهاجرو هم خپل هغه شعرونه ولوستل، کوم چي په برلین کي یې د خپلو ټاټوبو څخه د تیښتي پر وخت د سترگو لیدلی حال د شعرونو او نظم په ډول لیکلی دی.

د شپیگل مجلې خارجي خبریالي سوزانه کویبل، چي د جنگي ساحو څخه رپوټونه ورکوي، په ۲۰۱۵م کال کي یې د "Poetry Project" په نامه دغه پروژه پر لاري واچوله، تر څو پر پردي توب باندي غلبه حاصله او کم سنه مهاجر په شعرونو کي خپل احساسات بیان کړي دي.

ځوانان خپل شعرونه د جرمني په ډیرو ښارونو کي لولي. د ؤپرتال په پروگرام کي بیا حاضرین ډیر ښه پوهیږي، چي هغوي د څه شی څخه خبري کوي، یا د خپلو تجاربو پراساس اویا د هغوی د سرپرستان له خوا بیانوي.

Jugendkulturfest der Diakonie in Wuppertal | Raffaella di Lucretia & Halimatou Diallo
انځور: DW/A. Grunau

«باید مخته وکتل سي، نه شا ته»

له سومالیا څخه د ۱۷ کلن مشتاق عرب خوښیږي، چي کم سنه مهاجر د خپلو تجاربو څخه شعرونه جوړ او ولولي. دا پخپله درې کاله دمخه اروپا ته راغلې ده او د ؤپرتال د ځوانانو دغه فستیوال ته راغلې ده. د "Do it!" یا «وکړه» دغه فستیوال د دیاکوني- ؤپرتال له خوا د معلمي مونیکا کیوپرت په کومک پيل سوی دی، چي د کم سنه مهاجرو افتخاري سرپرستي کوي. دا وايي، چي« دغه ځوانان بې له کوم دلیل څخه دلته نه دي راغلي.»په خبره یې «زه نه پوهیږم، چي تیښته او مهاجرت څه شئ دی. خو داچي د لارو څخه تیریدل څومره سخت دي، د نورو مهاجرو شاگردانو څخه یې اوریدلي او ښه په پوهیږي. په دې خاطر دا زما له پاره د منلو وړ نه ده، چي په جرمني کي د مهاجرينو په باب څه ویل کیږي، خصوصأ کله چي د هغوی په باب خرابي خبري کیږي».

مشتاق عرب د معلمي مونیکا کیوپرت څخه مننه وکړه، چي تل یې ورسره مرسته کړې ده. مونیکا بیا د مشتاق عرب د زیار او زحمت توصیف وکړ، چي ډیري ښې نمرې یې هم په لاس راوړي دي. مشتاق عرب پخپله وايي، چي غواړي خپل تعلیم ته ادامه ورکړي، په الماني ژبه او مکتب کي ښه سي. دا اضافه کوي، چي«باید تل مخته وکتل سي، نه شا ته».

Mazedonien Balkanroute Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/G. Licovski

«بیخي کوچنیان ټوله مړه سول»

د افغانستان د مزار شریف څخه شازمیر هاتکي وايي، چي د تیښتي پر وخت د کښتۍ د چپه کیدو پر وخت  ورسره ډیر کوچنیان هم ول.» دی خپلو خبرو ته د شعر په بڼه په دري ژبه دوام ورکوي، او وايي، چي زه د ترکیې څخه یونان ته د تیریدو پروخت ډیر بیریدلم.» دئ د یوې مور کیسه کوي، چي د «خپل کوچني سره ډوبه او مړه سوه. په کښتۍ کي ۶۵ تنه سپاره ول، چي يوازي۲۰ کسان یې ژوندي پاته سول.» دغه، هغه وخت ۱۵ کلن افغان هم د مدیترانې تروې اوبه چښلي وې او باید لس ورځي یې ککاو چښلی وای.

د ده تر خبرو وروسته د ؤپرتال په فستیوال کي تر اوږدې چوپتیا وروسته سکون ماتیږي او چک چکي کیږي. دی وايي، چي خپلي خاطرې به هیڅ وخت هیري نه کړي. خو کله چي خلگ راڅخه پوښتنه کوي، چي څنگه یاست، موږ ورته وایو، چي ښه يوو».

د خپلو شعرونو په ویلو سره دغه ځوان غواړي ښکاره کړي چي موږ خراب خلگ نه یوو. خو ددې څخه بیریږي، کله چي بالغه سي، افغانستان ته اخراج نه سي.

دا هم پداسي حال کي، چي جرمني ته د نابالغه مهاجرو راتگ له ۲۰۱۶م کال راهیسي ډیر راکم سوی دی. په همدې ترتیب سره د ځوانو مهاجرو د پناه ورکولو غوښتني هم راکمي سوي دي.

له بلي خوا بیا د المانۍ ورځپاڼي«زوید ډویچه څایتونگ» په حواله د جرمني حکومت نه غواړي، د اروپا د محکمې فیصله ومني. د دغي فیصلې پر اساس بې له والدینو کم سنه مهاجر اجازه لري، خپلي کورنۍ هغه وخت هم راوغواړي چي که د پناه غوښتني پروسې پرمهال بالغه سوی هم وي. مهمه داده چي څه وخت یې عریضه ورکړې ده او نه داچي څه وخت چارواکي خپله فیصله اعلانوي. خو بیا د المانی قوانینو پراساس مهاجرين باید هغه وخت هم نابالغه وي، کله چي خپل والدین راغواړي.

Geflüchtete Kinder
انځور: picture alliance/dpa/B. Settnik

«دلته د ښو شرایطو ترڅنگ سختۍ هم سته»

یاسیر نیکزاده بیا د افغان په توگه په ایران کي رالوی سوی دی. ده خپل شعر خپل ورور ته ځانگړی کړی دی او وايي «په ما باندي باور ولره، چي دلته هرڅه د جنت غوندي نه دي، بلکي دلته د ښو شرایطو او ژوندانه ترڅنگ سختۍ هم سته».

معلمه مونیکا هم په دغو سختیو باندي پوهیږي، کوم چي د مشتاق عرب افتخاري سرپرستي کوي. دا وايي چي له  «مهاجرو سره ښه رفتار نه کیږي. دا د یو تعداد ډاکټرانو خبره هم کوي، چي زموږ او زموږ له کم سنه مهاجرو سره یې ډیر بد وضعیت کړی دی. داسي گومان ما هیڅ نه کاوه».

بله افغانه روبینه کریمي چي اوس ۱۷ کلنه ده، هم په خپل شعر کي د سختیو خبره کوي او وايي: «دا کوم جنایت نه دی، چي څوک افغان وي.» په خبره یې افغانانو ته لږ ارزښت ورکول کیږي. هر هیواد جنایت کاران لري او طبعأ د مهاجرو په منځ کي هم یو تعداد راغلي دي. نو ولي موږ ټوله افغانان د هغو په جرم باندي نیول کیږو. په حکومتی ادارو کي ورته ډیر مشکلات جوړیږي او اکثره ورباندي بې اعتماده وي. له دې سره داسي چلن کیږي، لکه داچي ورته درواغ وايي.» دا اضافه کوي، چي«نور بسته، موږ مه زهیروئ».

Symbolfoto Flüchtlingskinder/Minderjährige Flüchtlinge
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

«که یو څوک کوم هدف لري، نو هغه ته رسیږي هم»

روبینه کریمي، روجین نامر او یاسیر نیکزاده هیڅ وخت شعرونه نه وه ویلي، خو بیا شازمیر هاتکي پخوا ویلي ول، ځکه د یوې داسي کورنۍ څخه راځي چي پکښي د شعرونو ویل یوه عنعنه لري. نیکزاده وايي چي «اوس خوشاله دی چي دلته یې خلگ اواز اوري. که یوڅوک زما په احساس باندي پوه سي، بیا نو دئ په دې باندي هم پوهیږي، چي څونه سخته ده، چي سړی د خپلو والدینو څخه جلأ سي. د دومره ملکو څخه بې والدینو یوازي او بې له سرپرسته څخه راتیر سي. دا زما له پاره ډیره سخته وه، روح مي په ایران کي پاته دی او جسمأ دلته يم».

سوریايي روجین بیا وايي،چي«که یو څوک کوم هدف لري، نو هغه ته رسیږي هم.» زما دا هدف درلودئ، چي الماني ژبه زده کړم او هغه ته ورسیدلم.» باید وویل سي چي دې په مکتب کي رښتیا هم ډیري ښې نمرې په لاس راوړي دي.

Welcome Voices Flüchtlinge
انځور: DW/W.Dockery

«له ده سره ژوند اطمیناني دی»

په وپرتال کي د "Do it" پروژه افتخاري سرپرستان او ځوانان سره یوځای کوي. لویان دا زده کوي چي له رواني مشکلاتو سره مخامخ کم سنه مهاجرو سره څه ډول چلند وکړي او په دغه څو کلتوري ؤرکشاف کي برخه واخلي. دوی هلته تجربې حاصلوي چي د سرپرستانو په حیث څنگه وظایف اجرأ کړي او د مربوطه ځوانانو له ادرې سره گډ کار وکړي».

دلته د گینیا څخه حلیمه تو ډیالو او ایټالیا څخه رافاییلا لوشریڅا هم حاضر دي. دوی، چي په دغه فستیوال کي عکسونه اخلي، وايي چي هغه څه چي یې غوښتل، پیدا یې هم کړل.

حلیمه تو ډیالو د یوه جبري کار څخه راتښتیدلې ده. رافاییلا لوشریڅا بیا د خپل میړه بورگهارد کینکه سره، مخکي تر دې چي جرمني ته راسي، ډیر وخت په انگلستان کي تیر کړي دي. دا چي دا د پردي توب احساس کوي، هغه ورته ښه معلومه دی. رافاییلا لوشریڅاچي د حلیمه تو ډیالو سرپرسته ده، هر وخت محفلونو، موزیمونو او په اروپا کي خپلوانو ته یو ځای سره ځي.۱۷ کلنه حلیمه تو ډیالو چي پلار یې له لاسه ورکړی دی او د مدیترانې له لاري اروپا ته راغلې ده، له دواړو ایټالویانو سره ډیره راضي او خوشاله ده.

Welcome Voices Flüchtlinge
انځور: DW/W.Dockery

د سرپرست په توگه د تبعیض پر ضد عمل

د دیاکوني سازمان د مهاجرو مشاوره ماریا شکورا وايي، چي د دغو کم سنه مهاجرو په باب د هغوی له مکتبونو څخه مثبت خبرونه رارسیږي. دا وايي چي«دوی د هر څه سره علاقه مندي لري، خو متأسفانه جامعې تغیر کړی دی او فضأ یې خرابه سوې ده.» په خبره یې په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ م کلونو کي لا ډیر تلیفونه راتلل، چي موږ غواړو کم سنه مهاجرو ته ځای ورکړو. خو اوس د هغوی په مقابل کي ښه احساس موجود نه دی او اکثره ورته په ښه سترگه نه گوري. له هغوی سره د چارواکو چلند هم خراب سوی دی.» «هغه کارکونکی هم چي پخوا یې ښه رفتار کاوه، اوس کاملأ بل ډول سوي دي.» د ماریا شکورا په خبره دا د راسیټي توهینولو او تشدد څخه ډیر په تشویش کي ده.» دا وايي چي یو ځوان افغان مهاجر چي د یوه ورځ د خپل یوه ملگري څخه راغئ، سخت وهل سوی ؤ، خو د هغه څخه رپوټ ورکول نه کول سو.

معلمه مونیکا کیوپر وايي چي په همدې خاطر باید د پردي توب او راسیزم پرضد عمل وسي او سیل بین ونه اوسیږو.

زموږ د آرشیف څخه یو انځوریز البوم:( 06.03.2017)